طالبان: په ۱۴۰۲ کال کې مو له درې میلیونو څخه زیاتې الکترونیکي تذکرې وېشلې

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې په افغانستان کې درې میلیونه او ۱۲۴ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې وېشلي دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې په افغانستان کې درې میلیونه او ۱۲۴ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې وېشلي دي.
دغه اداره وايي تر اوسه دوه ميليونه او ٦٨ زره نارينه او يو ميليون او ٥٦ زره ښځو ته تذکرې ورکړل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ادارې د دوشنبې په ورځ د (وري ۶مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې په کابل کې تر اوسه ۷۰۰ زره کسانو برېښنايي تذکرې اخیستي او په دغه ښار کې د نورو ولایتونو په پرتله زیاتې برېښنايي تذکرې وېشل شوي دی.
د دغه ادارې د رسمي شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر له پیل راهیسې تر اوسه ۱۲ میلیونه او ۹۰۰ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه ۱۰۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، دغه کډوال پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د دوشنبې ورځ د (وري شپږمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۷ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.
یاد وزارت ویلي دغه کډوال په دوو جوپو کې د وري میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه له پاکستانه په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.
په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

پنجشېر کې د طالبانو د کانونو رياست ويلي، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي. دغه ریاست وايي، له یادې اندازې زمرودو څخه د دوی له ۱۰ سلنې ونډې یې ۳ لکه او ۶۲ زره ۹۷۷ ډالره عواید ترلاسه کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون، د دوشنبې په ورځ د (وري شپږمه) په ایکس پاڼه د پنجشیر د کانونو ریاست له قوله ليکلي چې په پنجشیر ولایت کې د سرو زرو، سپینو زرو، یاقوتو او اوسپنې د کانونو د استخراج لومړني کارونه هم روان دي.
د ۱۴۰۲ ل کال د زمري میاشتې په نیمایي کې طالبانو د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرودو کان کیندنه پیل کړه، د طالبانو د کانونو وزارت هغه مهال ويلي و چې ۲۰۰ کان کېندونکو ته یې د فعالیت جوازونه ورکړي دي.
د طالبانو د کانونو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي چې ۵۵۰ کانونو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړل شوې.
نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.
د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

د خوړو نړوال پروګرام د افغانستان څانګه وايي، چې یو شمېر ښځو ته یې په دغه هیواد کې د خیاطۍ له لارې کاري فرصتونه برابر کړي. دغه اداره وايي، هدف یې دا دی چې په افغانستان کې د ښځو بد اقتصادي حالت ته په کتو دوی ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.
د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان څانګې نن دوشنبه د (وري شپږمه) نیټه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې داسې مهال چې د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونه کم دي، دغې ادارې په یاد هېواد کې د ښځو لپاره د خیاطۍ روزنیز پروګرامونه پیل کړي.
دغه سازمان وايي، چې د داسې پروګرامونو هدف په افغانستان کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه برابرول او په اقتصادي برخه کې د دوی په پښو درېدل دي.
د دغې ادارې په ایکس پاڼه په یوه خپره شوې ويډیو کې د جمعه ګلې په نوم يوې خیاطې میرمنې ويلي، «خاوند مې وزګار دی کار نه لري او بې وزلی دی، د دغې ادارې یې کور ودان چې مرسته راسره کوي او خیاطي یې هم را زده کړه. د کور خرڅ مو هم راکوي.»
د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د کب په شلمه نېټه ویلي و، چې افغانستان د طالبانو د افراطي سیاستونو له امله په کال کې څه باندې یو میلیارډ ډالر له لاسه ورکوي.
د روان کال په غبرګولي میاشت کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اټکل کړی و، چې یوازې پر ښځو د طالبانو بندیزونه د افغانستان اقتصاد ته له ۶۰۰ میلیون څخه تر یو میلیارډ ډالرو پورې زیان رسولی دی.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د نجونو پر ټولو روزنیزو چارو او د ښځو پر کار کولو بندیزونه لګولي دي.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ تېره شپه ناوخته ويلي چې د کابل ښار ۱۸مې حوزې سره یې دوه تنه «تښتوونکي» وژلي. هاخوا د بلخ ولايت په زارۍ ولسوالۍ کې طالبانو ويلي چې دوه تنه «باغیان» یې وژلي او درې نور یې ژوندي نیولي.
د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ تېره شپه یکشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د کابل ښار ۱۸مې حوزې سیمه کې یې دوه تنه «تښتوونکي د پولیسو پر ګزمې له ډزو وروسته وژلي او یو تن یې ژوندی نیولی.»
بلخوا د بلخ ولايت رسنیزو مسولانو ویلي چې د دغه ولایت په زارۍ ولسوالۍ کې یې دوه تنه «باغیان» وژلي او درې نور یې ژوندي نيولي. چې د دوی په ټکو «دغو کسانو غوښتل چې د خلکو دوکانونو ته اور ورته کړي.»
د دغو دواړو پېښو د سپیناوي لپاره داسې خپلواکې ادارې په افغانستان کې نشته چې د دغو وژل شویو او نیول شويو کسانو په اړه د طالبانو لګول شوي تورونه ثابت کړي.
د شنوونکو په باور، طالبان ډېر کله خپل منتقدان او سیالان په یوه او بله پلمه زنداني کوي، شکنجه کوي او یا یې په یوه او بل نوم وژني.
په کندهار کې د وري میاشتې په دویمه نیټه د داعش ډلې له یوه ځانمرګي برید وروسته چې له امله یې لږ تر لږه ۴۳ کسان ووژل او ۴۵ نور ټپیان شول طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو ځل بیا د پخواني حکومت د کارکوونکو، غلو، تښتوونکو او باغیانو په نوم د خلکو وژلو ته زور ورکړی.

د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې وايي، چې د طالبانو په حکومت یو ځل بیا غږ کوي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي. د طالبانو مشر ملا هبت الله ته په منسوب یو غږیز فایل کې ویل شوي چې «بشري حقونه د غرب د ډیموکراسۍ غوښتنه ده او موږ یې نه منو.»
د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د حق نړېوالې ورځې په مناسبت نن دوشنبه د (وري شپږمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو په حکومت یو ځل بیا غږ کوي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.
رینا امیري وړاندې وايي، «نن د حق د نړیوالې ورځې په مناسبت، موږ په طالبانو غږ کوو چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د ورکو شویو او نیول شویو فعالانو کورنیو ته معلومات ورکړي چې د کورنۍ غړي یې چې د حق لپاره یې مبارزه کړې، چیرې دي؟»
هغه زیاتوي، چې طالبان دې د بشري حقونو فعالان خوشې کړي او د حق مبارزې په وړاندې خنډونه دې له منځه یوسي.
رینا امیري د شنبې په ورځ هم پر اېکس پاڼه خپاره کړي پیغام کې پر افغان ښځو او نجونو د زده کړو د بندیز د دوام په اړه غبرګون کې د طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان د ۵۰ سلنه نفوس د ظرفیت له منځه وړل بللي و.
اغلې امیري یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پر افغان ښځو د دغو بندیزونو دوام به افغانستان په بهرنیو مرستو پورې تړلی وساتي او د جبري کډوالی کچه به هم لوړه کړی.
د طالبانو مشر ملا هبت الله ته په منسوب یو غږیز فایل کې چې پرون یکشنبه خپور شوی، ویل شوي چې د ښځو او یا بشر حقونه نه مني، «موږ د الله حدود نافذوو، تاسې (لوېدیځوال) به واياست چې دا د ښځو حقوقو پایماله کېدل دي چې په ډبرو یې ولئ. سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو په عام محضر کې به یې په ډبرو ولو او یا به ښځې په دورو وهو، دا ټول ستا د ډيموکراسي خلاف دي. په دې هر یوه به ستا سره مقابله کوو،»
