• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت غیر رسمي مدارسو او تخصصاتو د بندېدا حکم کړی دی

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دغه وزارت د سرپرست په لاسلیک ټولو ولایاتو ته یو مکتوب استولی او له مخې یې د هغو بې جوازه مدارسو او تخصصاتو د بندیز امر کړی، چې پکې لنډمهال او اوږد مهال تخصصي زده کړې ورکول کیږي.

په دغه مکتوب کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل - پښتو تر لاسه کړې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ټولو رسمي جامعاتو او تخصصاتو ته ویلي، چې د خپل زون اړوند ټولې هغه مدارس او تخصصات چې د طالبانو له خوا د فعالیت رسمي جواز نه لري وتړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر په لاسلیک په دغه مکتوب کې ویل شوي، چې په غیر رسمي توګه باید څوک د تخصص په برخه کې لنډ مهاله او اوږد مهاله فعالیت ونه کړي.

100%

دغه مکتوب چې تېره دوشنبه ( د وري ۵مه) نېټه لاسلیک شوی او لېږل شوی، پکې د غیر رسمي تخصصي برنامو د توقف خبره شوې ده.

که څه هم په افغانستان کې ټولې دیني مدرسې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې راځي؛ خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر یې په اړه مکتوب صادر کړی دی.

په مکتوب کې په مشخص ډول دا یادونه نه ده، شوې چې په پوهنتونونو کې هم غیررسمي تخصصي برنامې شته او که نه.

د طالبانو د پوهنې وزارت رسمي معلومات ښيي، چې دا مهال په افغانستان کې د دیني زده کړو څه باندې۱۵۴۰۰ زره مرکزونه فعالیت لري، چې ۱۱ زره یې نارسمي مدرسې او ۴۴۵ غیر رسمي دارالحفاظونه دي.
د طالبانو د قوماندانانو دغو مدرسو په افغانستان کې د مذهبي توندلارۍ لمنه په چټکۍ سره پراخه کړې ده.

په دې وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې له زرګونو هغو ملایانو د ماسترۍ د سویې د تثبیت ازموینه اخیستې، چې په شخصي ډول یې دیني زده کړې کړې وې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

متقي له پاکستاني چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ له مرستیال محمد خرم اغا سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي ستونزو د هواري غوښتنه کړې ده.

هغه د دواړو خواو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې د سې شنبې په ورځ کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو د ټینګولو او د هغو پر جوړولو خبرې وکړې.

د هغه په ​​وينا؛ په دې کتنه کې ښاغلي متقي د ترانزيټي ستونزو او د هغوى د حل په اړه په تفصيلي توګه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې خرم اغا ژمنه وکړه چې د ټرانزیټي ستونزو د هواري لپاره به ژر تر ژره یوه حل لاره ومومي.

دغه پاکستاني پلاوی د طالبانو په بلنه د افغانستان په دوو ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا وروسته کابل ته سفر کړی دی.

یوه اونۍ وړاندې پاکستان ویلي وو، چې په دغو بریدونو کې یې د حافظ ګل بهادر د ډلې غړي، چې د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان و، په نښه کړي او طالبان یې د ترهګرۍ او پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړل.

په ځواب کې طالبانو اعلان وکړ، چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې د پاکستان د پوځ پر څو سرحدي پوستو د توپخانې بریدونه کړي او د پاکستان د هوايي بریدونو قربانیان ملکي وګړي وو.

طالبانو د بلخ پوهنتون استادان د قران ترجمې په غونډو کې د نه ګډون له امله احضار کړل

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۵ GMT+۰

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بلخ پوهنتون د طالبانو ټاکل شوي مشر ۲۵ استادان د قران د ترجمې او تفسیر په غونډو کې د نه ګډون له امله احضار کړي دي.

دغې سرچينې چې د امنيتي دلايلو له مخې يې نه غوښتل نوم یې واخيستل شي افغانستان انټرنشنل ته يو سند لېږلى، چې د بلخ پوهنتون د يو شمېر استادانو نومونه په کې شامل دي.

سرچينې زياته کړې، چې په دې سند کې د هغو استادانو نومونه شامل دي، چې د طالبانو د «قران ترجمې او تفسير» په جبري پروګرام کې نه وو او د طالبانو له لوري احضار شوي وو.

سرچینې زیاته کړې، چې د بلخ پوهنتون لپاره د طالبانو ټاکل شوي مشر د پوهنتون له استادانو غوښتي، چې په دغه پروګرام کې د دوی د نه ګډون په اړه وضاحت ورکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د «قران ترجمه او تفسير» لازمي پروګرام د روژې له مبارکې مياشتې دوه اونۍ وړاندې پيل شوى او د روژې د مياشتې تر پايه پورې دوام کوي.

ويل کيږي، چې دغه پروګرام هره ورځ د درېيو طالبانو له لوري د ماسپښین له ۱۱ بجو څخه تر يوې بجې پورې د بلخ پوهنتون په درېیو څانګو کې ترسره کېږي.

سرچینې ټینګار کړی، چې د طالبانو ډله له یوه کال راهیسې د نصاب پر بدلون کار کوي او په دغه پوهنتون کې یې د استادانو د «سيرت او صورت» په اړه یو بل پروګرام هم جوړ کړی دی.

طالبانو تر دې مخکې د شعبان او روژې په میاشتو کې د «قران ترجمې او تفسیر» په اجباري پروګرام کې د دغه پوهنتون له ټولو استادانو د ګډون غوښتنه کړې وه.

د حج پروسه؛ سږکال د حج د ۳۰ زره زیارت کوونکو له ډلې یوازې ۱۴ زره او ۲ سوه طالبان دي

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چارو ادارې یو لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې سږ کال به د ۳۰ زره حاجیانو له ونډې ۱۴ زره ۲ سوه د طالبانو غړي حج ته ځي.

دغه سرچینه وايي، چې سږکال سعودي عربستان افغانستان ته د دېرش زرو حاجیانو سهم ورکړی، چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت یوازې د ۵ زره ۵ سوه د حاجیانو سهم د ملا هبت الله دفتر ته ورکړی دی او نوموړي دغه سهم په کندهار، هلمند، زابل، هرات، ننګرهار، پکتیا، کابل، خوست، لوګر، غزني، بلخ، کندوز، کونړ، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر خپلو ملګرو او طالبي ملایانو وېشلی دی.

د سرچینې په خبره، چې دوه زره تنو سهم(ونډه) د طالبانو ریاست الوزرا ته ورکړل شوی دی، چې له مخې یې د ریاست الوزرا هر مرستیال د درې سوه کسانو د معرفي کولو حق لري.

د چارو ادارې دغه سرچینه زیاتوي: " سراج الدین حقاني ته د ۵ سوه کسانو او ملا یعقوب ته د ۳ سوه کسانو سهمیه ورکړل شوې ده".

د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د حج او اوقافو وزیر او د دغه وزارت مرستیالانو ته د زر کسانو ونډه ځانګړې شوې ده، چې په یو شمېر ولایاتو کې یې د حج او اوقافو د وزارت له خوا د مسجدونو طالب فکره ملایانو ته حج ته د تللو ونډه ورکړې ده.

د چارو ادارې یاده سرچینه زیاتوي، چې ۱۱ سوه کسانو سهمیه د طالبانو تر کنټرول لاندې ۲۲ وزراتونو او مستقلو ادارو باندې وېشل شوي دي، چې د هرې ادارې د لومړي شخص په لاسلیک معرفي شوی شخص حج ته د تللو حق لري.

د سرچینې په خبره، چې پاتې ۴۸۰۰ کسانو سهمیه په مختلفو ولایاتو کې د حج او اوقافو ریاستونو ته ورکړل شوي، چې یوازې طالبان ورته نوملیکنه کولی شي او قرعه کشي به یوازې د طالبانو تر منځ پکې کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د سلواغې په ۱۸ مه افغانستان انټرنشنل - پښتو یو خبر خپور کړی و، چې له مخې یې په کندهار او هلمند ولایتونو کې حج ته د تللو لپاره ۳۶ زره ۵۷۸ کسانو نومونه ليکلي وو، چې ډېره برخه یې طالبان وو.

100%

په کندهار کې د ۳۴۳۱ طالبانو څخه ۵۲۵ او د ۱۷ زره ۸۱ عامو خلکو څخه شاوخوا ۲۵۰ کسان تر ټاکلو وروسته حج ته ځي.

په کندهار کې طالب چارواکو حج ته د تللو لپاره د ۲۰ زره ۵۱۲ کسانو تر منځ تر قرعه کشۍ وروسته د څه باندي ۸ سوه کسانو نوملړ اعلان کړی و، چې په دې پروسه کې به "بیت الله شريف" ته سفر کوي.

د کندهار د طالبانو د حج او اوقافو مشر عبدالبصير فايض ویلي وو، چې له کندهار څخه په تېرو ۱۷ ورځو کې ۳۴۳۱ طالبانو نوم لیکنه کړې، چې له جملې څخه به یې د ۵۲۵ طالبان او ۱۷۰۸۱ ملکي کسانو نومونه لیکلي، چې ۲۵۰ به پکې انتخاب شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې سږکال به له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د حج د مراسمو د پر ځای کولو په موخه سعودي عربستان ته ځي.

د فوټبال ۲۰۲۶ نړۍوال جام د غوراوي سيالۍ: افغانستان ۲-۱ هندوستان ته ماته ورکړه

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د ۲۰۲۶ نړۍوال جام او د ۲۰۲۷ اسیا جام ته د لارموندنې لپاره ‏د هندوستان او افغانستان ترمنځ سیالي دوه په مقابل کې د يو افغانستان فوټبال لوبډلې وګټله.

دغه سيالۍ د هندوستان په کوربتوب په ګواهټي ښار کې تر سره شوه، چې د هند او افغانستان ترمنځ تېره لوبه مساوی پای ته رسېدلې وه.

د افغانستان فوټبال فدراسيون نن سې شنبه د (وري ۷مه) پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې د هند پر وړاندې په افغان لوبډله کې «اویس عزیزي، اسلام الدین امیري، محبوب حنفي، جبار شرزه، حبیب الله عسکر، مصور احدي، رحمت اکبري، امید پوپلزی، توفي سکندري، دوالفقار نظري او شریف محمد» ولوبېدل.

د لوبې په لومړي نيمايي کې هندي لوبغاړي سوني شتري په ۳۸ دقيقه کې پر افغانستان يو ګول وکړ.

خو د لوبې په دویمه نيمایي کې د افغان لوبډلې د پرله پسې هڅو وروسته د لوبې په ۷۰ دقيقه کې رحمت اکبري د مساوي او په ۸۸ دقيقه کې شریف محمد پر هندي لوبډلې د ګټې ګول وکړ.

‏د هندوستان او افغانستان ترمنځ تېره سيالۍ د عربستان په ابها لوبغالي کې مساوي پای ته ورسېده.

افغانستان د ۲۰۲۶ د نړۍوال جام د غوراوي د دویم پړاو په سیالیو کې په قطر او کویټ باندې لوبې بایللې وې.

افغانستان د دغو سیالیو په جدول کې د کویټ، قطر او هند سره په ګروپ کې دی.

په دې ګروپ کې قطر تر دې دمه خپلې درې واړه لوبې ګټلې او لومړی مقام لري.

هند دوې لوبې بایللې، یوه یې ګټلې او یوه یې مساوي کړې، چې په جدول کې دویم ځای لري. افغانستان دوې بایللې، یوه یې مساوي کړې او يوه يې هم ګټلې ده، چې په جدول کې درېيم او کویټ بیا یوه ګټلې او دوې یې بایللې.

طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۹ ولایتونو کې ۴۲ کسان نیولي دي

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۲ تنه د غلا، قتل، قمار،ناقانونه وسلو لرلو، ځورونې او قاچاق په تور نیول شوي دي.

مفتي عبدالمتین قانع د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۲۶مه) په اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې په هرات کې څلور وسله وال غله او دوه تنه د وژنې په تور، لغمان کې څلور تنه د غلا په تور، تخار کې څلور تنه د وسلو د ناقانونه لېږد او درې غله او په نیمروز کې دوه غله نیول شوي دي.

ښاغلی قانع زیاتوي؛ په هلمند کې درې تنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو د قاچاق په تړاو، پروان کې درې تنه د وینې او ټپي کولو په تور، کاپیسا کې دوه تنه د ځورونې، نورستان کې یو تن د وژنې او کندز کې یو تن د وسلو د ناقانونو ساتلو په تړاو نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د نيمروز امنيه قوماندانۍ پوليسو د خوراکي او غير خوراکي توکو د قاچاق، غلا او جنګ کولو په تړاو ١٥ تنه نيولي دي.

که څه هم د طالبانو له خوا په دې وروستیو کې د غلا په تور د نیونو لړۍ چټکه شوې؛ خو لا هم د غلا قضیې نه دي کمې شوي.

د چارو یو شمېر شننونکي بیا وايي، چې په افغانستان کې روان غربت او بې کاري د دې لامل شوې، چې غله زیات او د غلا پېښې بې شمېره شي.