د خوړو نړۍوال پروګرام: روسیه له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو مرسته کوي

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي؛ روسیه په افغانستان کې د ۱۵۰ زره کسانو د ژوند ژغورلو په موخه د یو میلیون ډالرو مرسته کوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي؛ روسیه په افغانستان کې د ۱۵۰ زره کسانو د ژوند ژغورلو په موخه د یو میلیون ډالرو مرسته کوي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د روسیې په دې مرستو سره به د ۲۱ زره بېوزلو کورنیو لاسنیوی وشي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
یاد سازمان په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د بودیجې د کموالي له امله اړ شول چې تېر کال په لس میلیونه کسانو یا مرستې بندې کړي او یا یې هم کمې کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې د خپلومرستو د دوام په موخه په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په عاجله توګه ۶۵۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د روسیې له وروستیو مرستو سره تر اوسه دغه هېواد له افغانستان سره د بشردوستانه شاوخوا ۴ میلیونه ډالرو مرستې کړي.

کرملین د دوشنبې په ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا مسکو ته نږدې د کنسرټ پر تالار د جمعې ورځې خونړی برید د امنیتي خدماتو لویه ناکامي ده؟ وویل، چې هېڅ هېواد د ترهګرۍ څخه خوندي نه دی. دغه برید په روسیه کې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لوی برید بلل شوی دی.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۳۷ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان شوي دي.
برید هغه مهال پیل شو، چې څلور کسان د کروکوس ښار د کنسرت تالار ته ننوتل او د ۶ زره ۲۰۰ څوکیو لرونکي دغه تالار کې یې پر خلکو ډزې وکړې او وروسته یې ورته اور واچوه.
ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ ملت ته په یوې وینا کې ویلي، چې د برید ټول مسوولو کسانو ته به سزا ورکړل شي.
هغه وویل، چې د نیول شوو ۱۱ کسانو له ډلې څلور یې د اوکراین په لور روان وو.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل، چې دا مناسبه نه ده، چې د داعش له خوا د برید د مسوولیت د منلو د ادعا په اړه تبصره وکړي، ځکه چې څېړنې لا هم روانې دي.
پیسکوف خبریالانو ته وویل: "څېړنې روانې دي او د برید په اړه پوره معلومات نه دی بشپړ شوی."
کله چې هغه نه پوښتنه وشوه، چې د روسیې پلازمینې ته نږدې د داسې خونړي برید ترسره کېدل، د روسیې د استخباراتو ناکامي ښيي؟
هغه وویل، چې د برید په اړه غبرګونونه پراخ دي؛ خو هېڅ هېواد هم خوندي نه دی.
پیسکوف وویل: "له بده مرغه، داسې ښکاري چې هېڅ ښار، هېڅ هېواد د ترهګرۍ له ګواښ څخه په بشپړه توګه خوندي نه دی."
هغه وویل، چې استخباراتو د روسیې د دفاع لپاره نه ستړي کېدونکی کار کړی.
نوموړي زیاته کړړه: "د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یوه روانه پروسه ده چې په ټوله کې نړۍوالې همکارۍ ته اړتیا لري؛ خو تاسو لیدلای شئ چې اوس په دې سخته جګړه ییزه دوره کې دا ډول همکاري په هېڅ صورت په بشپړه توګه نه ترسره کېږي."

د اسراييل د لومړي وزير دفتر دغه اعلان د امريکا له خوا د امنيت شورا پرېکړه ليک ته د ممتنع رایې په غبرګون کې کړې، چې په غزه کې د سمدستي او دايمي اوربند غوښتنه کوي.
«د امریکا په دریځ کې د بدلون له امله» بنیامین نتنیاهو پرېکړه وکړه، چې سپینې ماڼۍ ته د رفح د عملیاتو په اړه د خبرو لپاره د اسراییلي پلاوي سفر لغوه کړي.
د امریکا جمهور رییس جوبایډن دوشنبه د (کب ۲۸مه) د اسراییل لومړي وزير بینامین نتنیاهو ته په ټېلیفوني خبرو کې ویلي، چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې ستر ځمکني عملیات به «سهوه» وي او ترې غوښتي، چې جګپوړي چارواکي د سلا مشورې لپاره واشنګټن ته واستوي.
جمهور رییس بایډن، ملګري ملتونه او د نړۍ څو نورو مشرانو د اسراییل څخه په رفح کې د عملیاتو نه کولو غوښتنه کړې؛ خو اسراییل ټینګار کوي، چې د حماس له منځه وړلو لپاره دا عملیات کوي.
د (کب ۲۸مه) د سپينې ماڼې په خبرپاڼه کې ويل شوي وو، چې نتنیاهو د بايډن غوښتنه منلې چې په رفح کې د نظامي عملیاتو په پلان او «احتمالي متبادلې لارې» په اړه د خبرو لپاره به جګپوړي اسراییلي چارواکي واشنګټن ته ولیږي.
خو نن د اسراییل لومړي وزير واشنګټن ته د اسراييلي پلاوي سفر لغوه کړی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې ادارې په امو، شمال، هریرود، هلمند او د کابل په سينديزو حوزو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
دغې ادارې د دوشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د وري مياشتې له ۷ څخه تر ۹ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو برخو کې د تېزو بارانونو، د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې د کوکچې، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، میمنې، کوشک و کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشیر، غوربند، کابل، میدان وردک، کونړ او لغمان کې د سېلابونو او اوبو د کچې د لوړوالي اټکل شوی دی.
له څو اونیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د شدیدو اورښتونو او د سیلابونو د راوتلو له امله لسګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، سلګونه کورونه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنېزې زیانمنې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ په فاریاب ولایت کې د وروستیو اوښتونو او سیلابونو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د یادولو ده، چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د خپل ځان او ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، چې په کندهار، بلخ، فراه، غزني او میدان وردګو ولایتونو کې يې له هغو طالبانو ازموينه واخيسته، چې په جګړو کې بوخت وو او زدکړو ته یې وخت نه درلود.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سويې دغه ازموينه یې له ۷۶۱۰ وسله والو څخه اخیستې.
د طالبانو پوهنې وزارت نن دوشنبه د (وري ۶مه) په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ازموينې برخوال په «جهادي فعالیتونو» بوخت او له زده کړو پاته وو؛ خو اوس به خپلو زده کړو بشپړولو ته دوام ورکړي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ولایتونو کې يې خاصو کمېټو په کندهار کې له ۲۵۰۰، بلخ کې ۱۸۰۰، فراه کې ۱۵۰۰، غزني کې ۱۲۱۰ او په میدان وردګو کې يې له ۶۰۰ طالب وسله والو څخه د سويې ازموينه اخیستې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر ازموينې وروسته به بريالي کسان د خپلي سويې سره سم ټولګي کې شامليږي.
طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د ښوونځيو د لوړو ټولګيو لپاره له خپلو پخوانیو وسلوالو د سويې ازموينې اخيستې دي.
د طالبانو پوهنې وزارت تېره اونۍ په لوګر، هلمند او بغلان کې هم له هغو طالبانو ازموينه واخيسته، چې په جګړو کې بوخت وو.
طالبانو نږدې درې اونۍ وړاندې په ننګرهار کې له خپلو پخوانیو درې زره وسلوالو په ښوونځيو کې د جذب لپاره د سويې ازموينه اخيستې وه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند د رامنځته کولو لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ.
دغه پریکړه لیک چې د امنیت شورا د غیر دایمي غړو له خوا چمتو شوی، د سمدستي او تلپاتې اوربند، د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنه کوي.
په پرېکړه ليک کې د غزې په جګړه کې له ښکېلو خواو هم غوښتنه شوې چې نړۍوال قانون مراعات کړي.
