کابل ته رسېدلی پاکستانی پلاوی نن پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او تجارتي دهلیز خبرې کوي

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت معین خرم اغا په مشرۍ د دغه هېواد یو څلور کسیز پلاوی چې پرون د دوشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی، تمه کېږي چې نن به د دوه اړخیزې سوداګرۍ او د پاکستان له لارې د افغان دهلیز پر سوداګرۍ له طالب چارواکو سره خبرې اترې وکړي.