• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملي مقاومت جبهې په تخار کې ۴ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د تخار په تالقان ښار کې په يوه هدفي بريد کې د يوه طالب د وژلو او درې نورو د زخمي کېدو خبر ورکړی. جبهې په خپل خبر کې ويلي، چې دغه هدفي بريد نيم ساعت دوام درلود.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې نن یکشنبه د (وري ۵مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکي، چې بريد يې نن غرمه ۱۲ بجې د تلقان ښار د پنځمې حوزې اړوند د نهرچمن په ساحه کې د طالبانو پر يوې پوستې کړی.

جبهې ليکلي، چې په بريد کې يې يو طالب وژلی او درې نور يې زخمي کړی؛ خو وايي د دوي ځواکونو او ملکي کسانو ته زيان نه دی اوښتی.

طالبانو د دې برید په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د ملي مقاومت جبهې په تېره اونۍ کې هم په کابل کې د طالبانو پر يوې پوستې د بريد او طالبانو ته مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ښځو د حقونو ملاتړې: په افغانستان کې د حقوقي بنسټونو نه شتون کورني تاوتريخوالي زيات کړی

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۴۳ GMT+۰

د افغان ښځو او بشري حقونو ملاتړ کوونکي او فعالاني وايي، چې په افغانستان کې د حقوقي، قضايي او عدلي سیسټمونو نه شتون د ښځو پر وړاندې کورني تاوتريخوالي زيات کړي دي. په تېره يوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د کورني تاوتريخوالي له امله ۶ وژل شوي دي.

د کندهار په مېوند ولسوالۍ کې تېره ورځ د (وري ۴مه) د کورنۍ د جنجال له امله يوه مېرمن وژل شوې.

په کندهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په يوې خبرپاڼه کې ويلي: « یو کس دوې مېرمنې لرلې د کورني اختلافاتو له امله د يوې مېرمني زوی د پلار دويمه مېرمن په ډزو ويشتلې او وژلې ده.»

طالبان وايي؛ د بريد کوونکي کس د نیولو هڅې رواني دي.

وژل شوې مېرمن د ۶ اولادونو مور وه.

یوه اونۍ وړاندې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې هم يوې مېرمنې ځان وژلی.

طالبانو ويلي، چې انجلۍ عصابي ناروغي لرل؛ خو د سيمو خلکو بيا ويل، چې کورنی جنجال و.

څلور ورځې مخکي د ننګرهار په کوز کونړ کې هم يوې ښځې ځان وژلی و، چې ننګرهار کې د ځان وژونکې ښځې بدلنۍ هم د هغې د غچ اخیستو په بدل کې د خسر او لېور له لوري وژل شوه.

دوې ورځې وړاندې په ننګرهار کې په يوې جلا پېښه کې يو کس خپله مېرمن او انګور وژلي وه.

دې ټولو پېښو ته په اشارې د ښځو ملاتړې او فعالانې وايي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د ښځو په وړاندې ستونزې او دا ډول وژنې زياتې شوې دي.

طالبان تر ډېره د ښځو د وژنو دا ډول پېښو ته د عصبي ناروغيو نوم ورکوي او غواړي په همدې دول له مسووليته ځان خلاص کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل تازه بیان کې د ښځو اړوند ويلي، چې «له دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړو.»

هغه وايي؛ دوی به له دې وروسته په عملي ډول شریعت پلی کړي.

ملا هبت الله په يوه غږیزه وينا کې ويلې: «موږ د الله حدود نافذوو، تاسې (لوېدیځوال) به واياست، چې دا د ښځو حقوقو پایماله کېدل دي، چې په ډبرو یې ولئ. سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو په عام محضر کې به یې په ډبرو ولو او یا به ښځې په دورو وهو، دا ټول ستا د ډيموکراسي خلاف دي. په دې هر یوه به ستا سره مقابله کوو.»

د ښځو فعالانې د ښځو د غږ نه اورېدل، حقوقي او عدلي ادارو ته نه پرېښودل او د دوی ستونزو ته نه لاس رسی د کورني تاوتریخوالي لامل بولي.

د بشري حقونو ملاتړې او د ښځو فعاله نظيفې جلالي د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو په وړاندي د روان وضعت په اړه اندېښنه وښوده او زياته یې کړه، چې افغان مېرمني حقوقي، عدلي او د ستونزو د حل رسولو لپاره هېڅ بنسټ او ادارې ته لاس رسۍ نه لري.

د جلالي په خبره، چې د همدې امله د کورني تاوتريخوالي پېښې زياتي شوي دي.

هغه زياتوي: « افغان مېرمني حقوقي، عدلي او قضايي ادارو ته لاس رسۍ نه لري، طالبان چې په د ښځو حقونو ورکولو ته د اسلامي چوکاټ نوم ورکوي، دا هم په اسلام سره په ټکر کې دي.د ښځو په وړاندي روان وضعت د اندېښنې وړ دی.»

د اغلي جلالي په خبره؛ په لېرو پرتو سيمو کې د ښځو د تاوتريخوالي موضوعات خورا زيات دي، چې تر ډېره ورته رسنۍ لاس رسی نه لري.

د تېر جمهوريت پر مهال د ښځو اړوند وزارت، د بشري حقونو ادارې او د ښځو د ملاتړ بنسټونه فعال او تر ډېره به يې د ښځو د ستونزو او تاوتريخوالي قضيې څېړلې، چې اوس مهال طالبانو دا ټول بنسټونه بند کړي دي.

دامهال د طالبانو په شتون او يوې نرواکه ټولنه کې د ښځو د تاوتريخوالي د پېښو مخنيوي ته لاس رسی او غږ اورېدل تر بل هر وخت سخت شوي دي.

د نري رنځ نړۍواله ورځ؛ تېر کال په افغانستان کې د نري رنځ ۸۰ زره پېښې ثبت شوې وې

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د مارچ په ۲۴مه د نري رنځ د نړۍوالې ورځې په مناسبت د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د نري رنځ شاوخوا ۸۰ زره پېښې ثبت شوې دي. دغه سازمان نري رنځ په افغانستان کې د عامې روغتیا یوه لویه ننګونه بللې ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ چې د روانې میاشتې پنځمه د نري رنځ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، د ایکس ټولنیزې شبکې په خپله پاڼه کې لیکلي چې د دې ناروغۍ درملنه او مخنیوی کېدی شي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د نري رنځ د نه تشخیص او درملنې په صورت کې وژونکی کېدی شي.

د دغه سازمان له خوا په یوه خپره شوې ویډیو کې یوه افغان ډاکټر ویلي، چې په افغانستان کې د نري رنځ د تشخیص څه باندې درې زره مرکزونه شته.

د دې ډاکټر په وینا؛ نري رنځ له یو کس څخه بل ته د هوا، تنفس، ټوخي، پرنجي له لارې انتقالیږي.

تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا په وزارت کې طالب چارواکو ویلي وو، چې په افغانستان کې هر کال له ۱۰ تر ۱۲ کسان د دغې ناروغۍ له امله مري.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي؛ نري رنځ په نړۍ کې د مړینې له لسو مهمو لاملونو څخه دی او هر کال په میلیونونو کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي.

د طالبانو له واک ته رسېدو او د نړۍوالو مرستو له کمېدو وروسته په افغانستان کې روغتیايي خدمات هم اغېزمن شوي او بېلابېلې ناروغۍ ډېرې شوې دي.

د کندهار برید؛ طالبانو د کندهار د خونړي ځانمرګي بریدګر په اړه نیمګړي معلومات خپاره کړي دي

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۳۳ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل داسې معلومات ترلاسه کړي، چې د مادیاروف اسدبیک په اړه نور جزییات وړاندې کوي، هغه ځوان چې د طالبانو استخباراتي رسنیو د کندهار د ځانمرګي برید عامل پېژندلی و.

د دې معلوماتو له مخې؛ اسدبیک چې په ۱۹۹۹ کال کې زېږېدلی، له داعش سره تر یو ځای کېدو مخکې په روسیه کې زده کوونکی و.

مادیاروف اسدبیک په ټولنیزو شبکو کې د خپلو کاروونکو حسابونو کې د خپل شخصي ژوند په اړه معلومات خپاره کړي.

افغانستان انټرنشنل په فیسبوک او لینکین کې د دغه ځوان د کاروونکي اکاونټ کتلی، چې ښيي دغه ځوان په ۱۹۹۹ کال کې زېږېدلی او د ازبکستان د خوارزم ښار د اورنج سیمې له اصلي اوسېدونکو څخه و.

تر دې مخکې د طالبانو استخباراتو ته نږدې یوې ویب پاڼې المرصاد ویلي وو، چې د کندهار د وروستي برید عامل د منځنۍ اسیا د یوه هېواد تبعه و.

خو المرصاد څرګنده نه کړه، چې دغه ځانمرګی بریدګر د منځنۍ اسیا د کوم هېواد تبعه و.

په ټولنیزو شبکو کې د مادیاروف اسدبیک د کاروونکو حسابونه ښیي، چې هغه د داعش خراسان سره د یوځای کېدو دمخه د روسیې د سن پترزبورگ پولي تخنیک پوهنتون کې زده کړې کولې.

د دې معلوماتو له مخې؛ هغه د ۲۰۲۱ کال تر نومبر پورې په روسیه کې پاتې شوی.

100%

پاکستاني امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نوموړی په خراسان کې له داعش سره له یو ځای کېدو وروسته افغانستان ته تللی او له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۴ کال پورې په کندهار کې تر ځانمرګي برید پورې په افغانستان کې پاتې شوی دی.

د طالبانو استخباراتو ته نږدې یوې رسنۍ المرصاد مخکې لیکلي وو، چې د کندهار د برید عامل له پېښې څو ورځې وړاندې د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه افغانستان ته راغلی و.

د پنجشنبې په ورځ (د وري د دویمه) په خونړي برید کې چې د کندهار ښار په لومړی امنیتي حوزه کې ترسره شو لږ تر لږه ۴۳ تنه ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول. د داعش خراسان څانګې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

المرصاد د طالبانو د یوې امنیتي سرچینې له خولې ویلي، چې دغه ځانمرګی دوه میاشتې وړاندې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعش له خراسان څانګې سره یوځای شوی و او په دغه صوبه کې یې "نظریاتي او ایډیالوژیکه" روزنه تر لاسه کړې وه.

خو په ټولنيزو شبکو کې د مادیاروف اسدبیک خپاره شوي انځورنه ښيي، چې هغه تر دې وخته مخکې بنسټپالو افکارو ته لېوال و.

مادیاروف اسدبیک دوه کاله مخکې په لیکین کې یو انځور خپور کړی، چې هغه یې د خپل لاس ګوتې نیولې وې، لکه څنګه چې د داعش غړي معمولا په عکسونو کې کوي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې یې په ټولنیزو شبکو کې یو بل عکس خپور کړی، چې پکې هغه په ​​یوه کتابتون کې ناست دی او تر شا یې له دیني کتابونو ډکه المارۍ لیدل کیږي.

100%

لاوروف پر مسکو له برید وروسته: امریکا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده کړې

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د مسکو په څنډه کې له خونړي برید دوه ورځې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا پر سیاستونو نیوکه وکړه. سرګي لاوروف د روسیه یو تلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په افغانستان کې شل کلن حضور دا وښوده، چې امریکا له تروریزم سره مبارزه نه ده کړې».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې د نیویارک پر دوو برجونو له برید وروسته امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په « خواخوږۍ» سره افغانستان ته راغله او روسیې هم ورسره مرسته وکړه.

هغه څرګنده کړه: "په هغه وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لومړنی کس و، چې د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رییس جورج بوش سره یې اړیکه ونیوله او د هر ډول اړینې مرستې او ملاتړ وړاندیز یې وکړ."

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا؛ هغه مهال هیچا افغانستان ته د امریکا د ایتلافي ځواکونو راتګ یرغل او اشغال نه دی بللی، ځکه هر څوک پوهېدل چې د دغه ډول برید په اړه باید حساب کتاب وشي.

خو ښاغلي لاوروف زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور په دغه هېواد کې بله پایله درلوده.

هغه وویل: «هغوی هلته جوړښتونه او سازمانونه جوړ کړل، چې وروسته په القاعده بدل شول. بیا دوی دا په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې د ناغوښتل شوي رژیمونو د مجازاتو او هڅولو لپاره کارول پیل کړل."

د ښاغلي لاوروف دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې داعش ډلې د حمل پر درېیمه د جمعې په ماښام د مسکو په څنډه کې د کروکس کنسرت پر تالار د حملې مسوولیت منلی و.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان ووژل شول.

د ترکیې پولیسو په ادرنه او بالیکسیر ښارونو کې لسګونه افغان کډوال نیولي دي

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۵۲ GMT+۰

ترکي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد پولیسو په بالیکسیر ښار کې ۳۸ افغان کډوال او په ادرنه ښار کې ۲۱ افغان او پاکستاني کډوال نیولي دي. دغو رسنيو د وري په ٥مه خبر ورکړ، چې دغو پناه غوښتونکو په ترکيه کې د پاتې کېدو اجازه نه درلوده.

د راپورونو له مخې؛ د دغو کډوالو یوه ډله، چې د افغانستان او پاکستان اتباع هم په کې شامل دي، د «لالا پاشا» په سیمه کې په یوه پوسته کې نیول شوي او یو شمېر افغان کډوال له ترکیې څخه د دوی د «غیر قانوني وتلو» په ترڅ کې په یوې لارۍ کې نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ دغه بندیان د کډوالۍ توقیف ځایونو ته سپارل شوي دي.

په دې عملیاتو کې یو تن د انسان د قاچاق په تور نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې؛ د ترکیې پولیسو په بالیکسیر ښار کې په خپلو عملیاتو کې یوه بې جوازه وسله، د وسلو یوه زېرمه، اته مرمۍ، ۳۸ زره لیرې او یو سل ډالره ترلاسه کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې ترکیې د پناه غوښتونکو د توقیف او له سرحده د مخنیوي لړۍ ګړندۍ کړې ده.

په دې وروستیو کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د ترکیې په ۳۰ ښارونو کې د ناقانونه کډوالو د پېژندلو لپاره پوستې او ګرځنده ګزمې جوړې شوې دي.