• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لاوروف پر مسکو له برید وروسته: امریکا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده کړې

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د مسکو په څنډه کې له خونړي برید دوه ورځې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا پر سیاستونو نیوکه وکړه. سرګي لاوروف د روسیه یو تلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په افغانستان کې شل کلن حضور دا وښوده، چې امریکا له تروریزم سره مبارزه نه ده کړې».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې د نیویارک پر دوو برجونو له برید وروسته امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په « خواخوږۍ» سره افغانستان ته راغله او روسیې هم ورسره مرسته وکړه.

هغه څرګنده کړه: "په هغه وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لومړنی کس و، چې د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رییس جورج بوش سره یې اړیکه ونیوله او د هر ډول اړینې مرستې او ملاتړ وړاندیز یې وکړ."

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا؛ هغه مهال هیچا افغانستان ته د امریکا د ایتلافي ځواکونو راتګ یرغل او اشغال نه دی بللی، ځکه هر څوک پوهېدل چې د دغه ډول برید په اړه باید حساب کتاب وشي.

خو ښاغلي لاوروف زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور په دغه هېواد کې بله پایله درلوده.

هغه وویل: «هغوی هلته جوړښتونه او سازمانونه جوړ کړل، چې وروسته په القاعده بدل شول. بیا دوی دا په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې د ناغوښتل شوي رژیمونو د مجازاتو او هڅولو لپاره کارول پیل کړل."

د ښاغلي لاوروف دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې داعش ډلې د حمل پر درېیمه د جمعې په ماښام د مسکو په څنډه کې د کروکس کنسرت پر تالار د حملې مسوولیت منلی و.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان ووژل شول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې پولیسو په ادرنه او بالیکسیر ښارونو کې لسګونه افغان کډوال نیولي دي

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۵۲ GMT+۰

ترکي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد پولیسو په بالیکسیر ښار کې ۳۸ افغان کډوال او په ادرنه ښار کې ۲۱ افغان او پاکستاني کډوال نیولي دي. دغو رسنيو د وري په ٥مه خبر ورکړ، چې دغو پناه غوښتونکو په ترکيه کې د پاتې کېدو اجازه نه درلوده.

د راپورونو له مخې؛ د دغو کډوالو یوه ډله، چې د افغانستان او پاکستان اتباع هم په کې شامل دي، د «لالا پاشا» په سیمه کې په یوه پوسته کې نیول شوي او یو شمېر افغان کډوال له ترکیې څخه د دوی د «غیر قانوني وتلو» په ترڅ کې په یوې لارۍ کې نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ دغه بندیان د کډوالۍ توقیف ځایونو ته سپارل شوي دي.

په دې عملیاتو کې یو تن د انسان د قاچاق په تور نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې؛ د ترکیې پولیسو په بالیکسیر ښار کې په خپلو عملیاتو کې یوه بې جوازه وسله، د وسلو یوه زېرمه، اته مرمۍ، ۳۸ زره لیرې او یو سل ډالره ترلاسه کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې ترکیې د پناه غوښتونکو د توقیف او له سرحده د مخنیوي لړۍ ګړندۍ کړې ده.

په دې وروستیو کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د ترکیې په ۳۰ ښارونو کې د ناقانونه کډوالو د پېژندلو لپاره پوستې او ګرځنده ګزمې جوړې شوې دي.

طالبان وايي د تورخم لاره د تګ او راتګ لپاره بېرته پرانیستل شوه

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د سرحدي چارو مسوول عبدالجبار حکمت اعلان وکړ، چې د تورخم دروازه له درې ساعته ځنډ وروسته د پاکستان له لوري بېرته پرانیستل شوه. د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د ښاغلي حکمت له قوله راپور ورکړ، چې دغه لاره د "پاکستاني ملېشو ترمنځ د خپلمنځي جګړې" له امله تړل شوې وه.

د افغانستان انټرنشنل سرچینو تر دې مخکې دغه شخړه تایید کړې وه.

د تورخم دروازه په تېرو څو میاشتو کې څو ځلې تړل شوې، خو دا لومړی ځل دی، چې د پاکستاني ملېشو ترمنځ د داخلي جګړو له امله دغه لاره تړل کېږي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تورخم دروازه د یکشنبې په ورځ د حمل په ۵مه د پاکستان سرحدي چارواکو او د دغه هېواد د تحقیقاتو د فدرالي ادارې ترمنځ د داخلي شخړې له امله وتړل شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د دغو دوو پاکستاني دفترونو ١٣ کارکوونکي ټپيان شوي دي.

د غزې په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ زره ۲۲۶ تنو ته ورسېد

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۰

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د اسراییل په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمېر ۳۲۲۲۶ تنو ته لوړ شوی دی. دا هم ویل شوي، چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۴،۵۱۸ زره کسان ټپیان شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې د یکشنبې په ورځ (د وري پنځمه) خبر ورکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۸۴ تنه وژل شوي او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې په یوه اوونۍ کې یې د حماس او اسلامي جهاد شاوخوا ۴۸۰ جنګیالي نیولي دي.

له بلې خوا د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې د حماس په لاس د پاتې یرغمل شویو کسانو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو مشر ملا هبت الله ته منسوب غږ: له دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړو

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۳۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د یکشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملا هبت الله ته منسوب یو غږیز فایل خپور کړی او پکې ويل شوي چې «له دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړو.» هغه وايي، دوی به له دې وروسته په عملي ډول شریعت پلی کړي.

په دې غږیز فایل کې «لویدیځوالو» ته په اشارې سره ویل شوي چې «موږ له تاسو سره شل کاله جګړه وکړه، موږ به نوره شل کاله جګړه وکړو.» چې «په ځمکه کې شرعي قانون پلي کړو.»

ملا هبت الله ته په منسوبه ​​وینا کې ټینګار شوی، چې دا خبره تر دې پورې نه ده خلاصه شوې چې «کابل مو ونیو او په ولایتونو کې په څوکیو کیناستو او شین او تور چای څکو.»

هغه په دغه غږ کې وايي، «موږ د الله حدود نافذوو، تاسې (لوېدیځوال) به واياست چې دا د ښځو حقوقو پایماله کېدل دي چې په ډبرو یې ولئ. سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو په عام محضر کې به یې په ډبرو ولو او یا به ښځې په دورو وهو، دا ټول ستا د ډيموکراسي خلاف دي. په دې هر یوه به ستا سره مقابله کوو،»

ذبیح الله مجاهد: د څلورو میلیارډو افغانیو په ارزښت به د څو مهمو پروژو قراردادونه لاسلیک شي

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۳۵ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په کابل کې به له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د څلورو میلیارډو افغانیو په ارزښت د څو مهمو پروژو قراردادونه لاسلیک شي. ويل کیږي دغه پروژې به د بریښنا او جوړونې په برخه کې د افغانستان د خلکو ستونزې راکمې کړي.

د افغانستان د نورو ولايتونو تر څنګ د کابل ښاریان د برېښنا له کمي څخه شکایت کوي او وايي چې د برېښنا پرچاوي زیاته ده او بېلونه تر اندازې زیات ترې اخیستل کیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یک شنبه د (وري پنځمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې په کابل کې به له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د څلورو میلیارډو افغانیو په ارزښت د څو مهمو پروژو قراردادونه لاسلیک شي.

هغه ویلي چې دغه پروژې به په کور دننه د خلکو د برېښنا او جوړونې په برخو کې شته ستونزې راکمې کړي.

طالبانو دا نه دي ويلي چې د دغو پروژو د پلي کولو لګښت له کومې بودجې ورکوي خو یوازې د لګښت لپاره یې د څلورو میلیارډو افغانیو یادونه کړې.

تر دې وړاندې د طالبانو د ریس الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي و چې دغه پروژې د افغانستان له ملي پراختیایي پروژو څخه دي چې په پلي کولو سره به یې د افغانانو ستونزې کمې شي.