پاکستانۍ رسنۍ: ډېره اسمعیل خان کې د پوځ په عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي دي

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا په ډېره اسمعیل خان کې د دغه هيواد د پوځ په عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي دي. رسنیو د پوځ د خبرپاڼې له مخې ویلي چې، دغه وسله وال یې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال په جګړه کې وژلي دي.