• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې یو کس د لومړۍ مېرمنې له اجازې پرته د دویم واده په جرم په ۷ میاشتې بند محکوم شو

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۵۷ GMT+۰

د پاکستان د لاهور ښار یوې محکمې یو سړی د خپلې لومړۍ مېرمنې له اجازې پرته د دویم واده د کولو په جرم په ۷ میاشتې بند او پنځه لکه کلدارو په جریمې محکوم کړ. زونا نصر له خپل میړه محمد اورنګزیب خان د دې له خوښۍ پرته د دویم واده کولو له امله محکمې ته شکایت کړی و.

د محکمې قاضي وويل، چې «د مسلمانانو د کورني قانون» له مخې مېړه بايد د دويم واده لپاره له خپلې لومړۍ مېرمنې ليکلې اجازه ترلاسه کړي که نه نو دا عمل د بند او جريمې وړ دی.

محکمې د دغه سړي په سزا کې زیاته کړې، چې که د بند تر پایه جریمه ور نه کړي په سزا کې به یې یوه بله میاشت هم زیاته شي.

د محکمې دې پرېکړې په ټولنیزو رسنيو کې غبرګونونه پارولي او یو شمېر پاکستاني اسلام پالو پرې نیوکې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لومړی وزیر د کابینې له غړو سره د پوځ له مشر سره د لیدو کتو لپاره ورغلی

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۲۲ GMT+۰

د پاکستان نوی لومړی وزیر شهباز شریف د کابینې له جوړیدو څلور ورځې وروسته، د وزیرانو په ملتیا راولپنډۍ ته د پوځ د مشر عاصم منیر لیدو ته ورغلی. ښاغلي شریف په دغې لیدنه کې ژمنه وکړه، چې د پاکستان له پوځ څخه به په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې او د پاکستان حکومت په بېلابېلو خبرپاڼو کې لیکلي، چې لومړي وزیر او د پوځ مشر په دغې لیدنه کې د ملي او سیمه‌ییز امن او ټیکاو په اړه سره غږېدلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې لیکلي:« لومړي وزیر ډاډ ورکړی، چې د وسله‌وال پوځ د عملیاتي برخې لپاره به ټولې لازمې سرچینې برابرې کړي.»

په راولپنډۍ کې د پاکستان د نوې کابینې د وزیرانو او د دغه هېواد د پوځی مشرانو لیده کاته

په دغې لیدنه کې د پوځ مشر هم لومړي وزیر سره ژمنه کړې، چې د امنیتي ننګونو سره په مبارزه کې به د پاکستان د حکومت ملاتړ کوي.

د پاکستان پوځ د دغه هېواد د بهرني سیاست په پراختیاو کې رغنده ونډه لري.

په دغې لیدنه کې د پاکستان د نوې کابینې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار، د دفاع وزیر خواجه اصف او د مالیې وزیر محمد اورنګزیب برخه لرله.

شهباز شریف د روان کال د کب په ۲۱مه ۱۹ کسیزه کابینه اعلان کړه. د هغه سیاسي مخالفین پر هغه تور پورې کوي، چې د پوځ په زور او ملاتړ واک ته رسېدلی دی.

د بشري مرستو لومړۍ بېړۍ غزې ته ورسېده

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۳۵ GMT+۰

د بشري مرستو لومړۍ بېړۍ چې خوراکي توکي لېږدوي، غزې ته رسیدلې ده. د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د اسپانیا د غیر دولتي موسسې "اوپن ارمز" بیړۍ له ۲۰۰ټنو خوراکي توکو سره د جمعې په ورځ - د اګست د ۲۵مه - سهار مهال د غزې ښار سواحلو ته رسیدلې ده.

دغه مرستې په داسې حال کې غزې ته رسیدلې، چې ملګرو ملتونو په پرله پسې ډول په سیمه او په ځانګړې توګه د غزې په شمالي برخه کې چې دا مهال تر ۳۰۰ زرو ډېر وګړي پکې ژوند کوي، د پراخې قحطۍ د خطر په اړه خبرداری ورکړي.

غزې تړانګې ته د مرستو رسولو لپاره د سمندري دهلیز پرانیستل د حماس او اسراییل د جګړې له اغیز د ملکي خلکو د ژغورنې لپاره د نړیوالو هڅو یوه برخه ده.

غزې ته ځمکنۍ مرستې په عمده توګه د غزې په سویل کې د رفح له سرحده د مصر له خاورې رسول کیږي، خو د غزې په تړانګه کې د دوه میلیونه او ۴۰۰ زرو خلکو لویو اړتیاو ته په په کتو، دغه مرستې تر ډیره بسنه نه کوي.

د "اوپن ارمز" اسپانیايي مرستندویه ټولنې بیړۍ چې تیره سه شنبه یې له قبرس څخه حرکت کړی و، د ۳۰۰ زرو کسانو لپاره د یوه وخت خواړه لیږدوي چې د یو امریکايي نا دولتي موسسې له خوا چمتو شوي وو.

د روسیې توغندیو د اوکراین په اوډیسا ښار کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۱۵ GMT+۰

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د جمعې په ورځ د دغه هیواد د تور سمندرګي په بندري ښار اوډیسا کې پر یوې استوګنیزې سیمې د روسیې د بالستیک توغندي برید په پایله کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي او تر ۷۰ ډېر نور ټپیان دي. دا په تېرو څو اونیو کې د مسکو تر ټولو خونړی برید دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وویل، چې روسیه به د اوکراین د ځواکونو له خوا د دې بریدونو په بدل کې "مناسب ځواب" ترلاسه کړي.

د سیمې والي اولیه کیپر پر ملي تلویزیون وویل، چې دوه اسکندر-ایم توغندي چې د روسیې له خوا نیول شوي کریمیا ټاپووزمې څخه توغول شوي، په دغه ښار کې یې ملکي زیربناوې او د ګاز او برېښنا لینونه زیانمن کړي.

کیپر وویل: «چاودنه ډېره زوروره وه، دا یو ډېر ځواکمن توغندی و چې په څو دقیقو کې له نیول شوي کریمیا څخه وویشتل شو.»

کیپر زیاته کړه، یو ډاکتر او ژغورونکی په دویم برید کې وروسته له هغې ووژل شول چې د لومړي برید د ټپي شویو کسانو درملنه یې کوله.

د سیمې اوسیدونکي د وینې ورکولو لپاره طبي مرکزونو ته ورغلي دي. یاده سیمه کې د شنبې په ورځ ملي ماتم اعلان شوی دی.

اوډیسا، چې د اوکراین یو له سترو بندرونو څخه دی، له اوږدې مودې راهیسې د روسیې د بریدونو موخه ده، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې مسکو د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب له هغه تړون څخه ووت چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو بار وړونکو بیړیو ته د خوندي تګ راتګ اجازه ورکوله.

اسپانیاوي چارواکی: که افغانستان کوکنار ونه کري، په اروپا کې به زرګونه کسان مړه شي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۰ GMT+۰

د اسپانیا د یوي ورځپاڼې "ال پایس" په یو راپور کې راغلي، چې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کښت بندیز په اروپا کې د افیونو او هیرویینو د نړیوال پلور د کمیدو په اړه نښې نښانې راڅرګندې کړي دی.

دغې ورځپاڼې د یو اسپانوي چارواکي له خولې لیکلي، چې که په افغانستان کې کوکنار ونه کرل شي، په اروپا کې به د دغو موادو زرګونه مصرف کوونکي مړه شي.

یادې ورځپاڼې د جمعې په ورځ یو راپور کې ليکلي، چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بنديز وروسته د کوکنارو کښت له ٦٧٦زره جريبو څخه شاوخوا ٢٦زره جريبو ته راټيټ شوى دى. ورځپاڼې دا نه دي ویلي، چې دغه ارقام یې څنګه ترلاسه کړې ده.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کموالي ته په پام سره، د اروپا د مخدره توکو د څارنې مرکز خبرداری ورکړی چې نړۍ به د افیون او هیروینو د نړیوال پلور له کمښت سره مخامخ شي او په دې توګه به یې مصرف کوونکي د لا زیاتو زیانمنونکو نشه‌يي توکو ته مخه کړي.

د بارسلونا د څیړنو لوی کمیشنر رامون چاکون وايي، که چیرې د اروپا بازارونه د هیروینو له کمښت سره مخامخ شي، نو مصرف کونکي به ډیر خطرناکه بدیلونو ته مخه کړي. هغه وويل: "که په کابل کې کوکنار ونه کرل شي، په اروپا کې به زرګونه کسان مړه شي."

خو هغه ټینګار وکړ چې رسمي شمیرې ښیي چې دا وضعيت به په سمدستي توګه په اروپا کې پیښ نشي.

په همدې حال کې د نشه يي توکو د ملي پلان لپاره د اسپانيا د حکومت استازي، خوان ويلبي وايي، چې تر اوسه په دغه هېواد کې د مصنوعي هيروينو د شتون نښې نه لیدل. هغه زياته کړه، چې د افغانستان د کوکنارو څخه ترلاسه شوي هيرويين او افیون له ډېر وخت وروسته او په سختۍ سره اروپا ته رسېږي. هغه وويل، چې اوسمهال ميانمار د کوکنارو په توليد کې له افغانستان څخه مخکې دى

د کرېکټ نړۍواله شورا په ۲۰۲۴ کې د خپل تاریخ تر ټولو ستر تورنمنټ جوړوي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۶ GMT+۰

د کرېکټ نړۍواله شورا په ۲۰۲۴ کال کې په خپل تاریخ کې د نارینوو د ۲۰ اوریز نړۍوال جام تر ټولو ستر ټورنمنټ جوړوي. ویست اندیز او امریکا د دغه ستر ټورنمنټ کوربتوب کوي.

دغه ستر نړۍوال جام به د جون له لومړۍ نیټې تر ۲۹مې نېټې پورې په امریکا کې ترسره کیږي.

ویل کیږي چې دغه سیالۍ به د ټورنمنټ په تاریخ کې تر ټولو ستره سیالۍ وي، چې۲۰ نړۍوال ټیمونه به په نهو ښارونو کې ۵۵ لوبې کوي.

دا لومړی ځل دی چې متحده ایالات د ۲۰ اوریز نړۍوال جام سیالیو کوربتوب کوي.

د یادېو سیالې ۱۶ به د نیویارک (ناوکاونټي نړۍوال لوبغالي)، د ډالاس (ګرانډ پرایري لوبغالي) او د لاوډر هیل په ( براوډکاونټي لوبغالي) کې ترسره کیږي.

ویسټ انډیز چې په ۲۰۱۰ کال کې د دې سیالیو کوربه‌توب کړې و، سږ کال به د انټیګوا اوباربوډا په (سر ویوین ریچاردز لوبغالي) او د بارباډوس (د کینسنګټن لوبغالي) په ګډون، د دغه هیواد په بیلابیلو لوبغالو کې سیالۍ جوړې کړي.

بل خوا، د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام نیمه پایلوبې او پایلوبې لپاره د ریزرف ورځ منظور کړې ده.

د ای سي سي د مقررې له مخې، که په ټاکل شوې ورځ لوبه ترسره نه شي، نو د سیالۍ لپاره به بله ریزرف ورځ شته وي.

په ګروپي پړاو کې د لوبې د بشپړولو لپاره باید په دویم اننګیز کې لږ تر لږه ۵ اورونه ترسره شي، په داسې حال کې چې د ناک اوټ مرحله کې د لوبې بشپړولو ته په دویم اننګیز کې د لس اورونو لوبول اړین دي.

د ای سي سي جلسې کې د ۲۰۲۶ کال د T20 نړۍوال جام هم منظور شوی دی.

د ای سي سي د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال T20نړۍوال جام کې به ټولټال ۲۰ لوبډلې برخه اخلي، چې له دې ډلې به یې ۱۲ لوبډلې په مستقیمه توګه غوره کیږي. د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړۍوال جام کوربتوب به سریلانکا او هند په ګډه کوي.