• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابل کې امربالمعروف ښځو ته د حجاب او سړو ته په جماعت د لمانځه کولو سپارښتنه کړې

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۰ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت کارکوونکو له ښاریانو سره په ليدنو کې ښځو ته د حجاب کولو او سړو ته يې په جماعت د لمانځه کولو سپارښتنه کړې. دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې ليکلي دا «الهي حکم دی» چې باید عملي شي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت نن یکشنبه د (وري ۵مه) په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې وزارت کارکوونکو د کابل ښار په سوداګريزو مارکيټونو او تفريح ځایونو کې خلکو ته د اصلاح په موخه لارښوونې کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د کابل ښاريانو غوښتي، چې ځانونه پر «شریعت» برابر کړی.

د خبرپانې په يوې برخه کې راغلي: « په دې لېدونو کې د کابل ښاريانو ته د اسلامي حجاب، په دوامداره توګه په جماعت لمونځ کول، نبوي سنتو صورت او سيرت برابرول، موسيقي نه اورېدل او خمار نه کولو لارښوونې وشوې.»

په خبرپاڼه کې له ښځو په ټينګه غوښتل شوي، چې بايد حجاب مراعت کړي؛ خو طالبانو د حجاب مراعتولو د ډول په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو دغه وزارت وايي، چې «الهي حکم او شریعت» عملي کول پر ټولو لازمي دی.

په ډېرو ښارونو کې د ټولنيزو بنديزونو د پلي کولو لویه برخه د طالبانو امربالمعروف وزارت محتسبان پر غاړه لري.

دې ډلې ان د کابل ښار د ګڼې ګوڼې ساحې څخه په عام بازار کې ښځې د حجاب د نه مراعتولو په نوم خپلو موټرانو ته پورته کړي، چې د ډېرو کسانو له سختو انتقادونو سره مخ شوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پخوانی لوی څارنوال: طالبان د مېرمنو پر وړاندې د جنسي اپارتاید برنامه مخې ته وړي

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۰

د پخواني جمهوري دولت لوی څارنوال فرید حمیدي د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپړنه خپرونه کې وویل، چې طالبان د یوې ځانګړې برنامې له مخې د مېرمنو پر وړاندې جنسي اپارتاید کوي.

ښاغلي فرید حميدي د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستي پیغام ته په اشارې سره وویل، چې دغه ډله پر مېرمنو د فشار راوړلو په وسیله غواړي چې له نړۍوالو سره تعامل وکړو.

د نوموړي په خبره، چې د ملا هبت الله وروستی پیغام یو سیاسي ارزښت لري او غواړي، چې له دې لارې نړۍوالې ټولنې ته دا پیغام وړاندې کړي، چې که ورسره تعامل ونه شي؛ نو دوی پر مېرمنو لا هم بندیزونه سختولی شي.

د حمیدي په خبره، چې د ملا هبت الله پیغام یو اړخ دا هم و، چې خپلو ځواکونو ته وښيي، چې دوی لا هم په خپل پخواني دریځ ولاړ دي.

هغه زیاته کړه: "له دې پیغامه دا هم ښکاري، لکه دوی چې تر اوسه پورې اسلام نه وي تطبیق کړي او اوس بیا له سره د اسلام د عملي کېدا ژمنه کوي".

پخوانی لوی څارنوال وايي، چې په افغانستان کې د جنسي اپارتاید موضوع باید لا درسته تعریف شي او په نړۍوال کچ د دغې مسالې لپاره مرجع او سزا وټاکل شي.

نوموړي وايي، چې طالبانو پخوا مالیات غیراسلامي بلل؛ مګر اوس یې په ډېر شدد او جبر نه یوازې دا چې د خلکو اقتصادي وضعیت په پام کې ونیول شي له خلکو مالیه اخلي.

د حمیدي په خبره، چې د طالبانو واکمني پر ظلم ولاړه ده او دوام یې ناشونی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل وروستي غږیز پیغام کې لویدیځ ته ګوتڅنډنه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړی د خدای په نماینده ګۍ پر خلکو شرعي حدود عملي کوي.

نوموړي په عام محضر کې مېرمنو ته د سزا د ورکړې خبر هم ورکړی دی.

سرچینې: د حکمتیار کور د طالبانو د عدليې وزیر په حکم د تخلیې په موخه محاصره شوی

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۷ GMT+۰

حکمتیار ته نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په حکم په کابل کې د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار کور د تخلیې په موخه محاصره شوی دی.

دغې سرچینې زیاته کړې، چې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ځکه دا حکم کړی، چې د ښاغلي حکمتیار کور د ملي دفاع وزارت اړوند ځمکه کې جوړ شوی دی.

سرچینه وايي، چې د طالبانو وسله والو له حکمتیار او د هغه د دفتر له غړو غوښتي، چې کور پرېږدي او له دغه ځایه ووځي.

تر اوسه پورې طالبانو هم په رسمي ډول د نوموړي د کور د محاصرې او تخلیې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

طالبانو ته نېږدې سرچینې بیا وايي، چې دوی له ښاغلي حکمتیار څخه غوښتي، چې په دولتي ځمکه کور، دفتر او ورسره غصب کړې ځمکه پرېږدي.

سرچینه زیاتوي؛ د غصب ځمکو راګرځولو کمېسیون یوه پلاوي له حکمتیار څخه غوښتي، چې دولتي ځمکې تسلیم کړي.

په ورته وخت کې حکمتیار ته نېږدې شخص او د اسلامي حزب د رهبرۍ شورا غړي کریم امین ویلي، چې د حکمتیار کور د طالبانو له خوا نه دی محاصره شوی؛ بلکې تصمیم نیول شوی، چې د نوموړي کور او دفتر له دغې سیمې و بلې سیمې ته انتقال کړي.

په دې وروستیو کې د اسلامي حزب رهبر ګلبدین حکمتیار په یوې انلاین غونډه کې د طالبانو د نظام پر ډول، د نجونو پر ښوونځیو او د واک پر انحصار نیوکې کړې وې.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار کور او دفتر د دارالمان په سیمه کې په ۱۸ جریبه ځمکې کې اباد شوی دی.

حکمتیار ته نېږدې سرچینې: طالبانو له ماښام راهیسې د حکمتیار کور محاصره کړی

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۳۱ GMT+۰

حکمتیار ته نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن ماښام مهال په کابل کې د جهادي مشر او د اسلامي ګوند رهبر ګلبدین حکمتیار کور د طالبانو له خوا محاصره شوی دی.

دغې سرچینې زیاته کړې، چې دا مهال د محاصرې د علت په اړه د طالبانو له خوا څه نه دي ویل شوي؛ خو د طالبانو یو شمېر وسله وال د نوموړي له ګوره ګېرچاپېره راټول شوي دي.

سرچینه وايي، چې طالبان چا ته د نوموړي کور ته د ننوتلو او راوتلو اجازه نه ورکوي.

تر اوسه پورې طالبانو هم په رسمي ډول د نوموړي د کور د محاصرې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د اسلامي حزب رهبر ګلبدین حکمتیار په یوې انلاین غونډه کې د طالبانو د نظام پر ډول، د نجونو پر ښوونځیو او د واک پر انحصار نیوکې کړې وې.

د کابل په دارالمان کې د اسلام حزب د رهبر ګلبدین حکمتیار کور
100%
د کابل په دارالمان کې د اسلام حزب د رهبر ګلبدین حکمتیار کور

تر اوسه پورې ښاغلي حکمتیار هم په رسمي ډول یاده محاصره نه ده تایید کړې.

د ملي امنیت پخوانی سلاکار: ازادي یوازې د محلي ځواکونو د انسجام له لارې تر لاسه کېدای شي

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د یکشنبې په ورځ په خواله رسنۍ اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې ازادي یوازې پر محلي ځواکونو د تکیې او د هغو د انسجام له لارې تر لاسه کېدلی شي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو مشر د نورو سیاسي رهبران په پرته دا امتیاز لري، چې خپلې عقیدې په واضح توګه بیانوي او د طالبانو مفکورې ته که هر څومره ارایش ورکړل شي،‌ بیا هم هغه څه دي، چې د دهغه په وینا ملاهبت الله یې وايي.

ښاغلي سپنتا ویلي: “د طالب افغان لابي‌ګران د لودیځو او ګاونډیو هېوادونو خاص استازي ریښتیا نه وايي.”

هغه ویلي؛ که د ټول شموله حکومت یا هر بل بدلون لپاره د نورو لاس ته وګورو؛ نو د نن په پرتله به له بدتر سرنوشت سره مخامخ شو.‌

هغه ټینګار کړی، چې د تېرو تېروتنو څخه باید درس واخیستل شي.

دا لومړی ځل دی، چې ښاغلی ډاکتر رنګین دادفر سپنتا د طالبانو پر وړاندې د ولسي ځواکونو د انسجام نسخه وړاندې کوي.

د ملي مقاومت جبهې په تخار کې ۴ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د تخار په تالقان ښار کې په يوه هدفي بريد کې د يوه طالب د وژلو او درې نورو د زخمي کېدو خبر ورکړی. جبهې په خپل خبر کې ويلي، چې دغه هدفي بريد نيم ساعت دوام درلود.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې نن یکشنبه د (وري ۵مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکي، چې بريد يې نن غرمه ۱۲ بجې د تلقان ښار د پنځمې حوزې اړوند د نهرچمن په ساحه کې د طالبانو پر يوې پوستې کړی.

جبهې ليکلي، چې په بريد کې يې يو طالب وژلی او درې نور يې زخمي کړی؛ خو وايي د دوي ځواکونو او ملکي کسانو ته زيان نه دی اوښتی.

طالبانو د دې برید په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د ملي مقاومت جبهې په تېره اونۍ کې هم په کابل کې د طالبانو پر يوې پوستې د بريد او طالبانو ته مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی و.