• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو سرمنشي غزې ته د مرستو بندول یو اخلاقي جنایت وباله

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش نن رفح ته په تلو سره ویلي،‌ چې له غزې تړانګې سره د مصر د پولې په اوږدو کې د مرستو د لاریو د ولاړ قطار مخه نیول یو اخلاقي جنایت دي، ځکه په غزه کې خلک له لوږې سره مخامخ دي.

ګوتریش وویل، د اسراییل لپاره دا وخت رسیدلی دی چې غزې ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره "اوسپنېز تعهد" وکړي. نوموړي په غزه کې د سملاسي بشري اوربند او د اسراییل له خوا د نیول شویو سیمو د پرېښودلو غوښتنه وکړه.

هغه د رفح بندر د دروازې مخې ته په څرګندونو کې وویل، چې ملګري ملتونه به له مصر سره ګډ کار ته دوام ورکړي چې غزې ته د مرستو د رسیدو بهیر جاري وساتي.

هغه زیاته کړه: "دلته له دې لارې، موږ د دې ټولو د زړه درد او بې رحمۍ لیدلای شو. د دروازې په يوه خوا کې د بندو مرستو د لاريو اوږده ليکه او له بلې خوا د لوږې اوږد سيوري. دا له تراژیدۍ هم بد وضعیت دی. دا یو اخلاقي جنایت دی."

د ګوتریش دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې اسراییل له نړیوال فشار سره مخامخ دی چې غزې ته د نورو بشري مرستو اجازه ورکړي.

دغه سیمه د اسراییل او حماس تر منځ د پنځه میاشتنۍ جګړې له امله ویجاړه شوې ده.

اسراییل، چې د حماس د له منځه وړلو هوډ لري، اندیښمن دی چې حماس به مرستې په خپله ګټه وکاروي او د همدې امله یې له یوې لارې پرته غزې ته نورې ټولې لارې تړلې دي.

اسراییل، د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې رفح ښار ته نږدې د کریم شالوم بندر پرانیسته.

اسراییل د مرستو د رسولو په بهیر کې د خڼډ جوړولو په اړه د مصر او ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو تورونه ردوي او وایي، چې ملګري ملتونه په غزه کې د مرستو په ویشلو کې پاتې راغلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د هند یوې محکمې تر ټاکنو مخکې په یو لوی ایالت کې پر مدرسو بندیز لګولی دی

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۴۹ GMT+۰

په هند کې یوې محکمې د دغه هیواد په یو ترټولو ډیر نفوس لرونکي ایالت کې اسلامي ښوونځي په اساسي ډول بند کړي دي. دغه پریکړه کولای شي ډیری مسلمانان تر عمومي ټاکنو دمخه د لومړي وزیر نریندرا مودي له هندو ملتپاله حکومت څخه لرې کړي.

د جمعې په ورځ د محکمې حکم په اترپردیش ایالت کې د مدرسو اداره کولو په اړه په ۲۰۰۴ کال کې تصویب شوی قانون لغوه کړ او ویې ویل، چې دغه قانون د هند د اساسي قانون د دین او سیاست د جدا پاتې کیدو له موضوع سره په ټکر کې دی.

محکمې امر کړی چې باید ټول طالبان دودیزو ښوونځیو ته ولیږدول شي.
د اله اباد ایالتي سترې محکمې حکم به په ۲۵ زره مدرسو کې ۲.۷ میلیونه طالبان او ۱۰ زره ملایان اغیزمن کړي.

په دغه ایالت کې، چې د ۲۴۰ میلیون نفوس پنځمه برخه یې مسلمان دي، د مدرسو د تعلیمی بورډ مشر افتخار احمد جاوید وايي، چې د محکمې په حکم کې راغلي، چې ایالتي حکومت باید دا تضمین کړي چې د ۶ څخه تر ۱۴ کلونو عمر لرونکې ماشومانو ته خامخا په دودیزو ښوونځیو کې ځای ورکړل شي.

په هند کې د اپریل او جون میاشتو ترمنځ عمومي ټاکنې کیږي او په پراخه کچه تمه کیږي چې د مودي بهارتیا جنتا ګوند (BJP) به دغه ټاکنې وګټي.

مسلمانانو او د بشري حقونو ډلو د دغه ګوند ځینې غړي او د هغوی ملاتړي د اسلام ضد کرکې په پارولو او د مسلمانانو د ملکیتونو پر ویجاړولو تورن کړي دي. خو مودي په هند کې مذهبي تبعیض رد کړی دی.

ایا پر مسکو برید د داعش کار و؟

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۴۰ GMT+۰

یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د امریکا استخباراتي ادارې د داعش هغه ادعا تاییدوي، چې وايي، د مسکو په څنډه کې یې د کنسرت په یوه تالار کې وژونکی برید دوی کړی دی. خو روسي چارواکو د داعش پر دې ادعا شک ښودلی دی.

د روسیې حکومت تر اوسه دا نه ده تایید کړې، چې د مسکو په څنډه کې د برید اصلي عامل داعش دی.

په غربي رسنیو کې د داعش له خوا په خپره شوې اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې د داعش کومې څانګې دغه عملیات تنظیم کړي دي. خو د رویټرز له خوا په یوه تحلیل کې ویل شوي، چې ممکن دا برید د داعش خراسان څانګې کړی وي.

د داعش خراسان څانګه څه ده؟

د خراسان اسلامي دولت (ISIS-K)، یا د داعش خراسان د ۲۰۱۴ په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې راڅرګند شو او په چټکۍ سره یې د "" ډېر تاوتریخوالي" له مخې شهرت ترلاسه کړ.

د داعش خراسان د "سخت وحشت" یوه ښکاره بېلګه د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۹ مه په زابل ولایت کې چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې موقعیت لري، د یو شمېر هزاره ګانو یرغمل نیول او بیا د شکریه تبسم په نوم د یوې ۹ کلنې ماشومې په ګډون د اوو تنو سرونه پرې کول وو.

داعش خراسان چې یو وخت په افغانستان کې د خپل واک او تاوتریخوالي په اوج کې و، له ۲۰۱۸ کال راهیسې په تدریجي ډول خپل غړي له لاسه ورکړل او د بریدونو شدت یې کم شوو.

د رویټرز د یو راپور له مخې، هغه وخت طالبانو او امریکايي ځواکونو داعش ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د امریکا حکومت ویلي، چې د داعش خراسان څانګې په ګډون په افغانستان کې د افراطي ډلو په اړه د معلوماتو د راټولولو وړتیا یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له دغه هېواده د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته کمه شوې ده.

هغه بریدونه چې د داعش خراسان کړي دي

د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې او بهر په جوماتونو، سپورتي مرکزونو، تعلیمي مرکزونو او غونډو په ګډون د وژونکو بریدونو تاریخ لري.

په افغانستان کې د داعش له خوا تر ټولو خونړی برید د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶ د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د تخیلې په عملیاتو کې د دغې ډلې له خوا ځانمرګی برید و، چې شاوخوا ۱۷۰ افغان اتباع او ۱۳ امریکايي پوځیان پکې ووژل شول.

د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې داعش خراسان په کابل کې د روسیې پر سفارت د یوه وژونکي ځانمرګي برید مسوولیت منلی و. په هغه برید کې د روسیې د سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۱۰ تنه نور ټپیان شول.

له افغانستانه بهر د داعش یو له خونړیو بریدونو څخه د ایران په کرمان ښار کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې د دې ډلې دوه پرلپسې چاودنې وې، چې شاوخوا سل تنه یې ووژل.

د دې میاشتې په پیل کې په منځني ختیځ کې یوه جګپوړي امریکايي جنرال ویلي و، چې داعش خراسان له افغانستانه بهر "له شپږو میاشتو کمه موده کې او پرته له کوم خبرداری" پر امریکايي او غربي ګټو برید کولای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د جمعې د ماښام د برید په اړه ویلي، چې دوی دوه اونۍ وړاندې روسیې ته د احتمالي برید خبرداری ورکړی و.

خو د مسکو په برید کې د اوکراین د لاس نه لرلو په اړه د سپینې ماڼۍ د ویاند څرګندونو د روسیې د چارواکو له منفي غبرګون سره مخ شوې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي: "سپینه ماڼۍ داسې نښې نه ویني چې د مسکو په تروریستي برید کې اوکراین یا اوکراینیان لاس ولري."

هغې وپوښتل: "د تراژیدۍ په منځ کې د واشنګټن چارواکي څنګه دې نتیجې ته رسیږي چې یو څوک بې ګناه دی؟"

هغې وویل، که واشنګټن معلومات لري، باید شریک یې کړي او که معلومات نه لري، باید په دې ډول تبصره ونه کړي.

داعش خراسان ولې په روسیه برید کوي؟

په داسې حال کې، چې د مسکو په څنډه کې په یوه لوی کنسرټ کې د داعش د جمعې د ماښام برید د دغې ډلې د کړنو شدت ښيي، کارپوهان وايي، چې داعش په وروستیو کلونو کې تل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مخالفت ښودلی دی.

په واشنگټن کې د سوفان په نوم د یوې څیړنډلې غړی کالین کلارک وویل، «داعش خراسان له تیرو دوو کلونو راهیسې په روسیه تمرکز کړی او په خپلو پروپاګندو کې یې څو ځله پر پوتین نیوکې کړې دي.

په واشنګټن کې د ویلسن مرکز عوي مایکل کوګلمن هم وویل چې "داعش خراسان روسیه په هغو کړنو کې شریکه ګڼي، چې په منظم ډول مسلمانان پکې ځپل کېږي."

هغه زیاته کړه چې دا ډله د منځنۍ اسیا یو شمیر هغه وسله وال هم خپل غړي ګڼي چې له مسکو ناراض دي.

پوتین: مسکو ښار ته څېرمه په "قتل عام" کې ښکېل ټول کسان به مجازات شي

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۳۷ GMT+۰

د روسیې ولسمشر وايي، مسکو ته څېرمه په «ترهګریز» برید کې ښکیل ټول کسان به وپیژندل او سزا به ور کړل شي. ولادیمیر پوتین زیاتوي، د کروکوس کنسرټ پر تالار د برید عاملانو اوکراین ته د تېشتې هڅه کوله. داعش د دې برید مسوولیت منلی، چې ویل کېږي ۱۴۳ کسان پکې وژل شوي او تر ۱۴۰ ټپیان دي.

د روسیې ولسمشر د دې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره سبا ملي ماتم اعلان کړ.

ولادیمیر پوتین د مسکو له وژونکي برید یوه ورځ وروسته نن په یوه تلویزیوني وینا کې راڅرګند شو او ویې ویل اړینه ده چې د کروکوس د "قتل عام " تر شا د عاملینو د نويو جرمونو مخه ونیول شي.

هغه ټینګار وکړ چې اوس د روسیې ګډه دنده دا ده چې متحده اوسي.

هغه زیاته کړه چې هېڅوک د روسیې د اتباعو یووالی ګډوډولی نه شي.

د ښاغلي پوتین په وینا روسیه تل په ډېرو سختو ازموینو کې پیاوړې شوې او اوس به هم همداسې کیږي.

د ښاغلي پوتين د وينا سره هممهاله د روسيې دولتي رسنيو خبر ورکړ، چې په مسکو کې د بريد له امله د وژل شويو کسانو شمېر ١٤٣ تنو ته لوړ شوى دى.

پوتین په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل چې هېڅوک نشي کولای په روسیه کې د نفاق او ترهګرۍ زهرجن تخم وکري.

هغه د خپل هېواد له خلکو سره ژمنه وکړه چې د تحقیقاتو کمیټه او د روسیې د استخباراتو اداره به د دغه برید د ټولو جزییاتو د معلومولو او د هغې د عاملینو د نیولو لپاره پوره هڅه وکړي.

د پاکستان ولسمشر: له ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړو، خو پر ملي حاکمیت سودا نشو کولی

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر وايي، اسلام اباد له ټولو ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړي، خو د خپل ملي حاکمیت پر سر له چا سره سودا هم نشي کولی. اصف علي زرداري وايي، پاکستان سوله پال او مسوول اټومي هېواد دی، خو د بې ثابته کولو لپاره یې د یوې ډلې ترهګریزې هڅې هم نشي زعملی.

ښاغلي زرداري نن دا خبرې د مارچ پر ۲۳ د یوم پاکستان یا د پاکستان ورځ په نوم غونډې ته په وینا کې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه به د دغه هېواد د سولې او ټیکاو دوښمنانو ته غاښ ماتی ځواب ور کړي.

که څه هم اصف علي زرداري په خپلو خبرو کې د کوم هېواد نوم نه واخیست، خو د دغه هېواد چارواکي افغان طالبان د پاکستان ضد وسلوالو ته د پټنځو په ور کولو تورنوي.

د پاکستان پوځ تېره دوشنبه د پکتیکا پر برمل او د خوست پر سپېره ولسوالۍ بمبار سره ادعا وکړه چې د ټي ټي پي غړي یې په نښه کړي دي.

طالبانو د اسلام اباد د دې ادعا په ردولو سره وویل، چې په بمبار کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت هم د پاکستان دغو بریدونو ته په ځواب کې د پکتیا له ډنډپټان سره پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه کړې.

د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د اسلام اباد دا ادعا ردوي چې د پاکستان پرضد له افغان خاورې ګټه اخلي او زیاتوي چې دا ډله په پاکستان کې تر خپل واک لاندې ځمکه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي.

امریکا د حوثیانو څلور بې پیلوټه الوتکې ویجاړې او د هغوی ګودامونه یې په نښه کړل

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۰

د امریکا مرکزي قومندانۍ وايي، د دوی ځواکونو د دې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې د یمن د حوثي یاغیانو څلور بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې دي. سنټکام نن په خپل اېکس کې هم لیکلي، چې دوی د حوثيانو د تجهیزاتو درې تر ځمکې لاندې ګودامونه په نښه کړي دي.

دغه مرکز ویلي، چې د جمعې په ورځ د امریکا د مرکزي قومندانۍ ځواکونو له ځانه د دفاع لپاره په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څلور بې پیلوټه الوتکې په بریالیتوب سره ویجاړې کړې.

سنټکام زیاته کړه، چې په دې موده کې "حوثي ترهګرو چې د ایران لخوا یې ملاتړ کیږي" څلور د کښتۍ ضد بالستیک توغندي د دوی تر کنټرول لاندې سیمو څخه د سور سمندرګي په لور وتوغول، مګر امریکایي، ایتلافي یا سوداګریزو کښتیو ته د ډول تلفاتو یا د زیان راپور نه دی خپور شوی.

د سنټکام د بیان له مخې، د حوثیانو غیرقانوني بریدونو تر دې دمه درې سیلانیان وژلي او یوه سوداګریزه کښتۍ یې ډوبه کړې، چې په قانوني توګه له سور سمندر ګي تیریده.

دغه راز دغو بریدونو یمن ته د بشردوستانه مرستو مخه نیولې، د منځني ختیځ اقتصاد یې زیانمن کړی او چاپیریال یې زیانمن کړی دی.

د حوثیانو قومندان محمد علي الحوثي تر دې مخکې ویلي وو، چې متحده ایالاتو او برتانیا د حدیده په هغه سیمه چې د یمن اصلي بندر موقعیت لري، پنځه بریدونه کړي دي.

په غزه کې د روانې جګړې له پیل سره سم حوثیانو په سور سمندرګي کې خپل بریدونه زیات کړي او ویلي یې دي چې دوی دغه بریدونه په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون په موخه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایلو استازي ګیلاد اردان تر دې مخکې هم د ایران حکومت غندلی و او ویلي یې وو: "څوک چې د حماس، حزب الله او حوثیانو ملاتړ کوي هغه لاسپوڅی بادار ایران دی."

پر حوثي یاغیانو د سنټکام وروستی برید وروسته له هغه وشو چې جنرال مایکل ایریک کوریلا د ولسي جرګې د وسله والو ځواکونو د کمیټې په استماعیه غونډه کې یو ځل بیا په سیمه کې له نیابتي ځواکونو د ایران پراخ ملاتړ ته اشاره وکړه.

هغه وویل چې په سور سمندرګي کې پر امریکايي جنګي بېړیو او نړیوالو بېړیو باندې د حوثیانو بریدونه او همدارنګه په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو د اسلامي دولت د متحدو ملیشو بریدونه د ایران د ګواښ مستقیمه پایله ده چې په تدریجي ډول مخ په وړاندې ځي.

دغه جګپوړي امریکايي جنرال وویل، چې د فبرورۍ په لومړیو کې په منځني ختیځ کې پر ایراني نیابتی ځواکونو د امریکا بریدونو په عراق او سوریه کې د ملېشو ډلې په امریکايي ځواکونو د برید مخه ونیوله، خو په یمن کې د حوثي یاغیانو پر وړاندې اغېزمن نه وو.

په سیمه کې د نړیوال بار وړلو له ګډوډۍ وروسته ، د بار وړلو شرکتونه دې ته اړ شوي چې خپلې کښتۍ د سویلي افریقا له لارې اوږدې او خورا ګرانې لارې ته ورسوي.