تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ بیا وتړل شوه

د تورخم دروازه د پاکستان امنيتي ځواکونو او د دغه هیواد د کډوالو د برخې کارکوونکو تر منځ د خپلمنځي شخړې له امله تړل شوې. ویل کیږي، دغه خپلمنځي لفظي شخړه تر سوک څپېړې رسېدلې چې له امله یې ۱۳ تنه ټپیان دي.

د تورخم دروازه د پاکستان امنيتي ځواکونو او د دغه هیواد د کډوالو د برخې کارکوونکو تر منځ د خپلمنځي شخړې له امله تړل شوې. ویل کیږي، دغه خپلمنځي لفظي شخړه تر سوک څپېړې رسېدلې چې له امله یې ۱۳ تنه ټپیان دي.
عیني شاهدان وايي، چې دا مهال د کرښې دواړه غاړې په سلګونو مساپر بند پاتې دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې ټپیان ورڅېرمه د لنډي کوتل روغتون وړل شوي او روغتیایي حالت یې ښه دی.
د تورخم دروازه نن یک شنبه سهار د (وري پنځمه) نیټه د پاکستان امنيتي ځواکونو او د دغه هیواد د کډوالود برخې کارکوونکو تر منځ د خپلمنځي شخړې له امله تړل شوې چې تمه ده بیرته خلاصه شي.
تورخم کې د پاکستان اړوند د کډوالۍ برخې کارکوونکو افغانستان انټرنشل پښتو ته ويلي چې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو یا ایف سي يې په چارو کې لاسوهنې کړې وه چې له امله د دوی تر منځ شخړه شوې.
ویل کیږي دا مهال له افغانستانه د موټرو تګ راتګ بند شوی دی.
تورخم کې ځايي پاکستاني چارواکو ويلي چې د اخ و ډب له امله ژوبل شوي کسان نږدې روغتون ته لیږدول شوي.


د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې تېره میاشت یې په افغانستان کې له شپږ میلیونه بې وزله وګړو سره د خوړو او نقدو پیسو مرستې کړې دي. دغې ادارې ویلي، روان میلادي کال په افغانستان کې څه کم ۲۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام تېره ورځ شنبه د (کب څلورمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې تېره میاشت یې په افغانستان کې له شپږ میلیونه بې وزله وګړو سره د خوړو او نقدو پیسو مرستې کړې دي.
دغې ادارې زیاته کړې چې دوی د ځینو خصوصي تمویلوونکو او د خپلو همکارو هېوادونو اسټرالیا، جاپان، روسیې او سویډن په مالي مرسته د دغو مرستو په برابرولو بریالي شوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا بیا ویلي، ګڼې مرستندویه ادارې د بودجې د کموالي له کبله نه شي کولی ټولو اړو کسانو ته بشري مرستې ورسوي.
د خوړو نړېوال پروګرام د تېرې کب میاشتې په وروستیو کې ويلي و، په افغانستان کې نږدې ۱۶ مېلیونه خلک کافي خواړه نه لري او په لوږه ژوند تېروي.
د خوړو د نړېوال پروګرام ویاند فېلیپ کروف د ترکیې اناتولي اژانس ته ویلي و، چې ۱۵.۸ مېلیونه افغانان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي د خوړو لپاره څه نه لري.
کروف ویلي، چې تېر کال هم نږدې یو مېلیون مېندواره مېرمنې او دوه مېلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ټیټ و، په سختې خوارځواکۍ اخته شوي وو.
فلېپ کروف اندېښنه ښودلې وه چې: «د دغو ماشومانو له ډلې ډېر یې د لوړې کچې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې له دې امله د هغوی د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېر کم دی.»

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې د دوی د سیاسي کمېسیون په غونډه کې له یو شمېر هېوادونو سره د طالبانو په اړیکو خبرې شوې. باختر اژانس لیکلي، د طالبانو سیاسي کمیسیون غړو ویلي، «هیچاته به اجازه ورنکړو چې زموږ پر خاوره تېری وکړي او ملي حاکمیت تر پښو لاندې کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ پاکستاني هوايي ځواکونو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ او د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د طالبانو د معلوماتو له مخې د څلورو ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس تېره ورځ شنبه د (وري څلورمه) ناوخته په ایکس پاڼه لیکلي چې د دوی د سیاسي کمېسیون په غونډه کې له یو شمېر هېوادونو سره د افغانستان او سیمې پر سیاسي پرمختګونو، وروستیو تحولاتو او له نړۍ سره پر ښو اړيکو د بحث ترڅنګ، له یو شمېر هېوادونو سره د طالبانو اړېکې ارزول شوې دي.
په دغې ناسته کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت استازي سردار احمد شکیب هم برخه لرله.
تر هغه وړاندې سردار احمد شکیب په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره لیدلي و، او تر هغه وروسته کابل تللی دی.
سردار احمد شکیب کابل ته په رسېدو، لومړی د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر متقي سره لیدلي، د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي چې سردار احمد شکیب له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته کابل کې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته له پاکستاني چارواکو سره د لیدنو راپور وړاندې کړی.
د طالبانو د سیاسي کمېسیون غړو په دغه ناسته کې ویلي چې له ګاونډيو هېوادنو سره رغنده اړیکې غواړي خو چاته پر خپله خاوره د تېري او پر ملي حاکمیت د تیري اجازه نه ورکوي.

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې د نجونو له شتون پرته د ښوونیز کال پیل غمجن بولي او وايي، چې د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي چلند افغانستان بې وزله او محتاجه کوي. رينا اميري ویلي، چې نړۍ غواړي د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بنديزونه لرې شي.
رینا امیري د شنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې پر افغان ښځو او نجونو د زده کړو د بندیز د دوام په اړه غبرګون کې د طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان د ۵۰ سلنه نفوس د ظرفیت له منځه وړل بللي.اغلې امیري یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پر افغان ښځو د دغو بندیزونو او محدودیتونو دوام به افغانستان مرستو پورې تړلی وساتي او د جبري کډوالی کچه به هم لوړه کړی.
په افغانستان کې دا دریم ښونیز کال دی چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو له شتون پرته پیلیږي.
د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو د بندیزونه د لرې کولو په اړه د نړۍ له پرله پسې غوښتنو سربیره، دغه ډله لا هم په خپل دریځ ولاړه ده. د شپږم ټولکي پورته د نجونو له شتون پرته د نوي ښوونیز کال پیلیدو یو ځل بیا نړیوال غبرګونونه راوپارولي دي.
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د سمدستي پرانیستلو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو پر زده کړو بندیز ته د دوام ورکولو لپاره دې "دروغجنې پلمې" پای ته ورسوي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د نجونو پر زده کړو بندیز "بې دلیله او زیانمنونکی" بللی دی.
تر دې وړاندې د ماشومانو لپاره ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف اعلان کړی و، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي. دغه سازمان وايي، چې له زده کړو بې برخې شوو نجونو شمیر دوه نیم میلیونه کسانو ته رسيدلی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر د مسکو د برید په غبرګون کې ویلي، چې په سيمه کې د ناامنيو د ډېرېدو له کبله اندېښمن دی. کريم خرم د مسکو پروني بريد يو «ترهګریز عمل» بللی او د قربانيانو شمېر يې لوړ ښودلی دی.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير عبدالکريم خرم نن شنبه د (وري ۴مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې د مسکو د بريد لوړې مرګ ژوبلې ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان خلګ تر بل هر چا ډېر د دا ډول کړونو درد درک کولای شي.
ښاغلي خرم ليکلي، چې په سېمه کې د ناامنيو زياتېدو له امله اندېښمن شوی دی.
هغه زياتوي: « ما مخکې هم ویلي وو، چې که د ناامنيو د مخنيوي لپاره د حل لار په پام کې ونه نیول شي، کار به دغي ځي ته رسیږي»
داعش د مسکو په څنډه کې د کروکوس ښار د کنسرت پر تالار د برید مسوولیت منلی، چې ویل کېږي ۱۴۳ کسان پکې وژل شوي او تر ۱۴۰ ډیر نور ټپیان دي.
د پېښې له ځایه خپرې شوې ویډيوګانې ښيي چې څلور وسلوال تالار ته ننوځي او پر نندارچیانو برید کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین وايي، مسکو ته څېرمه په «ترهګریز» برید کې ښکیل ټول کسان به وپیژندل شي او سزا به وګوري.
د روسیې ولسمشر د دې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره سبا ملي ماتم اعلان کړی.
ولادیمیر پوتین د مسکو له وژونکي برید یوه ورځ وروسته په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې اړینه ده، چې د کروکوس د "قتل عام " تر شا د عاملینو د راتلونکو جرمونو مخه ونیول شي.
هغه ټینګار وکړ چې اوس باید ټوله روسیه متحده شي او زیاته کړه چې هېڅوک د روسیې د وګړو یووالی نه شي زیانمنولی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په ننګرهار کې د تېرو لسو ورځو د کورني او د ماشومانو پر سر د تاوريخوالي پيښې ثبت کړې، چې پکې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور زخميان دي. دغه ټولې پېښي د ننګرهار د طالبانو قومندانۍ هم تايد کړې او ويلي یې دی، چې په وژل شويو کې ۴ ښځې هم شاملې دي
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په ننګرهار کې د تېرو لسو ورځو د تاوتريخوالي ۹ پېښې ثبت کړې دي.
د تاوتريخوالي دغږ پېښې تر ډېره د ځمکو او ماشومانو پر سر جنجال، کورنۍ شخړې او ځان وژنې پکې شاملي دي.
دغه پېښې د ننګرهار په سره رود، سپين غر، بټي کوټ، خوګياڼي، هسکه مېنه، کوزکونړ، ګوشتې او جلال اباد ښار په ۸ حوزه کې شوې دي.
په دې پېښو کې د ۴ ښځو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او د يوې ښځې په ګډون ۱۱ نور زخمیان شوي دي.
د دې پېښو وروستې هغه يې نن شنبه د د سره رود ولسوالۍ په باولۍ سيمه کې د ماشومانو پر سر د دووکسانو جګړه وه.
په ننګرهار کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند عبدالبصير زابلی وایي، چې په دې پېښه کې د زرګل په نامه يو کس وژل شوی او وژونکی يې نیولی دی.
د طالب وياند په خبره، په همدې ورځ په سپين غر ولسوالۍ کې د ځمکو د اوبو پر سر يوې کورنۍ د افسر خان په نوم يو کروندګر وژلی.
د زابلي د معلوماتو له مخې، چې بېګاه يو کس د کورني جنجال له امله خپله مېرمن، زوی او انګور وژلي دي.
زابلی وايي، چې تېره جمعه په کوزکونړ کې يوې نجلۍ او تېره چهار شنبه په بټي کوټ ولسوالۍ کې يوه نارينه ځانونه وژلي دي.