داعش د نایجیریا پر پوځ د هغه برید مسوولیت منلی چې ۳۰ تنه پکې وژل شوي

اعماق خبري اژانس د داعش له خوا په یوه بیان کې ویلي، چې دغې ډلې د تېرې چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد لوېدیځ ته په یوه ښار کې د نایجیریا د پوځ په عسکرو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. د نایجیریا د پوځیانو په کاروان د تیلابري سیمې تګي ښار په دغه برید کې ۳۰ کسان ووژل شول.