سرچینې: د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند منډيي سیمه کې اور لګېدلی

کابل ښاریان وايي چې نن غرمه د کابل ښار لومړۍ حوزې اړوند منډيي په یو سوداګریز مارکیټ کې اور لګېدلی چې له امله یې یو شمېر هټۍ سوځېدلې دي. ‏د کابل لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ پيښه تایيدوي او وايي سیمه ته یې د اور وژنې ډله رسیدلې او د اور د پراخېدو مخنیوی یې کړی.

عیني شاهدان بیا وايي، د اور وژنې ډله ناوخته شوې او په لګېدلي اور کې خلکو ته درانه زیانونه مالي اوښتې دي.

تر اوسه پورې په لګېدلي اور کې د سر زیان په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.