• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یوناما مرستیال:پاکستان باید افغانانو ته کافي وخت ورکړي او په زور اېستلو ته یې اړ نه باسي

۸ وری ۱۴۰۳ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په کابل کې د یوناما د بشري چارو له مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې له مشر اندریکا راتوت او مل پلاوي سره یې وکتل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي راتوت له قوله لیکلي، چې تېر کال د هرات له زلزله ځپلو او له پاکستانه د را اېستل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو مرستې مهمې وې.
‎ښاغلي اندريکا راتوت زیاته کړې، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو په موخه له مرستندویه هېوادونو څخه د ۳ مېلیارده ډالرو د غوښتنې تر څنګ پلان لري چې د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم ۲ مېلیارده ډالر مرسته وغواړي.
‎نوموړي له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویمې لړۍ پېلېدو ته د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته باید خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره کافي وخت ورکړل شي او په زور وېستلو ته اړ نه کړل شي.

هغه له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند ناسم او د بشري مرستو پر وړاندې خنډ وباله.

ښاغلي اندریکا راتوت د کډوالو په اړه د کابل او اسلام اباد ترمنځ په خبرو اترو د ټېنګار تر څنګ وویل، نوموړی به په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.
‎خبرپاڼې د کاسا زر سیمه‌ییزې پروژې په اړه د نوموړي له قوله لیکلي، په افغانستان کې له پانګونې ملاتړ کوي او د اقتصادي ودې لپاره له افغان او نړۍوالو اړخونو سره خبرې کوي؛ چې په افغانستان کې بانکي خنډونه لرې شي.
‎د خبرپاڼې له مخې په کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال د دوحې راتلونکې ناستې ته په اشارې سره ویلي، دوی به د دغې ناستې له لارې د طالبانو لاسته راوړنې له نړۍوالو سره شریکې کړي.
‎د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په دغې لیدنه کې ویلي، چې د پرله پسې وچکالۍ له امله افغانان بشري، پراختیايي او د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې، په اوسني وضعیت کې له پاکستانه د افغانانو اېستل د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمنوي او ټینګار یې وکړ، چې باید له کډوالو څخه سیاسي ګټه وانه خیستل شي.
هغه په دغې لیدنه کې له اسیا پراختیایي بانک او نورو بنسټونو هم غوښتي، چې په افغانستان کې دې خپلې نېمګړې پروژې بشپړې کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په پاکستان کې پر چینايي وګړو برید د سیمه ییزې همکارۍ د زیانمولو هڅه ده

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه په یوه بیان کې په پاکستان کې د چینايي انجینرانو په موټر باندې مرګونی برید غندلی دی. دغه وزارت ویلي، چې دا برید "د سیمه ییزې همکارۍ د زیانمنولو هڅه وه."

طالبانو د سیمې له هېوادونو غوښتي چې "د دې همکارۍ مخالفانو ته اجازه ور نه کړي، چې د سیمې په ناامنه کولو سره خپلو موخو ته ورسېږي."

د سې شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په بشام سیمه کې د چینايي اتباعو پر یوه کاروان ځانمرګي برید کې د پنځو چینايي انجینرانو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول.

پاکستاني طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي او تر اوسه کومې بلې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت په وروستیو میاشتو کې د داعش او پاکستاني طالبانو له بریدونو سره مخ شوی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت غیر رسمي مدارسو او تخصصاتو د بندېدا حکم کړی دی

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دغه وزارت د سرپرست په لاسلیک ټولو ولایاتو ته یو مکتوب استولی او له مخې یې د هغو بې جوازه مدارسو او تخصصاتو د بندیز امر کړی، چې پکې لنډمهال او اوږد مهال تخصصي زده کړې ورکول کیږي.

په دغه مکتوب کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل - پښتو تر لاسه کړې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ټولو رسمي جامعاتو او تخصصاتو ته ویلي، چې د خپل زون اړوند ټولې هغه مدارس او تخصصات چې د طالبانو له خوا د فعالیت رسمي جواز نه لري وتړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر په لاسلیک په دغه مکتوب کې ویل شوي، چې په غیر رسمي توګه باید څوک د تخصص په برخه کې لنډ مهاله او اوږد مهاله فعالیت ونه کړي.

100%

دغه مکتوب چې تېره دوشنبه ( د وري ۵مه) نېټه لاسلیک شوی او لېږل شوی، پکې د غیر رسمي تخصصي برنامو د توقف خبره شوې ده.

که څه هم په افغانستان کې ټولې دیني مدرسې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې راځي؛ خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر یې په اړه مکتوب صادر کړی دی.

په مکتوب کې په مشخص ډول دا یادونه نه ده، شوې چې په پوهنتونونو کې هم غیررسمي تخصصي برنامې شته او که نه.

د طالبانو د پوهنې وزارت رسمي معلومات ښيي، چې دا مهال په افغانستان کې د دیني زده کړو څه باندې۱۵۴۰۰ زره مرکزونه فعالیت لري، چې ۱۱ زره یې نارسمي مدرسې او ۴۴۵ غیر رسمي دارالحفاظونه دي.
د طالبانو د قوماندانانو دغو مدرسو په افغانستان کې د مذهبي توندلارۍ لمنه په چټکۍ سره پراخه کړې ده.

په دې وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې له زرګونو هغو ملایانو د ماسترۍ د سویې د تثبیت ازموینه اخیستې، چې په شخصي ډول یې دیني زده کړې کړې وې.

تحریک طالبان پاکستان: په شانګلې کې پر چینایي انجینرانو برید زموږ کار نه دی

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې په شانګلې کې پر چینایي انجینرانو برید د دې ډلې کار نه دی. ځینو رسنیو ویلي وو، چې ښایي دا برید د تحریک طالبان پاکستان د ډلې کار وي.

د سې شنبې په ماسپښین د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۵ چینایي انجنیران ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان امنیتي مسوولان وایي، چې په دې پېښه کې بریدګر خپل موټربم ته د هغو چینایي انجنیرانو له موټر سره نږدې چاودنه ور کړه، چې داسو بند ته روان و.

د پښتونخوا د پولیسو مشر محمد علي ګنډاپور له رویټرز سره په خبرو کې د پېښې په تایید سره وایي، چې په دغه برید کې پر ۵ چینایي انجنیرانو سربېره د هغوی یو پاکستانی موټروان هم وژل شوی دی.

دغه بیان کې راغلي، چې د تحریک طالبان پاکستان موخې لکه رڼا ورځ روښانه دي او هغه د پاکستان د امنیتي پوځ او د پوځ د اجنټانو په نښه کول دي، دوی په هېڅ ډول په دې برید کې ښکیل نه دي.

متقي له پاکستاني چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ له مرستیال محمد خرم اغا سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي ستونزو د هواري غوښتنه کړې ده.

هغه د دواړو خواو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې د سې شنبې په ورځ کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو د ټینګولو او د هغو پر جوړولو خبرې وکړې.

د هغه په ​​وينا؛ په دې کتنه کې ښاغلي متقي د ترانزيټي ستونزو او د هغوى د حل په اړه په تفصيلي توګه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې خرم اغا ژمنه وکړه چې د ټرانزیټي ستونزو د هواري لپاره به ژر تر ژره یوه حل لاره ومومي.

دغه پاکستاني پلاوی د طالبانو په بلنه د افغانستان په دوو ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا وروسته کابل ته سفر کړی دی.

یوه اونۍ وړاندې پاکستان ویلي وو، چې په دغو بریدونو کې یې د حافظ ګل بهادر د ډلې غړي، چې د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان و، په نښه کړي او طالبان یې د ترهګرۍ او پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړل.

په ځواب کې طالبانو اعلان وکړ، چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې د پاکستان د پوځ پر څو سرحدي پوستو د توپخانې بریدونه کړي او د پاکستان د هوايي بریدونو قربانیان ملکي وګړي وو.

طالبانو د بلخ پوهنتون استادان د قران ترجمې په غونډو کې د نه ګډون له امله احضار کړل

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۵ GMT+۰

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بلخ پوهنتون د طالبانو ټاکل شوي مشر ۲۵ استادان د قران د ترجمې او تفسیر په غونډو کې د نه ګډون له امله احضار کړي دي.

دغې سرچينې چې د امنيتي دلايلو له مخې يې نه غوښتل نوم یې واخيستل شي افغانستان انټرنشنل ته يو سند لېږلى، چې د بلخ پوهنتون د يو شمېر استادانو نومونه په کې شامل دي.

سرچينې زياته کړې، چې په دې سند کې د هغو استادانو نومونه شامل دي، چې د طالبانو د «قران ترجمې او تفسير» په جبري پروګرام کې نه وو او د طالبانو له لوري احضار شوي وو.

سرچینې زیاته کړې، چې د بلخ پوهنتون لپاره د طالبانو ټاکل شوي مشر د پوهنتون له استادانو غوښتي، چې په دغه پروګرام کې د دوی د نه ګډون په اړه وضاحت ورکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د «قران ترجمه او تفسير» لازمي پروګرام د روژې له مبارکې مياشتې دوه اونۍ وړاندې پيل شوى او د روژې د مياشتې تر پايه پورې دوام کوي.

ويل کيږي، چې دغه پروګرام هره ورځ د درېيو طالبانو له لوري د ماسپښین له ۱۱ بجو څخه تر يوې بجې پورې د بلخ پوهنتون په درېیو څانګو کې ترسره کېږي.

سرچینې ټینګار کړی، چې د طالبانو ډله له یوه کال راهیسې د نصاب پر بدلون کار کوي او په دغه پوهنتون کې یې د استادانو د «سيرت او صورت» په اړه یو بل پروګرام هم جوړ کړی دی.

طالبانو تر دې مخکې د شعبان او روژې په میاشتو کې د «قران ترجمې او تفسیر» په اجباري پروګرام کې د دغه پوهنتون له ټولو استادانو د ګډون غوښتنه کړې وه.