• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیرخان متقي د پاکستان له نوي بهرنیو چارو وزیر د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا هیله کړې

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له نوي ټاکل شوي بهرنیو چارو وزیر څخه د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا هیله کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان چمتو دی له پاکستان سره د شته فرصتونو په برخه کې د ورورګلوۍ په فضا کې کار وکړي.

امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ د روژې په لومړې ورځ د یو لیک په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې افغانستان چمتو دی له پاکستان سره د شته فرصتونو په برخه کې د ورورګلوۍ په فضا کې کار وکړي.

ښاغلي متقي د پاکستان د نوي بهرنیو چارو وزیر ته لیکلي: «هیله من یم، چې ستاسو په همکارۍ به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې، ټرانزیتي او اقتصادي اړیکې، کلتوري چارې او د ولسونو ترمنځ د مناسباتو زیاتوالی چې د ولسونو سوکالي تضمینوي، پیاوړې او پراختیا ومومي.»

ښاغلی محمد اسحاق ډار تېر ماښام د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو.

متقي د پاکستان له نوي بهرنیو چارو وزیر سره د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا هیله داسې حال کې کوي، چې له تېرې ورځې راهیسې یو ځل بیا پاکستان د تورخم دروازه د پاسپورټ او وېزې پرته ناروغانو پر مخ تړلې ده.

تر دې مخکې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې ناسم سیاست غوره کړی او همدا رنګه د دواړو هېوادونو تر منځ فرضي کرښو کې یې افغان تجارانو، ناروغانو او خلکو ته په مختلفو دلیلونو خڼډونه جوړ کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ څخه د لوبلړۍ وروستۍ لوبه وګټله

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۱۹ GMT+۰

د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه هم افغانستان د ۱۱۷ منډو په توپیر سره په خپلې بریا تمامه کړه.

د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو او لوبغاړو په سوځوېدلو سره سیالې لوبډلې ایرلنډ ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.

ایرلنډ لوبډلې په ۳۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۱۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۱۷ منډو په توپیر وبایله.

نننۍ لوبه کې افغان الرونډر محمد نبي او ننګیال خروټی ښه وځلیدل.

نبي د ایرلنډ ۵ او ننګیال خروټي ۳ ویکټې تر لاسه کړې.

په توپوهنه کې حشمت الله شهیدي ۶۹ منډې، رحمان الله ګربز ۵۱ او نبي ۴۸ منډې وکړې.

دا لومړی ځل دی، چې ننګیال خروټي په نړۍوال کرېکټ کې ویکټې ترلاسه کوي.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېیمه یوه ورځنې لوبه د شارجه کریکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

له دې سره افغان لوبډلې د درې یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ ۲-۰ په خپل نوم پای ته ورسوله.

پاکستاني سناتور د ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې له افغانستان سره د لارو پر تړلو نیوکه وکړه

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰

پاکستاني سناتور مشاهد حسین سید ویلي، چې د ترهګرو بریدونو په ځواب کې له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د لارو تړل لویه تېروتنه ده. هغه د امنیتي تحقیقاتو او څېړنو مرکز کې وویل، چې له سیاست د سوداګرۍ جلا کول د دواړو هېوادونو د ثبات او سیمه ییز اتصال لپاره اړین دي.

سناتور مشاهد حسین سید د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د فرضي کرښې د تړلو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې د لارو د تړلو له امله د خپلمنځي سوداګرۍ دا د پام وړ منفي بدلون راغلی دی.

د ښاغلي حسین په وینا؛ له افغانستان سره د پاکستان د لارو په تړلو د ایران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ حجم د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان له خپلمنځي سوداګرۍ لوړ شوی دی.

د پاکستان د مشرانو جرګې دغه غړي د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه وړاندیز وکړ، چې هغو افغانانو ته چې په پاکستان کې زېږېدلي دي باید تابعیت ورکړل شي؛ څو له محرومیت سره مخ نه شي.

ښاغلي سید د خپلو خبرو په یوه برخه کې له طالبانو سره د ځینو هېوادونو تعاملاتو ته په اشارې سره وویل، چین او لوېدیځ دوحې ته د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ په لېږلو او له طالبانو سره په لیدنه، هغوی په عملي توګه د افغانستان د اصلي واکمنانو په توګه په رسمیت پېژندلي دي.

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې هند هم ورته کړنلاره تعقیب کړې، روسیه هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د چین د اقدام ملاتړ کوي.

د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي چارو د کمېټې د مشر په وینا؛ روسیه په دې برخه کې له قانوني خنډونو سره مخ ده ځکه چې طالبان لا هم د یوه ترهګر سازمان په توګه پیژني.

دغه پاکستانی سناتور په داسې حال له افغانستان سره د لارو پر پرانیستو تینګار کوي چې ورځ د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل، پاکستان د تورخم دروازه د پاسپورټ او ويزې پرته ناروغانو پر مخ تړلې ده.

مقاومت جبهه: په کابل کې مو درېیو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ادعا کړې ده، چې نن سهار مهال یې د کابل ښار په ۱۵مه حوزه کې یو طالب وژلی او دوه نور ټپیان دي.

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم دغې جبهې نن سې شنبه ( د کب ۲۲مه) پر خپلې اېکس پاڼې په یوه یادښت کې ویلي، چې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی، چې په پایله کې یې دوه تنه ټپیان شوي او یو بل وژل شوی دی.

په یادښت کې ویل شوي، چې په دغه برید کې د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د دغې په اړه طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې دا ډول پېښې په خپل سر تایید او یا رد کړي؛ خو وروستیو پېښو ته په کتو په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د مخالفو جبهو بریدونه زیات شوي دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان یوازې نه پرېږدو او اړیکي ور سره پراخول غواړو

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۰ GMT+۰

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف له یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هېڅکله افغانستان یوازې نه پرېږدي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پراختیا غواړي.

بختیار سعیدوف نن په جلا جلا کتنو کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن، د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.
ښاغلي سعیدوف له ملا محمد حسن سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سمنټو د تولید د یوې فابریکې د جوړولو، د ‌‌ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي همداراز ویلي، چې د ټرانس-افغان پټلۍ پروژې د عملي چارو د پیل لپاره به هم په نږدې راتلونکي کې ارزونه وشي.
طالبانو د بختیار سعیدوف په حواله لیکلي: «ازبکستان ته له امو سیند څخه د افغانستان د استفادې دریځ ارزښت لري او د قوش‌تیپې کانال په تخنیکي برخه او همدا راز د اوبو لګونې د عصري سیسټمونو په عملي کولو کې له طالبانو سره همکارۍ ته ژمن دي.»
طالبانو بیا د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره یې په کتنه کې ویلي، چې د دغې ډلې اداره اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي او تمرکز یې پر سیمه‌ییز اتصال دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره د سیمې او په ځانګړې توګه د ازبکستان همکارۍ ته اړتیا لري.

د ملا برادر دفتر د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر له فوله ویلي چې ډېر ژر به په تاشکند کې د دوی سفیر ومني.

ازبکستان میاشت مخکې د طالبانو استازي ته دغه سفارت وسپاره.
د ویلو ده، چې ازبکستاني چارواکو بیا تر اوسه ددغو لیدنو په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې: د پاکستان سفیر له ملا شیرین د پاسپورټ په جبري کولو کې د طالبانو همکاري غوښتې

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۰

سرچينو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، په افغانستان کې د پاکستان سفیر نن په کندهار کې د طالبانو له والي او د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته له نږدې کس ملا شیرین سره په ليدنه کې له نوموړي غوښتې، چې پر ډيورنډ کرښه د پاسپورټ په جبري کولو کولو کې ورسره همکاري وکړي.

پاکستان له تېر اکتوبر راهیسې اول چمن- سپین بولدک او بیا د پکتیکا پر انګور اډه بې پاسپورټه تګ بند کړ، خو له هغه راهیسې د اسلام اباد ددې پرېکړې په مقابل کې پرلت روان دی.

د دواړو سیمو پرلتوال وخت ناوخت له طالبانو هم غواړي چې ملاتړ یې وکړي او د دې ډلې چارواکو هم په دې وروستیو کې بیا بیا ویلي چې ډیورنډ کرښه له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه مني.

که څه هم د طالبانو د والي ملا شیرن او عبیدالرحمان نظاماني اړوند خبرپاڼه کې د پاسپورټ جبري کولو مسلې ته اشاره نه ده شوې، خو سرچینې وايي، چې اسلام اباد په دې برخه کې د طالبانو همکاري غواړي.

دغه سرچینې زیاتوي: «سفير له حاجي ملاصاحب (والي) وغوښتل، چي پر ډيورنډ کرښه د پاسپورټ په جبري کېدو کې ورسره همکاري وکړي، عام خلک او سوداګرو ته په دې برخه کې قناعت وکړي.»

کندهار ته د عبیدالرحمان نظاماني سفر په پاکستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو لږ وروسته دی.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، نظاماني له طالبانو سره د پاکستان د نوي حکومت د ښو اړیکو پيغام هم طالب مشرتابه ته وړاندي کړی.

ملا شیرین د طالبانو او پاکستان د اړیکو رغولو لپاره د تېرې جنورۍ په لومړیو کې اسلام اباد ته هم سفر درلود او د دغه هېواد له سرپرست لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره یې ولیدل.

ملا شيرين له ښاغلي نظاماني سره نننۍ لیدنه کې هم د پاکستان له نوي حکومت غوښتنه کړې، چې له دوی سره نژدې اړیکې وساتي او د دواړوهېوادونو د پاليسو او غوښتنو په لاره ولاړ شي.

طالبان وايي، عبیدالرحمان نظاماني هم ملاشيرين ته ويلي، چې ډېر ژر به د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو سره د ليدنې زمينه ورته برابره او دغه هېواد ته د سفر بلنه به ور کول شي.

کندهار ته د نظاماني دا سفر داسي مهال دی، چې له تېرو درېيو ورځو د ډيورنډ کرښې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او پاکستاني سرحديانو ترمنځ جګړې شوې دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخي، نظاماني د دواړو هېوادو د يوې بامسوليته کمېټې د جوړېدو غوښتنه هم کړې، چې پر ډيورنډ کرښه د ناامني او د جګړې پېښې ژر کابو او د خبرو له لارې حل کړي.