طالبان: د څه باندې درېنیم میلیون ډالرو په ارزښت مو د پنجشېر ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي

پنجشېر کې د طالبانو د کانونو رياست ويلي، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي. دغه ریاست وايي، له یادې اندازې زمرودو څخه د دوی له ۱۰ سلنې ونډې یې ۳ لکه او ۶۲ زره ۹۷۷ ډالره عواید ترلاسه کړي.





