مایک پمپیو: د افغانستان په اړه د بایډن ادارې چلند د داعش ګواښ لا زیات کړ

د امریکا بهرنیو چارو پخوانی وزیر وايي، په مسکو کې د کنسرت په تالار کې د داعش «خونړی» برید د دې ښکارندوی دی چې داعش ډله لا هم ګواښ دی. مایک پمپیو ویلي، چې د افغانستان په اړه د بایډن ادارې چلند د داعش ډلې ګواښ لا زیات کړی.