د غزې جګړه؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند په اړه پرېکړه لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند د رامنځته کولو لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند د رامنځته کولو لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ.
دغه پریکړه لیک چې د امنیت شورا د غیر دایمي غړو له خوا چمتو شوی، د سمدستي او تلپاتې اوربند، د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنه کوي.
په پرېکړه ليک کې د غزې په جګړه کې له ښکېلو خواو هم غوښتنه شوې چې نړۍوال قانون مراعات کړي.


د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره په عاجله توګه ۶۵۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
له ملګرو ملتونو سره تړلې دغه سازمان په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې سږ کال د افغانستان ۴۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ (د وري شپږمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب بحران دوام لري او د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه نفوس، یعنې ۱۵،۸ میلیونه وګړي به د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې له شدید خوراکي نه خوندیتوب سره مخ شي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې ښځې او نجونې زیاتې زیانمنې شوي او د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونو د دوی لپاره اړینو خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم پېچلی شي او د خوراکي توکو په ګډون حیاتي اړتیاوې د دغه هېواد د خلکو اساسي اړتیاوې ګرځېدلې دي.
د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر میاشتې پورې شاوخوا ۵۰۰ زره کډوال له ایرانه ایستلي او ۸۰۰ زره یې له ایرانه ایستل شوي دي.
د خوړو د نړۍوال پروګرام د اټکل پر بنسټ؛ د دغو مهاجرو اخراج د شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانانو ژوند اغېزمن کړی، چې بشري مرستو ته یې اړتیا زیاته کړې ده.
د سازمان په وینا؛ په ۲۰۲۴ کې اټکل ښیي، چې د راستنېدونکو شمېر به دوام ومومي او اټکل کیږي، چې سږ کال به له پاکستان او ایران څخه میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شي.
خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دغه هېواد ته بشري مرستې کمې شوې، چې په میلیونونو خلک یې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي، چې پخپله د بې وزلو کورنیو لپاره د خطر زنګ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې اسپانیا له افغانستان سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
دغه دفتر ویلي، چې یادې پیسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې دي.
د دوشنبې په ورځ د حمل په ۶مه، اوچا د اېکس ټولنیزې شبکې په خپله پاڼه کې له افغانستان سره د اسپانیې د دې مرستې مننه وکړه.
د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې اقتصادي بحران د بشري مرستو اړتیا لا پسې سخته کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو لپاره یو بل پرېکړه لیک تصویبوي.
دغه پرېکړه لیک په غزه کې د سمدستي اوربند د غوښتنې سربېره، د ټولو اسراییلي یرغمل شویو خوشې کېدو او غزې ته د بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه کوي.
فرانس پریس خبري اژانس د ډېپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه پرېکړه لیک مسوده، چې د امنیت شورا د ۱۰ غیر دایمي غړو له خوا وړاندې شوې وه، د دوشنبې په ورځ د حمل په شپږمه رایه اچونه وشي.
د دغه راپور له مخې؛ د امنیت شورا دغو غیر دایمي غړو په وروستیو ورځو کې له امریکا سره خبرې اترې وکړې؛ څو په غزې کې د اوربند د پرېکړه لیکونو په تصویب کې د یوې بلې ناکامۍ مخه ونیول شي.
امنیت شورا ته په غزه کې د اوربند له وړاندې کولو سره - سره امریکا پخپله هم په دې برخه کې یو شمېر نورې پرېکړه لیکونه ویټو کړي دي.
په همدې حال کې ډېپلوماتیکو سرچینو ویلي، چې غیر دایمي غړي هېوادونه خوشبین دي، چې امریکا به نوی پرېکړه لیک ویټو نه کړي.
یوه ډېپلوماټ د یکشنبې په ورځ فرانس پرېس اژانس ته وویل: "موږ تمه لرو چې دا پرېکړه لیک پرته له کوم وروستي بدلون څخه تصویب شي او متحده ایالات به یې په وړاندې رایه ورنه کړي."
د دغه پرېکړه لیک د وروستۍ مسودې له مخې؛ د امنیت شورا غیر دایمي غړو هېوادونو د روژې میاشت کې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
په پرېکړه لیک کې دا هم ویل شوي، چې دا اوربند باید "یو باثباته او دایمي اوربند لامل شي" او دا چې د حماس له خوا ټول یرغمل شوي بندیان باید "سمدستي او غیر مشروط" خوشې شي.
د پرېکړه لیک نوې مسوده غزې ته د بشري مرستو رسولو په لاره کې د "ټولو خنډونو د لرې کولو" غوښتنه کوي.
د امریکا د وړاندیز شوي پرېکړه لیک له متن سره چې د جمعې په ورځ رد شو، دغه غوښتنې د قطر، امریکا او مصر له ډېپلوماتیکو هڅو سره تړاو نه لري؛ خو په غزه کې د اوربند او د تبادلې په هدف د دغو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.
اسراییل یرغمل فلسطیني بندیان په رسمیت وپېژني.
په غزه کې د اوربند لپاره د څو پرېکړه لیکونو ویټو کولو سره - سره امریکا په دې وروستیو کې د غزې د جګړې په اړه د خپل دریځ د بدلولو نښې ښودلې او د غزې په سویل کې د رفح په ښار کې د اسراییل د احتمالي ځمکني پوځي عملیاتو په ګډون یې خپل غږ پیاوړی کړی دی.
روسیې او چین د جمعې په ورځ د امریکا مسوده ویټو کړه.
په غزه کې روانه جګړه د اسراييل په جنوب کې د حماس له خوا په يوه بې ساري او ناڅاپي بريد سره پيل شوه او د پنځو مياشتو په تېرېدو سره لا هم روانه ده.
د امریکا له خوا د دغه پرېکړه لیک ویټو په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په اسراییل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته ویلي وو، چې هېواد یې چمتو دی، چې د حماس پر ضد په خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
نتنیاهو بلېنکن ته وویل، چې هغه د حماس په وړاندې په جګړه کې د امریکا د ملاتړ ستاینه کوي او دا چې اسراییل پوهیږي، چې باید د ملکي وګړو ساتنه وکړي.
هغه یو ځل بیا په رفح کې د عملیاتو لپاره پر خپلو پلانونو ټینګار وکړ.
نتنیاهو زیاته کړه، چې دوی د حماس د ماتولو لپاره پرته له دې چې رفح ته لاړ شي او هلته د دې ډلې پاتې کنډکونه له منځه یوسي بله لاره نه لري.
اسراييل وايي؛ رفح د حماس د اورپکو وروستۍ اډه ده او پلان لري چې تر بريد مخکې ملکيان وباسي.
واشنګټن وايي؛ ځمکنی برید به تېروتنه وي او هلته مېشتو کډوالو ته به ډېر زیان ورسوي.

د لبنان حزب الله ډلې ويلي چې د دوشنبې په سهار د (وري شپږمه) یې د اسراییل او لبنان تر منځ پولې ته څېرمه پر یوه سیمه برید وکړ. له دې مخکې له لبنان څخه پر اسراییل د ۵۰ توغندیو له ویشتلو وروسته د اسراییل جنګي الوتکو د لبنان په ختیځ بعلبیک کې د حزب الله په مرکزونو بریدونه وکړل.
د راپورونو له مخې تر اوسه پورې د لبنان د حزب الله تر ۱۹۰ ډېر وسله وال او لږ تر لږه ۱۰ اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.
دا نښتې چې د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د اسراییل پر سوېلي سیمو له برید وروسته پیل شوې، په لبنان کې یې لږ تر لږه ۵۰ ولسي وګړي، په اسراییل کې لږ تر لږه پنځه ولسي وګړي وژلي، او د پولې دواړو غاړو ته په لسګونو زره کسان بې کوره کړې دي.
په دې وروستیو اونیو کې د مختلفو لوېدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي لبنان ته تللي دي چې د حزب الله او اسراییل ترمنځ د سرحدي شخړو د پای ته رسولو لپاره یوه ډیپلوماټیکه حل لاره ومومي.

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس وایي، چې که اسراییل پر رفح ښار برید وکړي، واشنګټن به د تل ابیب د دغه ګام پر پایلو غور وکړي. د غزې په بېلابېلو سیمو کې له تاوتریخوالي د تېښتې په موخه څه باندې یو میلیون فلسطینیانو په رفح ښار کې پناه اخیستې ده.
مېرمن هریس له اې بي سي شبکې سره په خبرو کې په رفح ښار د اسراییل د پوځي عملیاتو پر وړاندې د امریکا د غبرګون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، واشنګټن به د دې موضوع په تړاو ګام په ګام مخکې لاړ شي.
تر هغه وروسته چې مېرمن هریس د دویم ځل لپاره له دې پوښتنې سره مخ شوه، زیاته یې کړه: «هیڅ یو انتخاب نه ردوي.»
نوموړې په رفح ښار هر ډول پوځي عملیات تېروتنه وبلله او زیاته یې کړه، چې واشنګټن څو ځلې په دې اړه خپل دریځ روښانه کړی.
مېرمن هریس ټینګار وکړ، چې په نقشه کې یې سیمه څېړلې او دې پایلې ته رسېدلې، چې په رفح کې مېشت فلسطیني کډوال د تګ کوم بل ځای نه لري.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د وري په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې له پراخو مخالفتونو سره سره به دغه هېواد په رفح ښار کې پوځي عملیات ترسره کړي.