
د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې کابل کې د دوی د استوګنې ځای نه دی محاصره شوی، بلکې دوی په دغه ښار کې د خپل اوسیدو ځای بدلوي.
هغه وايي: “تر څو میاشتو بحث وروسته نتیجه دا شوه چې له پخواني حکومت سره د سولې هوکړه اوسني حکومت ته د منلو وړ نه ده. له تېر حکومت سره د سولې له تړون یوازې همدا د اوسېدو ځای پاتې و.”
تر دې وړاندې حکمتیار ته یوې نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په حکم په کابل کې د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار کور د تخلیې په موخه محاصره شوی دی.
دغې سرچینې زیاته کړې وه، چې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ځکه دا حکم کړی، چې د ښاغلي حکمتیار کور د ملي دفاع وزارت اړوند ځمکه کې جوړ شوی دی.
سرچینه ویلي و، چې د طالبانو وسله والو له حکمتیار او د هغه د دفتر له غړو غوښتي، چې کور پرېږدي او له دغه ځایه ووځي.
په ورته وخت کې حکمتیار ته نېږدې شخص او د اسلامي حزب د رهبرۍ شورا غړي کریم امین ویلي، چې د حکمتیار کور د طالبانو له خوا نه دی محاصره شوی؛ بلکې تصمیم نیول شوی، چې د نوموړي کور او دفتر له دغې سیمې و بلې سیمې ته انتقال کړي.
په دې وروستیو کې د اسلامي حزب رهبر ګلبدین حکمتیار په یوې انلاین غونډه کې د طالبانو د نظام پر ډول، د نجونو پر ښوونځیو او د واک پر انحصار نیوکې کړې وې.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار کور او دفتر د دارالمان په سیمه کې په ۱۸ جریبه ځمکې کې اباد شوی دی.