حکمتیار ته نېږدې سرچینې: طالبانو له ماښام راهیسې د حکمتیار کور محاصره کړی

حکمتیار ته نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن ماښام مهال په کابل کې د جهادي مشر او د اسلامي ګوند رهبر ګلبدین حکمتیار کور د طالبانو له خوا محاصره شوی دی.

حکمتیار ته نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن ماښام مهال په کابل کې د جهادي مشر او د اسلامي ګوند رهبر ګلبدین حکمتیار کور د طالبانو له خوا محاصره شوی دی.
دغې سرچینې زیاته کړې، چې دا مهال د محاصرې د علت په اړه د طالبانو له خوا څه نه دي ویل شوي؛ خو د طالبانو یو شمېر وسله وال د نوموړي له ګوره ګېرچاپېره راټول شوي دي.
سرچینه وايي، چې طالبان چا ته د نوموړي کور ته د ننوتلو او راوتلو اجازه نه ورکوي.
تر اوسه پورې طالبانو هم په رسمي ډول د نوموړي د کور د محاصرې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د اسلامي حزب رهبر ګلبدین حکمتیار په یوې انلاین غونډه کې د طالبانو د نظام پر ډول، د نجونو پر ښوونځیو او د واک پر انحصار نیوکې کړې وې.

تر اوسه پورې ښاغلي حکمتیار هم په رسمي ډول یاده محاصره نه ده تایید کړې.


د یحیی حافظ ګل بهادر په مشرۍ د ټي ټي پي یوه تازه ویډیو خپره شوې او جیو نیوز په یوه راپور کې ادعا کړې، چې یاده ډله د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډېورنډ کرښه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د برید پلان جوړوي.
جیو نیوز د یکشنبې په ورځ (د وري ۵مه) د دغې ویډیو په خپرولو سره ویلي؛ په ویډیو کې لیدل کیږي چې حافظ ګل بهادر د افغانستان اړوند سرحدي سیمه کې په پاکستان کې د برید لارښوونه کوي.
د راپور له مخې؛ په ویډیو کې دا هم لیدل کیږي چې د طالبانو یو قوماندان وایي:"موږ له پاکستانه د غچ اخیستلو ته چمتو یو."
په ویډیو کې د طالبانو مشر وايي، چې د پلان له مخې شپږ راکټونه د برید لپاره چمتو دي او دوی د خپل مشر ملا عبادالله حکم ته انتظار باسي.
دغه راز؛ په ویډيو کې یو شمېر جنګیالي هم لیدلي کیږي، چې د پاکستان پر ضد جنګېدو ته تیاری ښيي.
د افغانستان طالبانو بیا تر اوسه ددې ویډیو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په دغه ویډیو کې چې دقیق وخت او سیمه یې نه ده معلومه ښودل کیږي، چې د ټي ټي پي قوماندان او غړي یې د افغانستان په خاوره کې دي.
پاکستاني چارواکو په ځلونو طالب چارواکو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې په استفادې سره پر پاکستان برید کوي.
طالبان بیا دا ادعاوې ردوي او وایي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې امنیتي ګواښونه رامنځته کړي.
دا ویډیو تر هغه وروسته خپریږي، چې پاکستاني ځواکونو تېره اونۍ پر پکتیکا او خوست ولایتونو هوایي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې د دریو ماشومانو په ګډون اته ښځې ووژل شوې.
دا پېښه له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ که دا ډول بریدونه دوام وکړي پایلې به یې د دواړو هېوادونو لپاره ښې نه وي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د یکشنبې په ورځ په خواله رسنۍ اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې ازادي یوازې پر محلي ځواکونو د تکیې او د هغو د انسجام له لارې تر لاسه کېدلی شي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو مشر د نورو سیاسي رهبران په پرته دا امتیاز لري، چې خپلې عقیدې په واضح توګه بیانوي او د طالبانو مفکورې ته که هر څومره ارایش ورکړل شي، بیا هم هغه څه دي، چې د دهغه په وینا ملاهبت الله یې وايي.
ښاغلي سپنتا ویلي: “د طالب افغان لابيګران د لودیځو او ګاونډیو هېوادونو خاص استازي ریښتیا نه وايي.”
هغه ویلي؛ که د ټول شموله حکومت یا هر بل بدلون لپاره د نورو لاس ته وګورو؛ نو د نن په پرتله به له بدتر سرنوشت سره مخامخ شو.
هغه ټینګار کړی، چې د تېرو تېروتنو څخه باید درس واخیستل شي.
دا لومړی ځل دی، چې ښاغلی ډاکتر رنګین دادفر سپنتا د طالبانو پر وړاندې د ولسي ځواکونو د انسجام نسخه وړاندې کوي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د تخار په تالقان ښار کې په يوه هدفي بريد کې د يوه طالب د وژلو او درې نورو د زخمي کېدو خبر ورکړی. جبهې په خپل خبر کې ويلي، چې دغه هدفي بريد نيم ساعت دوام درلود.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې نن یکشنبه د (وري ۵مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکي، چې بريد يې نن غرمه ۱۲ بجې د تلقان ښار د پنځمې حوزې اړوند د نهرچمن په ساحه کې د طالبانو پر يوې پوستې کړی.
جبهې ليکلي، چې په بريد کې يې يو طالب وژلی او درې نور يې زخمي کړی؛ خو وايي د دوي ځواکونو او ملکي کسانو ته زيان نه دی اوښتی.
طالبانو د دې برید په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د ملي مقاومت جبهې په تېره اونۍ کې هم په کابل کې د طالبانو پر يوې پوستې د بريد او طالبانو ته مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی و.

د افغان ښځو او بشري حقونو ملاتړ کوونکي او فعالاني وايي، چې په افغانستان کې د حقوقي، قضايي او عدلي سیسټمونو نه شتون د ښځو پر وړاندې کورني تاوتريخوالي زيات کړي دي. په تېره يوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د کورني تاوتريخوالي له امله ۶ وژل شوي دي.
د کندهار په مېوند ولسوالۍ کې تېره ورځ د (وري ۴مه) د کورنۍ د جنجال له امله يوه مېرمن وژل شوې.
په کندهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په يوې خبرپاڼه کې ويلي: « یو کس دوې مېرمنې لرلې د کورني اختلافاتو له امله د يوې مېرمني زوی د پلار دويمه مېرمن په ډزو ويشتلې او وژلې ده.»
طالبان وايي؛ د بريد کوونکي کس د نیولو هڅې رواني دي.
وژل شوې مېرمن د ۶ اولادونو مور وه.
یوه اونۍ وړاندې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې هم يوې مېرمنې ځان وژلی.
طالبانو ويلي، چې انجلۍ عصابي ناروغي لرل؛ خو د سيمو خلکو بيا ويل، چې کورنی جنجال و.
څلور ورځې مخکي د ننګرهار په کوز کونړ کې هم يوې ښځې ځان وژلی و، چې ننګرهار کې د ځان وژونکې ښځې بدلنۍ هم د هغې د غچ اخیستو په بدل کې د خسر او لېور له لوري وژل شوه.
دوې ورځې وړاندې په ننګرهار کې په يوې جلا پېښه کې يو کس خپله مېرمن او انګور وژلي وه.
دې ټولو پېښو ته په اشارې د ښځو ملاتړې او فعالانې وايي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د ښځو په وړاندې ستونزې او دا ډول وژنې زياتې شوې دي.
طالبان تر ډېره د ښځو د وژنو دا ډول پېښو ته د عصبي ناروغيو نوم ورکوي او غواړي په همدې دول له مسووليته ځان خلاص کړي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل تازه بیان کې د ښځو اړوند ويلي، چې «له دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړو.»
هغه وايي؛ دوی به له دې وروسته په عملي ډول شریعت پلی کړي.
ملا هبت الله په يوه غږیزه وينا کې ويلې: «موږ د الله حدود نافذوو، تاسې (لوېدیځوال) به واياست، چې دا د ښځو حقوقو پایماله کېدل دي، چې په ډبرو یې ولئ. سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو په عام محضر کې به یې په ډبرو ولو او یا به ښځې په دورو وهو، دا ټول ستا د ډيموکراسي خلاف دي. په دې هر یوه به ستا سره مقابله کوو.»
د ښځو فعالانې د ښځو د غږ نه اورېدل، حقوقي او عدلي ادارو ته نه پرېښودل او د دوی ستونزو ته نه لاس رسی د کورني تاوتریخوالي لامل بولي.
د بشري حقونو ملاتړې او د ښځو فعاله نظيفې جلالي د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو په وړاندي د روان وضعت په اړه اندېښنه وښوده او زياته یې کړه، چې افغان مېرمني حقوقي، عدلي او د ستونزو د حل رسولو لپاره هېڅ بنسټ او ادارې ته لاس رسۍ نه لري.
د جلالي په خبره، چې د همدې امله د کورني تاوتريخوالي پېښې زياتي شوي دي.
هغه زياتوي: « افغان مېرمني حقوقي، عدلي او قضايي ادارو ته لاس رسۍ نه لري، طالبان چې په د ښځو حقونو ورکولو ته د اسلامي چوکاټ نوم ورکوي، دا هم په اسلام سره په ټکر کې دي.د ښځو په وړاندي روان وضعت د اندېښنې وړ دی.»
د اغلي جلالي په خبره؛ په لېرو پرتو سيمو کې د ښځو د تاوتريخوالي موضوعات خورا زيات دي، چې تر ډېره ورته رسنۍ لاس رسی نه لري.
د تېر جمهوريت پر مهال د ښځو اړوند وزارت، د بشري حقونو ادارې او د ښځو د ملاتړ بنسټونه فعال او تر ډېره به يې د ښځو د ستونزو او تاوتريخوالي قضيې څېړلې، چې اوس مهال طالبانو دا ټول بنسټونه بند کړي دي.
دامهال د طالبانو په شتون او يوې نرواکه ټولنه کې د ښځو د تاوتريخوالي د پېښو مخنيوي ته لاس رسی او غږ اورېدل تر بل هر وخت سخت شوي دي.

د مارچ په ۲۴مه د نري رنځ د نړۍوالې ورځې په مناسبت د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د نري رنځ شاوخوا ۸۰ زره پېښې ثبت شوې دي. دغه سازمان نري رنځ په افغانستان کې د عامې روغتیا یوه لویه ننګونه بللې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ چې د روانې میاشتې پنځمه د نري رنځ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، د ایکس ټولنیزې شبکې په خپله پاڼه کې لیکلي چې د دې ناروغۍ درملنه او مخنیوی کېدی شي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د نري رنځ د نه تشخیص او درملنې په صورت کې وژونکی کېدی شي.
د دغه سازمان له خوا په یوه خپره شوې ویډیو کې یوه افغان ډاکټر ویلي، چې په افغانستان کې د نري رنځ د تشخیص څه باندې درې زره مرکزونه شته.
د دې ډاکټر په وینا؛ نري رنځ له یو کس څخه بل ته د هوا، تنفس، ټوخي، پرنجي له لارې انتقالیږي.
تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا په وزارت کې طالب چارواکو ویلي وو، چې په افغانستان کې هر کال له ۱۰ تر ۱۲ کسان د دغې ناروغۍ له امله مري.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي؛ نري رنځ په نړۍ کې د مړینې له لسو مهمو لاملونو څخه دی او هر کال په میلیونونو کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي.
د طالبانو له واک ته رسېدو او د نړۍوالو مرستو له کمېدو وروسته په افغانستان کې روغتیايي خدمات هم اغېزمن شوي او بېلابېلې ناروغۍ ډېرې شوې دي.