• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتانیاهو: که امریکا پر رفح ښار له برید سره مخالفت وکړي، موږ به یې په یوازې سر ترسره کړو

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، چې که چیرې واشنګټن د غزې پر رفح ښار د برید مخالفت وکړي، اسراییل چمتو دی چې «په یوازې سر دا کار وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې له نتانیاهو سره دوه په دوه کتلي، هغه څه چې د امریکا او اسراییل په ۷۵ کلنو اړیکو کې ډیر نه دي پیښ شوي.

نتانیاهو ویلې، چې بلینکن سره په خبرو کې یې د حماس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د متحده ایالاتو د ملاتړ ستاینه کړې.

نتانیاهو په یوه ویډیویي وینا کې وايي: «ما دا هم وویل چې موږ رفح ته له تلو او هلته د پاتې کنډکونو له منځه وړلو پرته د حماس د ماتولو لپاره بله هېڅ لاره نه لرو. او دا مې هم ورته وویل چې زه هیله لرم چې موږ به دا د متحده ایالاتو په ملاتړ ترسره کړو، خو که اړتیا شوه دا کار به یوازې هم وکړو.»

اسراييل وايي، رفح د حماس وسله والو وروستۍ اډه ده، او پلان لري چې په دغه ښار له برید مخکې ټول ملکي وګړي له سيمې وباسي. خو واشنګټن وايي، چې ځمکنی برید به یوه "غلطي" وي او د غزې بې ځایه شویو ته به ډېر زیان ورسوي.

متحده ایالات، له ۱۹۴۸ کال راهیسې د اسراییل تر ټولو نږدې متحد دی، چې هر کال ورسره میلیاردونه ډالر پوځي مرسته کوي او په منظمه توګه د اسراییلو د ګټو د ساتنې لپاره خپل ډیپلوماټیک ځواک کاروي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

روسیه وايي په "ځوابي بریدونو" کې یې د اوکراین پوځ، فابریکې او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۰

روسیې د جمعې په ورځ ویلي، چې د دغه هیواد پر سرحدي سیمو د اوکراین د بریدنو په غبرګون کې یې د ځمکې، سمندري او هوا څخه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر مټ پر اوکراین پراخ بریدونه کړی دي.

د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی ځواکونو په اوکراین کې په بریالیتوب سره د بریښنا یو شمیر تاسیسات، د اورګاډي پټلۍ، پوځي فابریکې، د مهماتو ډیپوګانې او د اوکرایني سرتیرو مرکزونه په نښه کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "د بریدونو په پایله کې د وسلو، پوځي تجهیزاتو او مهماتو د تولید او ترمیم د فابریکو په کار خڼډونه رامنځ ته شوي دي. "

اعلامیه زیاتوي: "سربیره پردې، بهرني پوځي تجهیزات او وژونکي وسلې چې د ناټو غړو هیوادونو له خوا اوکراین ته لیږدول شوي هم په دغو بریدونو کې ویجاړې شوې دي، لومړۍ کرښې ته د دښمن اکمالات ګډوډ شوي دي. په دغو بریدونو کې د اوکراین ځواکونه او د هغوی ملاتړي هم لګیدلې دي."

کییف وايي، چې د روسیې وروستي بریدونه د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین د انرژي پر تاسیساتو ترټولو پراخ بریدونه وو، چې په پایله کې یې یو لوی د بریښنا بند په نښه شوی او لږترلږه پنځه کسان په کې وژل شوي دي. د بریښنا د بند د ویجاړیدو له امله تر یو میلیون څخه ډیر کسان له بریښنا بې برخې شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د جمعې ورځې بریدونه د هغو ۴۹ انتقامي بریدونو یوه برخه ده، چې د مارچ له ۱۶مې نیټې راهیسې په روسیې د اوکراین د توغندي بریدونو او د روسیې خاورې ته د اوکراینې ځواکونو د ننوتلو د هڅې په غبرګون کې ترسره شوي دي.

دا د روسیې بیلګراد سیمې ته اشاره ده چې د اوکرایین تر سختو بریدونو لاندې راغلې او اوکراینې ځواکونو په دې سیمه کې هڅه کړې وه چې د روسیې خاورې ته ننوځي او ځینې سیمې ونیسي.

د پاکستان مالیې وزیر: راتلونکې میاشت د پیسو نړیوال صندوق سره د پور پر تمدید خبرې کوو

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۰

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب د جمعې په ورځ وویل، چې هیواد به یې راتلونکې میاشت په واشنګټن کې د پیسو نړیوال صندوق سره د پور ورکولو د غځیدو په اړه په داسې حال کې خبرې وکړي، چې دغه هیواد د پراخ اقتصادي ناورین د کمولو په لټه کې دی.

له نړیوال پور ورکوونکي سره د پاکستان د ۳ میلیارد ډالرو د نغدو پیسو پور موده د اپریل په ۱۱ مه پای ته رسیږي او دواړه خواوې د دې اونۍ په پیل کې د ۱.۱ میلیارد ډالرو وروستي قسط د ورکولو په اړه موافقې ته ورسیدل.

ښاغلي اورنګزیب رسنیو سره په خبرو کې ویلي: "موږ د پیسو نړیوال صندوق له خوا د نور پور د ورکړې په اړه خپله ډیره لیوالتیا څرګنده کړې ده، مګر د هغو پیسو اندازه چې پاکستان ته د دغه صندوق له خوا په پور ورکول کیږي لاهم روښانه نه دي."

نوموړی وايي، چې متحده ایالاتو هم په دې موضوع کې "ډیره مرسته" کړې ده.

لومړي وزیر شهباز شریف په ټاکنو کې د درغلیو له تورونو وروسته د دوهمې دورې لپاره د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه او له هغه وروسته یې خپل مالي ټیم ته لارښوونه وکړه چې له پیسو نړیوال صندوق څخه د پورونو د تمید لپاره کار پیل کړي.

هغه د پنجشنبې په ورځ ویلي چې دا شونې نه ده چې د پیسو نړیوال صندوق دې پاکستان ته اوږدمهال پورونه ورکړي.

د پیسو نړیوال صندوق ویلي، چې د پاکستان د نوي اقتصادي پلان د جوړولو په لړ کې دغه هیواد ته نور پورونه هم ورکوي.

د نړیوالو پور ورکونکي یوې ژغورنې کڅوړې تیر کال له پاکستان سره مرسته وکړه چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې پور ترلاسه کړي.

د نړیوال صندوق د پورونو د ترلاسه کولو لپاره باید پاکستان په خپله بودیجه بیا کتنه وکړي او د سود نرخونه، مالیات، د بریښنا او ګاز نرخونه لوړ کړي.

په زاهدان کې د سنیانو ملا امام: که ښځو ته موقع ور کړل شي دوی هېواد جوړوي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د زاهدان د اهل سنتو مشهور امام عبدالحمید اسماعیل زهي د جمعې د لمانځه په خطبه کې وویل، که د ایران چارواکي د ایران په خلکو په تیره بیا میرمنو باندې اعتماد وکړي او هغوی ته موقع ور کړي نو په اسانۍ به د دغه هیواد د امنیت د ټینګولو زمینه برابره کړي او ایران به په ګلستان بدل کړي.

زاهدان دې عالم ته په اشارې سره، چې په هېواد کې فساد د بیت المال او ملي سرمایه په نښه کړې ، د دغو فسادونو شتون خطرناک وباله او ویې ویل، چې د هېواد د مشکلاتو ریښه په همدې فساد کې ده او د دې سبب ګرځي، چې ټولو خلکو لپاره هیڅ شی پاتې نشي.

عبدالحمید اسماعیل زهي د نن ورځې د جمعې د لمانځه په خطبو کې د دې موضوع د راپورته کېدو لامل یاد نه کړ، خو داسې ښکاري چې د دې موضوع څرګندونې د تهران د جمعې د امام کاظم صدیقي د ځمکو د غصب د اسنادو له افشا کېدو سره تړاو لري.

مولوي عبدالحمید د خپلو خطبو په یوه برخه کې د ایران اقتصادي کړکیچ ته په اشارې سره له ټولو وغوښتل، چې له هغو خلکو سره چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او همداسې د بندیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د سیستان او بلوچستان ولایت له خلکو په ځانګړي ډول د تېلو له موټر چلوونکو وغوښتل، چې ترافيکي اصول مراعات کړي او د خپل او نورو هېوادوالو د ژوند د ژغورلو په موخه له حد څخه ډېر تېز موټر ونه چلوي.

عبدالحمید دې ته په اشارې سره چې د سیستان او بلوچستان له سیلاب ځپلو سره د مختلفو ښارونو خلکو مرستې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د ایران خلک له یو بل سره مینه لري او دغه کار د خلکو د روښانه راتلونکي ژمنه کوي.

اسماعیل زهي د کپ په ۲۵مه د جمعې د لمانځه په خطبو کې د ایران له ملت څخه مننه وکړه، چې د سیستان او بلوچستان ولایت په جنوب کې یې د سیلاب ځپلو خلکو ته پاملرنه کړې ده.

نوموړي همدا راز د کپ په ۱۱ مه د جمعې د لمانځه په خطبو کې وويل، چې د هېواد اداره نه ده توانېدلې، چې د سېلاب د مخنيوي لپاره پلان او بنسټونه برابر کړي.

شهباز شریف: ریکوډک پروژه به بلوچستان او سیمه بدل کړي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر وایي، د دغه هېواد بلوچستان کې ریکوډک پروژه به د دې صوبې او سیمې د پرمختګ په برخه کې لوبه بدله کړي. ریکوډک پروژه د بلوچستان په چاغي ضلعه کې د سرو او مسو د اېستلو پروژه ده او د بیرک ګولډ په نوم یو بهرنی شرکت یې پلي کول غواړی.

شهباز شریف د جمعې په ورځ د دې شرکت له مشر مارک برسټو په مشرۍ پلاوي سره لیدنه کې دا پروژه د صوبې د پرمختګ او د خلکو د خوشالۍ نوی پړاو وباله.

ښاغلي شریف دا هم وویل چې د بلوچستان له کانونو د پوره ګټې اخیستو لپاره د ټرانسپورټ په تېره د پټلیو جوړول هم اړین دي.

په دې کتنه کې د بیرک ګولډ شرکت مشرانو ویلي چې د دې پروژې د پلي کولو لومړنۍ چارې به د دې کار تر پایه بشپړې شي.

دوی دا هم ویلي چې پروژه کې ځايي خلکو ته لومړیتوب ور کوي او په دې برخه کې یې تر اوسه سل کسان په تخنیکي برخه کې روزلي دي.

ریکوډک له ایران او افغانستان سره پر پوله د بلوچستان چاغي کې د مسو او سرو د اېستلو لویه پروژه ده.

له ریکوډک سره نږدې سینک پروژه ده چې له مخې یې چینايي کمپنۍ له ډېرې مودې راهیسې مس او سره باسي.

پر مس او سرو سربېره نور کانونه هم لري، خو په دغه صوبه کې د بلوڅ ازادیپالو تاوتریخوالی یې د پلي کېدو خنډ دي.

د پاکستان د نوي حکومت ستونزې

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

پاکستان ته د تیرو څو کلونو نه د ورپ یښ بحران بیل بیل اړخونه د بحث موضوع ګرځیدلي دي.

د دې کال فرورۍ میاشت کې په دغه هیواد کې د ټول ټاکنو په نتیجه کې د جوړ حکومت پر ستونزو غږیدل ځکه اړین دي چې د پاکستان ولسونه او د پاکستان بین المللي دوستان په دې طمع وو چې ټول ټاکنې به څه نه څه سیاسي ثبات منځ ته راولي چې له مخې یې د دغه مملکت اقتصادي بحران ته د پاي ټکي کیښودو اساسي شرط و.

په ۲۰۲۱ میلادي کال د پخواني لومړی وزیر عمران خان حکومت په پارلمان کې د رایو په اکثریت د باور د سلبیدو له امله له منځه لاړ او د پارلمان پاتې موده کې د پاکستان د حکومت چارې د اساسی قانون د موادو سره سم د اپوزیسیون ګوندونو په لاس کې واخستې.

عمران خان دغه بدلون قبول نه کړ او په امریکا او په خپل پخواني مربي یعنې د پاکستان د پوځ په لوی درستیز جنرال قمر باجوه یې د هغه د حکومت په ضد د دسیسو تورونه پورې کړل.

دې سره پاکستان د یوه بې ساري ژور سیاسي انقطاب یا تقابل سره مخامخ شو، په ټولنه کې د سیاسي ګوندونو تر منځ د ښکاره وجود درلودلو سره سره یې په دولتی دستګاه کې هم نفوذ وکړ، تر دې چې دا په عالي قضا او حتا په پوځ هم بې اغیزې نه و.

عمران خان پرله پسې د ټول ټاکنو غوښتنه کوله، خو د پاکستان د پوځ له مشرتابه سره دشدیدو اختلافاتو په وجه عمران خان خپله او د هغه د ګوند تحریک انصاف ډیر غړي د فساد او بغاوت په تور بندیان شول او بلآخره د فرورۍ میاشتې په اتمه ټول ټاکنې وشوې.

له ټولو قیوداتو او دولتي خنډونو سره سره د عمران خان ګوند د پښتونخوا په اسمبلۍ «ولسی جرګه» کې قاطع اکثریت تر لاسه کړ، په پنجاب کې د نواز شریف مسلم لیګ اکثریت تر لاسه کړ، په سند او بلوچستان کې د اصف علي زرداري ګوند یعنی پیپلز پارټي(د خلکو ګوند) چوکۍ زیاتې وې، نو هغلته د پیپلز پارټۍ حکومتونه جوړ شول.

په مرکزی اسمبلۍ کې د عمران خان تر ټولو زیاتې چوکۍ تر لاسه کړې، خو بیا هم شمیره یې دومره نه وه، چې دوی په یوازې ځان حکومت جوړ کړي.

عمران خان له کوم بل ګوند سره د ایتلاف جوړولو ته اماده نه وو، نو د پیپلز ګوند او ځینې نورو وړو ګوندونو په مرسته د نواز شریف کشر ورور شهباز شریف دپاکستان لومړی وزیر او د پیپلز ګوند مشر اصف زرداري جمهور رییس انتخاب شو.

دا خبره ټولو ته جوته ده چې د اوسني حکومت په جوړولو کې د پاکستان د پوځ مشرتابه مهم نقش لوبولی دی او د مالیې او د داخله چارو وزیران د واکمنو ګوندونو پر ځای د جنرالانو له خوا ټاکل شوي دي او له هغوی نه هدایت اخلي.

د حکومت مشروعیت

د عمران خان ملاتړي او نورو ګوندونه پوځ په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي
100%
د عمران خان ملاتړي او نورو ګوندونه پوځ په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي

د پاکستان نوي حکومت ته ورپیښو عمده ستونځو کې وړومبۍ ستونځه د مشروعیت ده، ځکه چې د عمران خان ګوند، د مولانا فضل الرحمان ګوند او د پښتنو او بلوڅو ملتپالو ګوندونه په ټول ټاکنو کې د پوځ په استخباراتي موسسو په لویه کچه د درغلۍ او تقلب تورونه پورې کوي.

په دې تورونو کې وزن شته ځکه چې د اتم فرورۍ په ماښام چې کله د رایو شمیره پیل شوه او دا څرګنده شوه چې د عمران خان د ګوند رایې د نورو ګوندونو نه زیاتې دي، نو د پوځي استخباراتو په مداخله شمیره بنده شوه او بیا دغې شمیرې دیوې اونۍ نه زیات وخت ونیو.

اوس د اپوزیسیون ګوندونه وايي، چې په درغلۍ جوړ ایتلافي حکومت مشروعیت نه لري. په ولس کې هم دغه حکومت ته د جنرالانولاس پوڅی حکومت ویلی شي.

د مسلم لیګ او پیپلز اختلاف

بله غټه ستونځه په ایتلاف کې د ننه موجودې شخړې دي. سره له دې چې پیپلز ګوند په مرکزي اسمبلۍ کې حکومت ته رایې ور کوي، خو د دغه ګوند غړي په مرکزي کابینه کې غړیتوب نه اخلي.

پیپلز ګوند په دې پوهیږي چې دغه کابینه به داسې تصمیمونه نیسي چې د هغو په نتیجه کې به د ژوند د بنیادي اړتیاوو د شیانو قیمتونه لوړیږي او په عوامو به اقتصادي بار او مشکل زیاتیږي، نو پیپلز ګوند نه غواړي چې د دغسې جنجالي تصمیمونو مسولیت په غاړه ولري.

نو په دې شرایطو کې د مسلم لیګ او د پیپلز ګوند دغه ایتلافي حکومت به څومره مضبوط او څومره پیاوړی وي؟

اقتصاد

خو یوه بله ډیره غټه ستونځه اقتصادي ده. د پاکستان اقتصاد د دیوالیه توب د کمر په غاړه ولاړ دی. انفلاسیون د ۲۳

فیصدي نه ښکته نه راځي. مزدور کاره خلک خپلو اولادونو ته د دوه وخته ډوډۍ برابرولو جوګه نه دي. د بریښنا او ګاز بیې د عامو خلکو د اقتصادي توان نه لوړې دي.

پاکستان باندې خارجي پور دومره زیات شوی دی چې د خزانې وزیر یې د پور د پرې کولو کلنیو قسطونو د برابرولو په چل نه پوهیږي.

پاکستان ته لوی پور ورکونکی چین ، سعودي عرب او متحده عرب امارات دي، خو دغه پور ورکوونکي دا شرط لري چې پاکستان دې وړومبی د بین المللي مالیاتي صندوق نه نوی کومک او اقتصادي راهنمايي واخلي، نو له هغه نه پس به دوی پاکستان ته د نورو پورونو ور کولو په وړاندیز فکر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان حتا خپلو دولتي مامورینو ته معاش هم د خارجي پورونو نه ورکوي، دا یې په خارجي پورونو د اتکا حال دې .

ډېرېدونکی تاوتریخوالی

د پاکستان پر پوځ پښتونخوا او بلوچستان کې دې وروستیو کې بریدونه ډېر شوي
100%
د پاکستان پر پوځ پښتونخوا او بلوچستان کې دې وروستیو کې بریدونه ډېر شوي

د پورته ذکر شویو ستونځو تر څنګ یوه بله ډیره غټه او د خطر نه ډکه ستونځه پاکستان کې د مخ په زیاتیدونکې ترهګرۍ او د خشونت مسله ده.

تر ډیره حده د دغې ستونځې ریښې د پاکستاني جنرالانو په هغه سیاست کې دي، چې دوی له تیرو ۴۴ کلونو راهیسې د افغانستان په باره کې غوره کړی او پلی کړی دی.

پاکستان د خپل تاسیس نه سملاسي پس د غربي نړۍ په پوځي لوظنامو کې غړیتوب درلودلی دی او په دې ډول په افغانستان کې د جنګونو لپاره د خیز په تخته بدل شوی و.

د ۱۹۸۰ کلونو نه چې د جهاد په نوم کوم جنګ په افغانستان کې پیل شوی و. د هغه لپاره له افغان مهاجرینو استخدام شویو جنګیالو د مازغو د پریمینځلو او د پوځي تربیت پراخ مرکزونه پاکستان کې جوړ شوي چې تر اوسه وجود لري او جنګیالي تولیدوي.

افغان مجاهدین یې وړومبی تولید و، وروسته یې طالبان جوړ کړل. پاکستان کې پوځ د لشکر طیبه، جیش محمد او په نورو نومونو خپلې جنګي ډلې هم جوړې کړې، البته چې دا کار د پاکستان حکومتونو او په خصوصي توګه د پاکستان جنرالانو په مفته نه کولو، له دې سره یو غټ جنګي اقتصاد هم منځ ته راغلی و چې ډیر پاکستاني جنرالان پکې ډالري میلیاردران شوي دي.

له طالبانو سره جنجال

د ټي ټي پر سر د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف ډېرېږي
100%
د ټي ټي پر سر د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف ډېرېږي

سره له دې چې طالبان پاکستان کې روزل شوي او ساتل شوي وو او په افغانستان د هغوی په بریالیتوب په وړومبي سر کې پاکستاني واکمنانو خوښي هم ښکاره کړی وه، خو اوس ورسره د ټي ټي پي په سر ستونځې لري.

پښتونخوا اوس د یوه نوي جنګ میدان دی، په بلوچستان کې بیلتونپال بلوڅان د پاکستان له پوځ سره په جګړه دي، نو د دومره جنګ او خشونت سره پاکستان کې څنګه ثبات او اقتصادي پرمختګ کیدای شي؟

په دې خبره خو هر څوک پوهیږي، خو مشکل دا دی چې د پورته ذکر شویو مسایلو او ستونځو د حل لپاره چې کوم بدلونونه پکار دي، د هغو په را وستلو کې تر ټولو لوی خنډ دا دی چې سیاسي زعامت دومره واک او اختیار نه لري چې دغه بدلونونه او ریفورمونه راولي

ځکه چې د سیاسي او دولتي قدرت انحصار د پاکستاني جنرالانو په لاس کې دی او هغوی د بدلون خلاف دي.

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.