• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې د مرستې لپاره ۶۵۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۵ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره په عاجله توګه ۶۵۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

له ملګرو ملتونو سره تړلې دغه سازمان په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې سږ کال د افغانستان ۴۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ (د وري شپږمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب بحران دوام لري او د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه نفوس، یعنې ۱۵،۸ میلیونه وګړي به د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې له شدید خوراکي نه خوندیتوب سره مخ شي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې ښځې او نجونې زیاتې زیانمنې شوي او د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونو د دوی لپاره اړینو خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم پېچلی شي او د خوراکي توکو په ګډون حیاتي اړتیاوې د دغه هېواد د خلکو اساسي اړتیاوې ګرځېدلې دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر میاشتې پورې شاوخوا ۵۰۰ زره کډوال له ایرانه ایستلي او ۸۰۰ زره یې له ایرانه ایستل شوي دي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام د اټکل پر بنسټ؛ د دغو مهاجرو اخراج د شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانانو ژوند اغېزمن کړی، چې بشري مرستو ته یې اړتیا زیاته کړې ده.

د سازمان په وینا؛ په ۲۰۲۴ کې اټکل ښیي، چې د راستنېدونکو شمېر به دوام ومومي او اټکل کیږي، چې سږ کال به له پاکستان او ایران څخه میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شي.

خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دغه هېواد ته بشري مرستې کمې شوې، چې په میلیونونو خلک یې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي، چې پخپله د بې وزلو کورنیو لپاره د خطر زنګ دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د فراه د بالابلوک اوسېدونکو د سيمه ييزو طالب چارواکو پر ضد لاريون وکړ

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۳۳ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو له خوا د "ځمکو د غصب" پر ضد لاریون وکړ. د سرچينو له مخې؛ دغه لاريون په نښته بدل شو، چې په نتيجه کې يې دوه کسان ژوبل شول.

سیمه ییزو سرچینو د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک کلي د اوسېدونکو او طالبانو تر منځ د جګړې ویډیو د افغانستان انټرنشنل ته استولې ده.

په هغو ویډیوګانو کې چې د افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، لیدل کېږي چې قهرجنو لاریون کوونکو د بالابلوک ولسوالۍ عامه لاره تړلې ده.

لاریون کوونکي وايي؛ طالبانو د دوی ځمکې غصب کړې دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو پلاوى د دې پېښې د څېړلو لپاره سيمې ته تللى دى.

ويل کيږي، چې دوه تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د فراه اوسېدونکو د طالبانو له خوا د ځمکو د غصب پر ضد لاریون کړی او په دې وروستیو کې د دغې ډلې چارواکو اعلان کړی، چې سلګونه زره جریبه غصب شوې ځمکې یې بېرته راګرځولې ده.

طالب چارواکي: په فاریاب کې سېلاب درې کسان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ کړي دي

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۰۴ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې په فاریاب کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله درې تنه مړه شوي او ۳۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

دغې رسنۍ د ځايي طالب چارواکو له قوله ویلي، چې تر ۲۰۰ ډېر کورني څاروي هم له منځه تللي دي.

د فارياب د والي وياند عصمت الله مرادي وايي؛ په دغه ولايت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او مواصلاتي پلونه ويجاړ شوي دي.

مرادي له خيريه موسسو او مرسته کوونکو وغوښتل، چې له قربانيانو سره همکاري وکړي.

د دې ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس اسدالله وقاص وايي؛ د ګرزيوان، بلچراغ، چهل ګزی او قيصار ولسواليو ته مرستندويه ډلې لېږل شوي، څو له زيانمنو شويو خلکو سره مرستې وکړي.

تر دې مخکې په فاریاب کې سختو بارانونو او سیلابونو یو ښوونځی ویجاړ کړی و.

په تېرو اونیو کې طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د سختې واورې او سختې یخنۍ له امله لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۷۰ زره ډېر څاروي له لاسه ورکړي دي.

د پراخې بې وزلۍ او سختې یخنۍ له امله نړۍوالو مرستندویه سازمانونو ویلي، چې د افغانستان خلکو سږ کال سخت ژمی درلود.

طالبانو ګلبدین حکمتیار په غصب تورن کړی او نوموړی یې له دولتي املاکو وویست

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۱۷ GMT+۰

طالبانو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له خپل استوګنځي او دفتر څخه په دې دلیل وایسته چې د کور او دفتر ځمکه یې دولتي ملکیت و.

طالبانو هغه د دولتي ځمکو په غصب تورن کړ؛ خو د حکمتیار استدلال دا و، چې د تېر حکومت د هوکړې له مخې په دغو ملکیتونو کې پاتې شوی دی.

د حکمتیار د کور د نیولو امر د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا صادر شوی او دا کار د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي کړی دی.

د حزب اسلامي مشر ته نږدې سرچینو د یکشنبې په شپه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په کابل کې د ګلبدین حکمتیار کور محاصره کړی دی.

سرچینې د یکشنبې په ورځ وویل، چې شخړه د حکمتیار د کور د ځمکې پر سر ده، چې طالبانو ویلي چې د افغانستان د دفاع وزارت پورې اړه لري.

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار ویلي، چې د پلار هستوګنه یې نه ده محاصره شوې؛ خو دا یې تایید کړه، چې ښاغلی حکمتیار په کابل کې خپل د اوسېدو ځای بدلوي.

حبیب الرحمن حکمتیار افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې له طالب چارواکو سره له څو میاشتو خبرو اترو وروسته پایله دا شوه، چې د اشرف غني په مشرۍ د پخواني افغان حکومت د سولې هوکړه طالبانو ته د منلو وړ نه ده.

د حکمتیار زوی زیاته کړه، چې د کابل په دارالامان کې کور د اسلامي ګوند سره د پخواني حکومت د هوکړې له مخې یوازې د حکمتیار لپاره پاتې و.

اختلافات له کومه ځایه پیل شول؟

طالبانو په ۱۴۰۱ کال کې اعلان وکړ، چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په حکم یې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره یو کمېسیون جوړ کړی دی.

د دې کمیسیون مشري د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي کوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د ۱۴۰۲ کال د عقرب د میاشتې په درېیمه نېټه اعلان وکړ، چې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د هغه ۲۶.۵ جریبه ځمکې په اړه چې تېر حکومت په موقت ډول ګلبدین حکمتیار ته د کابل دارالامان په ګاونډ کې ورکړې وه، بحث او لازم تصمیم نیولی دی.

دغه وزارت هغه مهال د خپلې پرېکړې جزییات ورنه کړل.

په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار چې په پیل کې د طالبانو د بیا پر افغانستان د واکمنۍ په اړه خوشبینه و، وروسته ورو - ورو د دغې ډلې پر کړنو نیوکې پیل کړې.

نوموړي په کابل کې په خپل استوګنځي کې د جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې د امربالمعروف او نهی المنکر د وزارت او د دغې ډلې پر مشرتابه ښکاره نیوکې وکړې.

د حکمتيار په ويناو کې د نجونو پر زده کړو د بنديز او د دغې ډلې له خوا د سختو محودیتونو پر وضع کولو نيوکې اورېدل کېدې.

د بېلګې په توګه؛ په کابل کې د جمعې د لمانځه په خطبو کې هغه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سخت چلند نیوکه وکړه.

هغه طالبانو ته مشوره ورکړه چې "په افغانانو، په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو داسې ځانګړې محدودیت مه وضعه کوي، چې په قران او سنتو کې یې په اړه کوم څرګند متن نه شته."

ښاغلي حکمتیار په ښکاره وویل، چې د ښځو د پردې د فرضیت او ممانعت په اړه په قران او نبوي احادیثو کې کوم خاص حکم او ممانعت نه شته.

دغو انتقادي ویناو تر هغه وخته دوام وکړ، چې د حزب اسلامي افغانستان مشر د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په میاشت کې اعلان وکړ، چې د ځینو دلایلو له مخې به د جمعې خطبه په موقتي توګه بنده کړي.

ګلبدین حکمتیار د کوم فرد یا ډلې له نوم اخیستو پرته وویل، د وروڼو هیله دا ده، چې دا بهیر د یو څه مودې لپاره ودرول شي.

که څه هم د طالبانو د فشار له امله د حکمتیار د جمعې خطبه ودرول شوه؛ خو هغه د طالبانو پر کړنو نیوکې ته دوام ورکړ. حکمتیار په خپلو اعلامیو کې له طالبانو سره د خپل منځي اختلافاتو په اړه څه نه دي ویلي.

ګلبدین حکمتیار په دې وروستیو کې د کب په میاشت کې په یوه وینا کې د طالبانو پر نظام او سیاستونو، لکه د نجونو پر زده کړو بندیز، سختې نیوکې وکړې.

هغه د نجونو د زده کړې د منع په اړه وويل، څوک چې د هلکانو او نجونو د زده کړې تر منځ توپير کوي "بې شکه غلط دی."

هغه له طالبانو هم وغوښتل، چې د افغانستان خلکو ته اجازه ورکړي چې "د خپل ډول سیاسي نظام غوره کړي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند لپاره یو بل پرېکړه لیک ته رایه ورکوي

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو لپاره یو بل پرېکړه لیک تصویبوي.

دغه پرېکړه لیک په غزه کې د سمدستي اوربند د غوښتنې سربېره، د ټولو اسراییلي یرغمل شویو خوشې کېدو او غزې ته د بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

فرانس پریس خبري اژانس د ډېپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه پرېکړه لیک مسوده، چې د امنیت شورا د ۱۰ غیر دایمي غړو له خوا وړاندې شوې وه، د دوشنبې په ورځ د حمل په شپږمه رایه اچونه وشي.

د دغه راپور له مخې؛ د امنیت شورا دغو غیر دایمي غړو په وروستیو ورځو کې له امریکا سره خبرې اترې وکړې؛ څو په غزې کې د اوربند د پرېکړه لیکونو په تصویب کې د یوې بلې ناکامۍ مخه ونیول شي.

امنیت شورا ته په غزه کې د اوربند له وړاندې کولو سره - سره امریکا پخپله هم په دې برخه کې یو شمېر نورې پرېکړه لیکونه ویټو کړي دي.

په همدې حال کې ډېپلوماتیکو سرچینو ویلي، چې غیر دایمي غړي هېوادونه خوشبین دي، چې امریکا به نوی پرېکړه لیک ویټو نه کړي.

یوه ډېپلوماټ د یکشنبې په ورځ فرانس پرېس اژانس ته وویل: "موږ تمه لرو چې دا پرېکړه لیک پرته له کوم وروستي بدلون څخه تصویب شي او متحده ایالات به یې په وړاندې رایه ورنه کړي."

د دغه پرېکړه لیک د وروستۍ مسودې له مخې؛ د امنیت شورا غیر دایمي غړو هېوادونو د روژې میاشت کې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

په پرېکړه لیک کې دا هم ویل شوي، چې دا اوربند باید "یو باثباته او دایمي اوربند لامل شي" او دا چې د حماس له خوا ټول یرغمل شوي بندیان باید "سمدستي او غیر مشروط" خوشې شي.

د پرېکړه لیک نوې مسوده غزې ته د بشري مرستو رسولو په لاره کې د "ټولو خنډونو د لرې کولو" غوښتنه کوي.

د امریکا د وړاندیز شوي پرېکړه لیک له متن سره چې د جمعې په ورځ رد شو، دغه غوښتنې د قطر، امریکا او مصر له ډېپلوماتیکو هڅو سره تړاو نه لري؛ خو په غزه کې د اوربند او د تبادلې په هدف د دغو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

اسراییل یرغمل فلسطیني بندیان په رسمیت وپېژني.

په غزه کې د اوربند لپاره د څو پرېکړه لیکونو ویټو کولو سره - سره امریکا په دې وروستیو کې د غزې د جګړې په اړه د خپل دریځ د بدلولو نښې ښودلې او د غزې په سویل کې د رفح په ښار کې د اسراییل د احتمالي ځمکني پوځي عملیاتو په ګډون یې خپل غږ پیاوړی کړی دی.

روسیې او چین د جمعې په ورځ د امریکا مسوده ویټو کړه.

په غزه کې روانه جګړه د اسراييل په جنوب کې د حماس له خوا په يوه بې ساري او ناڅاپي بريد سره پيل شوه او د پنځو مياشتو په تېرېدو سره لا هم روانه ده.

د امریکا له خوا د دغه پرېکړه لیک ویټو په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په اسراییل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته ویلي وو، چې هېواد یې چمتو دی، چې د حماس پر ضد په خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

نتنیاهو بلېنکن ته وویل، چې هغه د حماس په وړاندې په جګړه کې د امریکا د ملاتړ ستاینه کوي او دا چې اسراییل پوهیږي، چې باید د ملکي وګړو ساتنه وکړي.

هغه یو ځل بیا په رفح کې د عملیاتو لپاره پر خپلو پلانونو ټینګار وکړ.

نتنیاهو زیاته کړه، چې دوی د حماس د ماتولو لپاره پرته له دې چې رفح ته لاړ شي او هلته د دې ډلې پاتې کنډکونه له منځه یوسي بله لاره نه لري.

اسراييل وايي؛ رفح د حماس د اورپکو وروستۍ اډه ده او پلان لري چې تر بريد مخکې ملکيان وباسي.

واشنګټن وايي؛ ځمکنی برید به تېروتنه وي او هلته مېشتو کډوالو ته به ډېر زیان ورسوي.

طالبان: په ۱۴۰۲ کال کې مو له درې میلیونو څخه زیاتې الکترونیکي تذکرې وېشلې

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې په افغانستان کې درې میلیونه او ۱۲۴ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې وېشلي دي.

دغه اداره وايي تر اوسه دوه ميليونه او ٦٨ زره نارينه او يو ميليون او ٥٦ زره ښځو ته تذکرې ورکړل شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ادارې د دوشنبې په ورځ د (وري ۶مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې په کابل کې تر اوسه ۷۰۰ زره کسانو برېښنايي تذکرې اخیستي او په دغه ښار کې د نورو ولایتونو په پرتله زیاتې برېښنايي تذکرې وېشل شوي دی.

د دغه ادارې د رسمي شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر له پیل راهیسې تر اوسه ۱۲ میلیونه او ۹۰۰ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي.