طالبانو په کندز ولایت کې د «یک» ټلوېزیون سیمه ییز خبریال عبیدالله احمدي نیولی دی

د یک ټلویزیون یوه کار کوونکي د نه نوم د اخیستو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې احمدي تېره ورځ د ناڅرګنده تورونو پر بنسټ نیول شوی دی.

د یک ټلویزیون یوه کار کوونکي د نه نوم د اخیستو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې احمدي تېره ورځ د ناڅرګنده تورونو پر بنسټ نیول شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د طالبانو استخباراتو څلور خبریالان ونیول، چې درې تنه یې خوشې کړي او عبیدالله احمدي تر اوسه هم د دوی په بند کې دی.
د یاد مرکز د راپور له مخې؛ نیول شوي خبریالان چې بېرته خوشې شوي د طلوع نیوز او پژواک خبریال ایمل کاکړ، د کلید راډیو خبریال عتیق الله رحیمي او د راه فردا راډيو ټلویزیون خبریال اسلام الدین صاحبزاده دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه راز زیاته کړې ده، چې یاد شمېر خبریالان له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.
دغه مرکز له طالبانو څخه د عبیدالله احمدي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه هم کوي او وایي، چې دغه ډله دې د خبریالانو د ځپلو لړۍ پای ته ورسوي.
له دې سره، د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان هم د یاد شمېر خبریالانو نیول غندي او وایي، چې د دغو خبریالانو نیول کېدل د دې ښکارندویي کوي، چې رسنۍ او افغان خبریالان تر اوسه هم د دغې ډلې تر سختو فشارونو، ربړونې، سانسور او ګواښ لاندې دي.
یاد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له خبریالانو سره د طالبانو ورته ناوړه چلند دا ثابتوي، چې دغه ډله لا هم د بیان ازادۍ ته ژمنتیا نه لري.
تر اوسه په کندز کې د طالبانو استخباراتو او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغو خبریالانو د نیول کېدو او د عبیدالله احمدي پر وړاندې د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د خبریالانو د نیولو لومړۍ پېښه ده، چې ثبت شوې ده، په داسې حال کې چې د افغانستان د خبريالانو د مرکز د وروستي راپور له مخې، چې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت خپور شو، په ۱۴۰۲ کال کې شاوخوا ۵۹ خبریالان د طالبانو د استخباراتو او امربالمعروف وزارت له خوا نیول شوي دي.