• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل او بلخ کې د 'تښتوونکو او باغیانو' په تور څلور کسان وژلي او ځینې یې نیولي

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۳۱ GMT+۰

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ تېره شپه ناوخته ويلي چې د کابل ښار ۱۸مې حوزې سره یې دوه تنه «تښتوونکي» وژلي. هاخوا د بلخ ولايت په زارۍ ولسوالۍ کې طالبانو ويلي چې دوه تنه «باغیان» یې وژلي او درې نور یې ژوندي نیولي.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ تېره شپه یکشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د کابل ښار ۱۸مې حوزې سیمه کې یې دوه تنه «تښتوونکي د پولیسو پر ګزمې له ډزو وروسته وژلي او یو تن یې ژوندی نیولی.»

بلخوا د بلخ ولايت رسنیزو مسولانو ویلي چې د دغه ولایت په زارۍ ولسوالۍ کې یې دوه تنه «باغیان» وژلي او درې نور یې ژوندي نيولي. چې د دوی په ټکو «دغو کسانو غوښتل چې د خلکو دوکانونو ته اور ورته کړي.»

د دغو دواړو پېښو د سپیناوي لپاره داسې خپلواکې ادارې په افغانستان کې نشته چې د دغو وژل شویو او نیول شويو کسانو په اړه د طالبانو لګول شوي تورونه ثابت کړي.

د شنوونکو په باور، طالبان ډېر کله خپل منتقدان او سیالان په یوه او بله پلمه زنداني کوي، شکنجه کوي او یا یې په یوه او بل نوم وژني.

په کندهار کې د وري میاشتې په دویمه نیټه د داعش ډلې له یوه ځانمرګي برید وروسته چې له امله یې لږ تر لږه ۴۳ کسان ووژل او ۴۵ نور ټپیان شول طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو ځل بیا د پخواني حکومت د کارکوونکو، غلو، تښتوونکو او باغیانو په نوم د خلکو وژلو ته زور ورکړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

•
•
•

نور کیسې

رینا امیري: په طالبانو غږ کوو چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۳۴ GMT+۰

د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې وايي، چې د طالبانو په حکومت یو ځل بیا غږ کوي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي. د طالبانو مشر ملا هبت الله ته په منسوب یو غږیز فایل کې ویل شوي چې «بشري حقونه د غرب د ډیموکراسۍ غوښتنه ده او موږ یې نه منو.»

د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د حق نړېوالې ورځې په مناسبت نن دوشنبه د (وري شپږمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو په حکومت یو ځل بیا غږ کوي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

رینا امیري وړاندې وايي، «نن د حق د نړیوالې ورځې په مناسبت، موږ په طالبانو غږ کوو چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د ورکو شویو او نیول شویو فعالانو کورنیو ته معلومات ورکړي چې د کورنۍ غړي یې چې د حق لپاره یې مبارزه کړې، چیرې دي؟»

هغه زیاتوي، چې طالبان دې د بشري حقونو فعالان خوشې کړي او د حق مبارزې په وړاندې خنډونه دې له منځه یوسي.

رینا امیري د شنبې په ورځ هم پر اېکس پاڼه خپاره کړي پیغام کې پر افغان ښځو او نجونو د زده کړو د بندیز د دوام په اړه غبرګون کې د طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان د ۵۰ سلنه نفوس د ظرفیت له منځه وړل بللي و.

اغلې امیري یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پر افغان ښځو د دغو بندیزونو دوام به افغانستان په بهرنیو مرستو پورې تړلی وساتي او د جبري کډوالی کچه ​​به هم لوړه کړی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله ته په منسوب یو غږیز فایل کې چې پرون یکشنبه خپور شوی، ویل شوي چې د ښځو او یا بشر حقونه نه مني، «موږ د الله حدود نافذوو، تاسې (لوېدیځوال) به واياست چې دا د ښځو حقوقو پایماله کېدل دي چې په ډبرو یې ولئ. سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو په عام محضر کې به یې په ډبرو ولو او یا به ښځې په دورو وهو، دا ټول ستا د ډيموکراسي خلاف دي. په دې هر یوه به ستا سره مقابله کوو،»

د امریکایي سناتورانو خبرداری: داعش چې په مسکو کې برید وکړ، پر امریکا به هم برید وکړي

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۲:۴۵ GMT+۰

دوو جمهوري غوښتونکو سناتورانو ټام کاټن او مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ وویل، چې په مسکو کې د کنسرټ په یوه تالار کې د داعش ډلې له برید وروسته په امریکا او د امریکایي وګړو په وړاندې د دغې ډلې د برید د احتمال په اړه اندېښمن دي.

کاټن وایي: «دا له افغانستانه د وتلو ناکامه پالیسي څرګندوي.»
داعش ډلې د (وري درېیمه) نېټه په مسکو کې د یوه کنسرټ په تالار برید وکړ، چې له امله یې ۱۳۰ کسان ووژل شول.
د امریکا د سنا د اطلاعاتو د کمیټې غړي ټام کاټن وایي، چې نوموړی د امریکایانو په وړاندې د داعش د احتمالي برید په اړه «ډېر اندیښمن» دی او دا یې یو «ستر ګواښ» وباله.
کاټن فاکس نیوز ته ویلي: «د خواشینۍ ځای دی چې په مسکو کې بې ګناه خلک، ښځې او ماشومان ووژل شول، بل برید کیدای شي په اسیا امو اروپا کې د امریکا په سفارت خونو یا د دوی په هغو زده کوونکي وي چې اراړ وپا ته په علمي سفر کې دي.»
نوموړي زیاته کړه: «دا وضعیت له افغانستانه د بایډن د ناکامه وتلو خطرناکې پایلې دي چې څرګندیږي.»
د فلوریډا سناتور مارکو روبیو هم د امریکا په خاوره کې د داعش احتمالي بریدونه له افغانستانه د دغه هېواد له ناکامه وتلو سره تړلي بولي.

نوموړي اې بي سي ټلویزیون ته وویل: «داعش ډلې ځان جوړ کړی او بیا ځلې راپورته شوې ده، لکه څنګه چې مونږ مخکې هم له افغانستانه د ناوړه وتلو په اړه خبرداری ورکړی و.»

روبیو زیاته کړه: «یو لامل چې مونږ نه غوښتل له افغانستان په چټکۍ سره د وتلو بهیر ترسره شي دا و، چې داعش ته د عملیاتو زمینه برابره شوه او دغه ډله په بهر کې بیا ځلې د هدفونو د په نښه کولو په موخه راپورته شوې ده، له هغه وخته تراوسه پورې دغې ډلې په افغانستان کې ځیني بریدونه کړي دي.»

سناتور روبیو وایي، داعش ډله وتوانېده چې په ایران او مسکو کې ترهګریز بریدونه وکړي او دوی به ورته بریدونه په امریکا هم وکړي.

نوموړي د بایډن له حکومته وغوښتل، چې د امریکا د سرحدونو امنیت پیاوړی کړي، چې د امریکا خاورې ته د ترهګرو د ننوتلو مخه ونیول شي او د مسکو برید ته ورته برید په امریکا کې ونه شي.

د حکمتیار زوی: د استوګنې ځای مو نه دی محاصره شوی، کابل کې د اوسیدو ځای بدلوو

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۴۶ GMT+۰

د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې کابل کې د دوی د استوګنې ځای نه دی محاصره شوی، بلکې دوی په دغه ښار کې د خپل اوسیدو ځای بدلوي.

هغه وايي:‌ “تر څو میاشتو بحث وروسته نتیجه دا شوه چې له پخواني حکومت سره د سولې هوکړه اوسني حکومت ته د منلو وړ نه ده. له تېر حکومت سره د سولې له تړون یوازې همدا د اوسېدو ځای پاتې و.”

تر دې وړاندې حکمتیار ته یوې نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په حکم په کابل کې د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار کور د تخلیې په موخه محاصره شوی دی.

دغې سرچینې زیاته کړې وه، چې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ځکه دا حکم کړی، چې د ښاغلي حکمتیار کور د ملي دفاع وزارت اړوند ځمکه کې جوړ شوی دی.

سرچینه ویلي و، چې د طالبانو وسله والو له حکمتیار او د هغه د دفتر له غړو غوښتي، چې کور پرېږدي او له دغه ځایه ووځي.

په ورته وخت کې حکمتیار ته نېږدې شخص او د اسلامي حزب د رهبرۍ شورا غړي کریم امین ویلي، چې د حکمتیار کور د طالبانو له خوا نه دی محاصره شوی؛ بلکې تصمیم نیول شوی، چې د نوموړي کور او دفتر له دغې سیمې و بلې سیمې ته انتقال کړي.

په دې وروستیو کې د اسلامي حزب رهبر ګلبدین حکمتیار په یوې انلاین غونډه کې د طالبانو د نظام پر ډول، د نجونو پر ښوونځیو او د واک پر انحصار نیوکې کړې وې.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار کور او دفتر د دارالمان په سیمه کې په ۱۸ جریبه ځمکې کې اباد شوی دی.

سرچينې: په زابل کې طالبانو د ولسي جرګې د مخکني غړي حمیدالله توخي دوکانونه په زور نړولي

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۰ GMT+۰

د زابل څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچينو ويلي، چې طالبانو په دې ولایت کې د ولسي جرګې د مخکني غړي حميد الله توخي تر ۸۰ زيات دوکانونه او يو د تيلو پمپ نړولی. حميد الله توخي ته نږدې سرچينې وايي، چې دا د نوموړي شخصي ملکيت و.

سرچینو د زابل څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د یکشنبې په ورځ د (وري ۵مه)هغه ويديو او تصويرونه ليږلي، چې طالبان د قومي مشر او د ولسي جرګې د مخکني غړي حميدالله توخي دوکانونه او د تيلو پمپ ویجاړ کړی.

سرچينه زياتوي، چې دغه دوکانونه د زابل مرکز کلات اړوند په مرکزي څلور لاري کې جوړ شوي.

زابل مرکز کلات کې د ولسي جرګې د مخکني غړي حميدالله توخي دوکانونه
100%
زابل مرکز کلات کې د ولسي جرګې د مخکني غړي حميدالله توخي دوکانونه

د سرچينو په خبره، چې نړول شوي دوکانونه تر ۸۰ زيات دي، چې د حميدالله توخي شخصي ملکیت دی او طالبان په زور نړولي

سرچينه زياتوي: « تر ۸۰ زيات دوکانونه او يو د تيلو پمپ د وکیل حمیدالله توخي دي، چې طالبانو ونړول، ځني دوکانونه چې نه دي نړول شوی، طالبان يې د بمونو په وسیله نړوي.»

په زابل کې د طالبانو ولایت مقام په دې اړه د خبرو کولو څخه ډډه کول؛ خو یو ځايي طالب سرچينه وايي، چې دغه دوکانونه د سړک د پراخېدو لپاره نړول شوي.

حميدالله توخي ته نږدې سرچينې وايي؛ طالبانو د دوکانونو او تیلو د پمپ ویجاړولو لپاره دوی ته مخکې خبر نه و ورکړی او نه يې هم د سړک پراخېدو موضوع ورسره شریکه کړې.

حمیدالله توخي قومي مشر، دوې دورې په ولسي جرګه کې د زابل د خلګو استازی و او په زابل کې وروستی والي پاتې شوی.

د نوموړی زوی اصف توخي، چې په زابل کې د کنډک قوماندان، وروسته د زابل د امنيت امر او بیا په پکتيکا کې د امنيت امر وټاکل شو، په پکتیکا کې د دندې پر مهال د سړک غاړي په ماين چاودنه کې ووژل شو.

کابل کې امربالمعروف ښځو ته د حجاب او سړو ته په جماعت د لمانځه کولو سپارښتنه کړې

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۰ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت کارکوونکو له ښاریانو سره په ليدنو کې ښځو ته د حجاب کولو او سړو ته يې په جماعت د لمانځه کولو سپارښتنه کړې. دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې ليکلي دا «الهي حکم دی» چې باید عملي شي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت نن یکشنبه د (وري ۵مه) په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې وزارت کارکوونکو د کابل ښار په سوداګريزو مارکيټونو او تفريح ځایونو کې خلکو ته د اصلاح په موخه لارښوونې کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د کابل ښاريانو غوښتي، چې ځانونه پر «شریعت» برابر کړی.

د خبرپانې په يوې برخه کې راغلي: « په دې لېدونو کې د کابل ښاريانو ته د اسلامي حجاب، په دوامداره توګه په جماعت لمونځ کول، نبوي سنتو صورت او سيرت برابرول، موسيقي نه اورېدل او خمار نه کولو لارښوونې وشوې.»

په خبرپاڼه کې له ښځو په ټينګه غوښتل شوي، چې بايد حجاب مراعت کړي؛ خو طالبانو د حجاب مراعتولو د ډول په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو دغه وزارت وايي، چې «الهي حکم او شریعت» عملي کول پر ټولو لازمي دی.

په ډېرو ښارونو کې د ټولنيزو بنديزونو د پلي کولو لویه برخه د طالبانو امربالمعروف وزارت محتسبان پر غاړه لري.

دې ډلې ان د کابل ښار د ګڼې ګوڼې ساحې څخه په عام بازار کې ښځې د حجاب د نه مراعتولو په نوم خپلو موټرانو ته پورته کړي، چې د ډېرو کسانو له سختو انتقادونو سره مخ شوي.