اسپانیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون یورو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې اسپانیا له افغانستان سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې اسپانیا له افغانستان سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
دغه دفتر ویلي، چې یادې پیسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې دي.
د دوشنبې په ورځ د حمل په ۶مه، اوچا د اېکس ټولنیزې شبکې په خپله پاڼه کې له افغانستان سره د اسپانیې د دې مرستې مننه وکړه.
د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې اقتصادي بحران د بشري مرستو اړتیا لا پسې سخته کړې ده.

طالبانو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له خپل استوګنځي او دفتر څخه په دې دلیل وایسته چې د کور او دفتر ځمکه یې دولتي ملکیت و.
طالبانو هغه د دولتي ځمکو په غصب تورن کړ؛ خو د حکمتیار استدلال دا و، چې د تېر حکومت د هوکړې له مخې په دغو ملکیتونو کې پاتې شوی دی.
د حکمتیار د کور د نیولو امر د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا صادر شوی او دا کار د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي کړی دی.
د حزب اسلامي مشر ته نږدې سرچینو د یکشنبې په شپه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په کابل کې د ګلبدین حکمتیار کور محاصره کړی دی.
سرچینې د یکشنبې په ورځ وویل، چې شخړه د حکمتیار د کور د ځمکې پر سر ده، چې طالبانو ویلي چې د افغانستان د دفاع وزارت پورې اړه لري.
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار ویلي، چې د پلار هستوګنه یې نه ده محاصره شوې؛ خو دا یې تایید کړه، چې ښاغلی حکمتیار په کابل کې خپل د اوسېدو ځای بدلوي.
حبیب الرحمن حکمتیار افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې له طالب چارواکو سره له څو میاشتو خبرو اترو وروسته پایله دا شوه، چې د اشرف غني په مشرۍ د پخواني افغان حکومت د سولې هوکړه طالبانو ته د منلو وړ نه ده.
د حکمتیار زوی زیاته کړه، چې د کابل په دارالامان کې کور د اسلامي ګوند سره د پخواني حکومت د هوکړې له مخې یوازې د حکمتیار لپاره پاتې و.
اختلافات له کومه ځایه پیل شول؟
طالبانو په ۱۴۰۱ کال کې اعلان وکړ، چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په حکم یې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره یو کمېسیون جوړ کړی دی.
د دې کمیسیون مشري د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي کوي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د ۱۴۰۲ کال د عقرب د میاشتې په درېیمه نېټه اعلان وکړ، چې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د هغه ۲۶.۵ جریبه ځمکې په اړه چې تېر حکومت په موقت ډول ګلبدین حکمتیار ته د کابل دارالامان په ګاونډ کې ورکړې وه، بحث او لازم تصمیم نیولی دی.
دغه وزارت هغه مهال د خپلې پرېکړې جزییات ورنه کړل.
په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار چې په پیل کې د طالبانو د بیا پر افغانستان د واکمنۍ په اړه خوشبینه و، وروسته ورو - ورو د دغې ډلې پر کړنو نیوکې پیل کړې.
نوموړي په کابل کې په خپل استوګنځي کې د جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې د امربالمعروف او نهی المنکر د وزارت او د دغې ډلې پر مشرتابه ښکاره نیوکې وکړې.
د حکمتيار په ويناو کې د نجونو پر زده کړو د بنديز او د دغې ډلې له خوا د سختو محودیتونو پر وضع کولو نيوکې اورېدل کېدې.
د بېلګې په توګه؛ په کابل کې د جمعې د لمانځه په خطبو کې هغه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سخت چلند نیوکه وکړه.
هغه طالبانو ته مشوره ورکړه چې "په افغانانو، په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو داسې ځانګړې محدودیت مه وضعه کوي، چې په قران او سنتو کې یې په اړه کوم څرګند متن نه شته."
ښاغلي حکمتیار په ښکاره وویل، چې د ښځو د پردې د فرضیت او ممانعت په اړه په قران او نبوي احادیثو کې کوم خاص حکم او ممانعت نه شته.
دغو انتقادي ویناو تر هغه وخته دوام وکړ، چې د حزب اسلامي افغانستان مشر د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په میاشت کې اعلان وکړ، چې د ځینو دلایلو له مخې به د جمعې خطبه په موقتي توګه بنده کړي.
ګلبدین حکمتیار د کوم فرد یا ډلې له نوم اخیستو پرته وویل، د وروڼو هیله دا ده، چې دا بهیر د یو څه مودې لپاره ودرول شي.
که څه هم د طالبانو د فشار له امله د حکمتیار د جمعې خطبه ودرول شوه؛ خو هغه د طالبانو پر کړنو نیوکې ته دوام ورکړ. حکمتیار په خپلو اعلامیو کې له طالبانو سره د خپل منځي اختلافاتو په اړه څه نه دي ویلي.
ګلبدین حکمتیار په دې وروستیو کې د کب په میاشت کې په یوه وینا کې د طالبانو پر نظام او سیاستونو، لکه د نجونو پر زده کړو بندیز، سختې نیوکې وکړې.
هغه د نجونو د زده کړې د منع په اړه وويل، څوک چې د هلکانو او نجونو د زده کړې تر منځ توپير کوي "بې شکه غلط دی."
هغه له طالبانو هم وغوښتل، چې د افغانستان خلکو ته اجازه ورکړي چې "د خپل ډول سیاسي نظام غوره کړي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو لپاره یو بل پرېکړه لیک تصویبوي.
دغه پرېکړه لیک په غزه کې د سمدستي اوربند د غوښتنې سربېره، د ټولو اسراییلي یرغمل شویو خوشې کېدو او غزې ته د بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه کوي.
فرانس پریس خبري اژانس د ډېپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه پرېکړه لیک مسوده، چې د امنیت شورا د ۱۰ غیر دایمي غړو له خوا وړاندې شوې وه، د دوشنبې په ورځ د حمل په شپږمه رایه اچونه وشي.
د دغه راپور له مخې؛ د امنیت شورا دغو غیر دایمي غړو په وروستیو ورځو کې له امریکا سره خبرې اترې وکړې؛ څو په غزې کې د اوربند د پرېکړه لیکونو په تصویب کې د یوې بلې ناکامۍ مخه ونیول شي.
امنیت شورا ته په غزه کې د اوربند له وړاندې کولو سره - سره امریکا پخپله هم په دې برخه کې یو شمېر نورې پرېکړه لیکونه ویټو کړي دي.
په همدې حال کې ډېپلوماتیکو سرچینو ویلي، چې غیر دایمي غړي هېوادونه خوشبین دي، چې امریکا به نوی پرېکړه لیک ویټو نه کړي.
یوه ډېپلوماټ د یکشنبې په ورځ فرانس پرېس اژانس ته وویل: "موږ تمه لرو چې دا پرېکړه لیک پرته له کوم وروستي بدلون څخه تصویب شي او متحده ایالات به یې په وړاندې رایه ورنه کړي."
د دغه پرېکړه لیک د وروستۍ مسودې له مخې؛ د امنیت شورا غیر دایمي غړو هېوادونو د روژې میاشت کې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
په پرېکړه لیک کې دا هم ویل شوي، چې دا اوربند باید "یو باثباته او دایمي اوربند لامل شي" او دا چې د حماس له خوا ټول یرغمل شوي بندیان باید "سمدستي او غیر مشروط" خوشې شي.
د پرېکړه لیک نوې مسوده غزې ته د بشري مرستو رسولو په لاره کې د "ټولو خنډونو د لرې کولو" غوښتنه کوي.
د امریکا د وړاندیز شوي پرېکړه لیک له متن سره چې د جمعې په ورځ رد شو، دغه غوښتنې د قطر، امریکا او مصر له ډېپلوماتیکو هڅو سره تړاو نه لري؛ خو په غزه کې د اوربند او د تبادلې په هدف د دغو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.
اسراییل یرغمل فلسطیني بندیان په رسمیت وپېژني.
په غزه کې د اوربند لپاره د څو پرېکړه لیکونو ویټو کولو سره - سره امریکا په دې وروستیو کې د غزې د جګړې په اړه د خپل دریځ د بدلولو نښې ښودلې او د غزې په سویل کې د رفح په ښار کې د اسراییل د احتمالي ځمکني پوځي عملیاتو په ګډون یې خپل غږ پیاوړی کړی دی.
روسیې او چین د جمعې په ورځ د امریکا مسوده ویټو کړه.
په غزه کې روانه جګړه د اسراييل په جنوب کې د حماس له خوا په يوه بې ساري او ناڅاپي بريد سره پيل شوه او د پنځو مياشتو په تېرېدو سره لا هم روانه ده.
د امریکا له خوا د دغه پرېکړه لیک ویټو په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په اسراییل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته ویلي وو، چې هېواد یې چمتو دی، چې د حماس پر ضد په خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
نتنیاهو بلېنکن ته وویل، چې هغه د حماس په وړاندې په جګړه کې د امریکا د ملاتړ ستاینه کوي او دا چې اسراییل پوهیږي، چې باید د ملکي وګړو ساتنه وکړي.
هغه یو ځل بیا په رفح کې د عملیاتو لپاره پر خپلو پلانونو ټینګار وکړ.
نتنیاهو زیاته کړه، چې دوی د حماس د ماتولو لپاره پرته له دې چې رفح ته لاړ شي او هلته د دې ډلې پاتې کنډکونه له منځه یوسي بله لاره نه لري.
اسراييل وايي؛ رفح د حماس د اورپکو وروستۍ اډه ده او پلان لري چې تر بريد مخکې ملکيان وباسي.
واشنګټن وايي؛ ځمکنی برید به تېروتنه وي او هلته مېشتو کډوالو ته به ډېر زیان ورسوي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې په افغانستان کې درې میلیونه او ۱۲۴ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې وېشلي دي.
دغه اداره وايي تر اوسه دوه ميليونه او ٦٨ زره نارينه او يو ميليون او ٥٦ زره ښځو ته تذکرې ورکړل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ادارې د دوشنبې په ورځ د (وري ۶مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې په کابل کې تر اوسه ۷۰۰ زره کسانو برېښنايي تذکرې اخیستي او په دغه ښار کې د نورو ولایتونو په پرتله زیاتې برېښنايي تذکرې وېشل شوي دی.
د دغه ادارې د رسمي شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر له پیل راهیسې تر اوسه ۱۲ میلیونه او ۹۰۰ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه ۱۰۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، دغه کډوال پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د دوشنبې ورځ د (وري شپږمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۷ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.
یاد وزارت ویلي دغه کډوال په دوو جوپو کې د وري میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه له پاکستانه په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.
په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د لبنان حزب الله ډلې ويلي چې د دوشنبې په سهار د (وري شپږمه) یې د اسراییل او لبنان تر منځ پولې ته څېرمه پر یوه سیمه برید وکړ. له دې مخکې له لبنان څخه پر اسراییل د ۵۰ توغندیو له ویشتلو وروسته د اسراییل جنګي الوتکو د لبنان په ختیځ بعلبیک کې د حزب الله په مرکزونو بریدونه وکړل.
د راپورونو له مخې تر اوسه پورې د لبنان د حزب الله تر ۱۹۰ ډېر وسله وال او لږ تر لږه ۱۰ اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.
دا نښتې چې د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د اسراییل پر سوېلي سیمو له برید وروسته پیل شوې، په لبنان کې یې لږ تر لږه ۵۰ ولسي وګړي، په اسراییل کې لږ تر لږه پنځه ولسي وګړي وژلي، او د پولې دواړو غاړو ته په لسګونو زره کسان بې کوره کړې دي.
په دې وروستیو اونیو کې د مختلفو لوېدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي لبنان ته تللي دي چې د حزب الله او اسراییل ترمنځ د سرحدي شخړو د پای ته رسولو لپاره یوه ډیپلوماټیکه حل لاره ومومي.
