• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین: مسکو ښار ته څېرمه په "قتل عام" کې ښکېل ټول کسان به مجازات شي

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۱۲ GMT+۰

د روسیې ولسمشر وايي، مسکو ته څېرمه په «ترهګریز» برید کې ښکیل ټول کسان به وپیژندل او سزا به ور کړل شي. ولادیمیر پوتین زیاتوي، د کروکوس کنسرټ پر تالار د برید عاملانو اوکراین ته د تېشتې هڅه کوله. داعش د دې برید مسوولیت منلی، چې ویل کېږي ۱۴۳ کسان پکې وژل شوي او تر ۱۴۰ ټپیان دي.

د روسیې ولسمشر د دې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره سبا ملي ماتم اعلان کړ.

ولادیمیر پوتین د مسکو له وژونکي برید یوه ورځ وروسته نن په یوه تلویزیوني وینا کې راڅرګند شو او ویې ویل اړینه ده چې د کروکوس د "قتل عام " تر شا د عاملینو د نويو جرمونو مخه ونیول شي.

هغه ټینګار وکړ چې اوس د روسیې ګډه دنده دا ده چې متحده اوسي.

هغه زیاته کړه چې هېڅوک د روسیې د اتباعو یووالی ګډوډولی نه شي.

د ښاغلي پوتین په وینا روسیه تل په ډېرو سختو ازموینو کې پیاوړې شوې او اوس به هم همداسې کیږي.

د ښاغلي پوتين د وينا سره هممهاله د روسيې دولتي رسنيو خبر ورکړ، چې په مسکو کې د بريد له امله د وژل شويو کسانو شمېر ١٤٣ تنو ته لوړ شوى دى.

پوتین په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل چې هېڅوک نشي کولای په روسیه کې د نفاق او ترهګرۍ زهرجن تخم وکري.

هغه د خپل هېواد له خلکو سره ژمنه وکړه چې د تحقیقاتو کمیټه او د روسیې د استخباراتو اداره به د دغه برید د ټولو جزییاتو د معلومولو او د هغې د عاملینو د نیولو لپاره پوره هڅه وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان ولسمشر: له ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړو، خو پر ملي حاکمیت سودا نشو کولی

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر وايي، اسلام اباد له ټولو ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړي، خو د خپل ملي حاکمیت پر سر له چا سره سودا هم نشي کولی. اصف علي زرداري وايي، پاکستان سوله پال او مسوول اټومي هېواد دی، خو د بې ثابته کولو لپاره یې د یوې ډلې ترهګریزې هڅې هم نشي زعملی.

ښاغلي زرداري نن دا خبرې د مارچ پر ۲۳ د یوم پاکستان یا د پاکستان ورځ په نوم غونډې ته په وینا کې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه به د دغه هېواد د سولې او ټیکاو دوښمنانو ته غاښ ماتی ځواب ور کړي.

که څه هم اصف علي زرداري په خپلو خبرو کې د کوم هېواد نوم نه واخیست، خو د دغه هېواد چارواکي افغان طالبان د پاکستان ضد وسلوالو ته د پټنځو په ور کولو تورنوي.

د پاکستان پوځ تېره دوشنبه د پکتیکا پر برمل او د خوست پر سپېره ولسوالۍ بمبار سره ادعا وکړه چې د ټي ټي پي غړي یې په نښه کړي دي.

طالبانو د اسلام اباد د دې ادعا په ردولو سره وویل، چې په بمبار کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت هم د پاکستان دغو بریدونو ته په ځواب کې د پکتیا له ډنډپټان سره پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه کړې.

د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د اسلام اباد دا ادعا ردوي چې د پاکستان پرضد له افغان خاورې ګټه اخلي او زیاتوي چې دا ډله په پاکستان کې تر خپل واک لاندې ځمکه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي.

امریکا د حوثیانو څلور بې پیلوټه الوتکې ویجاړې او د هغوی ګودامونه یې په نښه کړل

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۰

د امریکا مرکزي قومندانۍ وايي، د دوی ځواکونو د دې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې د یمن د حوثي یاغیانو څلور بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې دي. سنټکام نن په خپل اېکس کې هم لیکلي، چې دوی د حوثيانو د تجهیزاتو درې تر ځمکې لاندې ګودامونه په نښه کړي دي.

دغه مرکز ویلي، چې د جمعې په ورځ د امریکا د مرکزي قومندانۍ ځواکونو له ځانه د دفاع لپاره په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څلور بې پیلوټه الوتکې په بریالیتوب سره ویجاړې کړې.

سنټکام زیاته کړه، چې په دې موده کې "حوثي ترهګرو چې د ایران لخوا یې ملاتړ کیږي" څلور د کښتۍ ضد بالستیک توغندي د دوی تر کنټرول لاندې سیمو څخه د سور سمندرګي په لور وتوغول، مګر امریکایي، ایتلافي یا سوداګریزو کښتیو ته د ډول تلفاتو یا د زیان راپور نه دی خپور شوی.

د سنټکام د بیان له مخې، د حوثیانو غیرقانوني بریدونو تر دې دمه درې سیلانیان وژلي او یوه سوداګریزه کښتۍ یې ډوبه کړې، چې په قانوني توګه له سور سمندر ګي تیریده.

دغه راز دغو بریدونو یمن ته د بشردوستانه مرستو مخه نیولې، د منځني ختیځ اقتصاد یې زیانمن کړی او چاپیریال یې زیانمن کړی دی.

د حوثیانو قومندان محمد علي الحوثي تر دې مخکې ویلي وو، چې متحده ایالاتو او برتانیا د حدیده په هغه سیمه چې د یمن اصلي بندر موقعیت لري، پنځه بریدونه کړي دي.

په غزه کې د روانې جګړې له پیل سره سم حوثیانو په سور سمندرګي کې خپل بریدونه زیات کړي او ویلي یې دي چې دوی دغه بریدونه په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون په موخه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایلو استازي ګیلاد اردان تر دې مخکې هم د ایران حکومت غندلی و او ویلي یې وو: "څوک چې د حماس، حزب الله او حوثیانو ملاتړ کوي هغه لاسپوڅی بادار ایران دی."

پر حوثي یاغیانو د سنټکام وروستی برید وروسته له هغه وشو چې جنرال مایکل ایریک کوریلا د ولسي جرګې د وسله والو ځواکونو د کمیټې په استماعیه غونډه کې یو ځل بیا په سیمه کې له نیابتي ځواکونو د ایران پراخ ملاتړ ته اشاره وکړه.

هغه وویل چې په سور سمندرګي کې پر امریکايي جنګي بېړیو او نړیوالو بېړیو باندې د حوثیانو بریدونه او همدارنګه په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو د اسلامي دولت د متحدو ملیشو بریدونه د ایران د ګواښ مستقیمه پایله ده چې په تدریجي ډول مخ په وړاندې ځي.

دغه جګپوړي امریکايي جنرال وویل، چې د فبرورۍ په لومړیو کې په منځني ختیځ کې پر ایراني نیابتی ځواکونو د امریکا بریدونو په عراق او سوریه کې د ملېشو ډلې په امریکايي ځواکونو د برید مخه ونیوله، خو په یمن کې د حوثي یاغیانو پر وړاندې اغېزمن نه وو.

په سیمه کې د نړیوال بار وړلو له ګډوډۍ وروسته ، د بار وړلو شرکتونه دې ته اړ شوي چې خپلې کښتۍ د سویلي افریقا له لارې اوږدې او خورا ګرانې لارې ته ورسوي.

د مسکو برید؛ د پاکستان لومړي وزیر وغانده، د وژل شویو شمېر ۱۴۳ ته ورسېد

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۱۵ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مسکو برید غندلی او یو وحشیانه عمل یې بللی دی. د روسیې دولتي رسنۍ وايي، تر دې دمه د مسکو څنډه کې پر کنسرټ د پروني برید د وژل شویو شمېر ۱۴۳ او د ټپیانو ۱۴۰ ته رسېدلی. داعش د دغه برید مسوولیت منلی او د ښکېلو ۴ کسانو انځورونه یې هم خپاره کړي دي.

بلخوا کرملین اعلان وکړ، چې د مسکو په څنډه کې په یوه کنسرت باندې د برید په تړاو د څلورو "ترهګرو" په ګډون ۱۱ تنه نیول شوي دي.

د کرملین د خبر له مخې د روسیې د امنیتي خدماتو رییس الکساندر بورتنیکوف د دغو کسانو د نیول کېدو راپور ولادیمیر پوتین ته سپارلی دی.

د شنبې په ورځ روسي رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې کړې، چې په کې د دغه هېواد خلک د طبي مرکزونو مخې ته په کتار کې لیدل کېږي، چې د مسکو په څنډه کې د برید ټپیانو ته وینه ورکړي.

که څه هم داعش د دې برید مسوولیت منلی، خو مسکو لا په دې تړاو پر کومه ډله تور نه دی پورې کړی.

داعش ته نږدې اعماق رسنۍ نن د هغو څلورو کسانو انځورونه هم خپاره کړي، چې په دې برید کې یې ښکېل بولي.

د قزاقستان تدابیر

د مسکو له برید وروسته د قزاقستان ولسمشر د امنیتي تدابیرو د ټینګولو امر صادر کړ.
قاسم جومارت توکایف په مسکو کې له خونړي برید وروسته په خپل هېواد کې د امنیتي تدابیرو پر ټینګولو سربېره له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له نورو هېوادونو سره د همکارۍ د زیاتولو امر وکړ.

مسکو ته څېرمه د کنسرت پر یو تالار برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې اعلان کړی، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د مسکو په څنډه کې د کروکوس د کنسرت پر تالار د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دغه برید یو ترهګریز عمل بللی دی.

د پوتین ویاند دیمیتری پسکوف ویلي، چې پوتین د برید په لومړیو شیبو کې له دغه برید خبر شوی و.

د روسیې د بیړنیو چارو چارواکو ویلي، چې د کنسرت د تالار له زیرزمینۍ څخه لږ تر لږه ۱۰۰کسان ژغورل شوي دي.

خو د روسیې د خبري اژانسونو د راپور له مخې، خلک لا هم د ودانۍ په چت کې بند پاتې دي.

د روسیې د رسمي خبري اژانس، تاس، په وینا، د کروکوس ښار په تالار کې د اور لګیدنې د کنټرولول له پاره یوه چورلکه استول شوې ده.

د صحنې څخه انځورونه په دغه ودانۍ کې لوګي او اورلګیدنه ښیې.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې، په مسکو کې د متحده ایالاتو سفارت په دغه ښار کې د کنسرت د تالار په څیر پر لویو غونډو "افراطي ډلو د بریدونو" په اړه یو امنیتي خبرداری خپور کړی و.

تر اوسه کومې ډلې د مسکو په څنډه کې د دغې خونړي برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

نتانیاهو: که امریکا پر رفح ښار له برید سره مخالفت وکړي، موږ به یې په یوازې سر ترسره کړو

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، چې که چیرې واشنګټن د غزې پر رفح ښار د برید مخالفت وکړي، اسراییل چمتو دی چې «په یوازې سر دا کار وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې له نتانیاهو سره دوه په دوه کتلي، هغه څه چې د امریکا او اسراییل په ۷۵ کلنو اړیکو کې ډیر نه دي پیښ شوي.

نتانیاهو ویلې، چې بلینکن سره په خبرو کې یې د حماس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د متحده ایالاتو د ملاتړ ستاینه کړې.

نتانیاهو په یوه ویډیویي وینا کې وايي: «ما دا هم وویل چې موږ رفح ته له تلو او هلته د پاتې کنډکونو له منځه وړلو پرته د حماس د ماتولو لپاره بله هېڅ لاره نه لرو. او دا مې هم ورته وویل چې زه هیله لرم چې موږ به دا د متحده ایالاتو په ملاتړ ترسره کړو، خو که اړتیا شوه دا کار به یوازې هم وکړو.»

اسراييل وايي، رفح د حماس وسله والو وروستۍ اډه ده، او پلان لري چې په دغه ښار له برید مخکې ټول ملکي وګړي له سيمې وباسي. خو واشنګټن وايي، چې ځمکنی برید به یوه "غلطي" وي او د غزې بې ځایه شویو ته به ډېر زیان ورسوي.

متحده ایالات، له ۱۹۴۸ کال راهیسې د اسراییل تر ټولو نږدې متحد دی، چې هر کال ورسره میلیاردونه ډالر پوځي مرسته کوي او په منظمه توګه د اسراییلو د ګټو د ساتنې لپاره خپل ډیپلوماټیک ځواک کاروي.