• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تحریک طالبان پاکستان: په شانګلې کې پر چینایي انجینرانو برید زموږ کار نه دی

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې په شانګلې کې پر چینایي انجینرانو برید د دې ډلې کار نه دی. ځینو رسنیو ویلي وو، چې ښایي دا برید د تحریک طالبان پاکستان د ډلې کار وي.

د سې شنبې په ماسپښین د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۵ چینایي انجنیران ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان امنیتي مسوولان وایي، چې په دې پېښه کې بریدګر خپل موټربم ته د هغو چینایي انجنیرانو له موټر سره نږدې چاودنه ور کړه، چې داسو بند ته روان و.

د پښتونخوا د پولیسو مشر محمد علي ګنډاپور له رویټرز سره په خبرو کې د پېښې په تایید سره وایي، چې په دغه برید کې پر ۵ چینایي انجنیرانو سربېره د هغوی یو پاکستانی موټروان هم وژل شوی دی.

دغه بیان کې راغلي، چې د تحریک طالبان پاکستان موخې لکه رڼا ورځ روښانه دي او هغه د پاکستان د امنیتي پوځ او د پوځ د اجنټانو په نښه کول دي، دوی په هېڅ ډول په دې برید کې ښکیل نه دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

متقي له پاکستاني چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ له مرستیال محمد خرم اغا سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي ستونزو د هواري غوښتنه کړې ده.

هغه د دواړو خواو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې د سې شنبې په ورځ کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو د ټینګولو او د هغو پر جوړولو خبرې وکړې.

د هغه په ​​وينا؛ په دې کتنه کې ښاغلي متقي د ترانزيټي ستونزو او د هغوى د حل په اړه په تفصيلي توګه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې خرم اغا ژمنه وکړه چې د ټرانزیټي ستونزو د هواري لپاره به ژر تر ژره یوه حل لاره ومومي.

دغه پاکستاني پلاوی د طالبانو په بلنه د افغانستان په دوو ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا وروسته کابل ته سفر کړی دی.

یوه اونۍ وړاندې پاکستان ویلي وو، چې په دغو بریدونو کې یې د حافظ ګل بهادر د ډلې غړي، چې د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان و، په نښه کړي او طالبان یې د ترهګرۍ او پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړل.

په ځواب کې طالبانو اعلان وکړ، چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې د پاکستان د پوځ پر څو سرحدي پوستو د توپخانې بریدونه کړي او د پاکستان د هوايي بریدونو قربانیان ملکي وګړي وو.

پر چینايانو له برید وروسته شهباز شریف د خواخوږۍ لپاره د چین سفارت ته لاړ

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۴۲ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر په پښتونخوا کې د چینايي انجینرانو له وژل کېدو وروسته په اسلام اباد کې د دغه هېواد سفارت ته په تللو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. شهباز شریف وايي؛ دواړه هېوادونه کلک هوډ لري، چې د دې ناوړه پېښې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړي له چینايي سفیر سره تر لیدنې وروسته په خپل اېکس کې لیکلي؛ په پېښه کې د وژل شویو پنځو انجینرانو له کورنیو سره هم خپله خواخوږي ښيي.

د چین سفارت ته د پاکستان د لومړي وزیر دا ډول تګ د پاکستان نوي حکومت د سیاسي مخالفینو له غبرګون سره مخ شوی او دا چاره یې یو غیر ډېپلوماتیک کار بللی دی.

د چین سفارت هم په یوه جلا اعلامیه کې پر خپلو انجینرانو دا برید غندلی دی او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې عاملان یې پېدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

په اعلامیه کې د پاکستان پر حکومت د چینايي وګړو پر خوندیتوب ټینګار شوی او هم غوښتنه شوې، چې د ورته پېښو نه تکرار باوري کړي.

د چینايي انجینرانو موټر نن سهار له اسلام اباده خوځېدلی او د پښتونخوا په کوهستان ولسوالۍ کې داسو بند ته روان و، چې په شانګله کې موټر بم برید پرې وشو.

په دغه برید ۵ چینایي انجنیران او د دوی ځايي موټروان ووژل او ځینې نور چینایان ټپيان شول.
چین چې په پاکستان کې د داسو بند پر لویه پروژه پانګونه کړې، دا دویم ځل دی، چې پر چینایي انجنیرانو خونړی برید کیږي.
په ۲۰۲۱ کال کې هم داسو بند ته څېرمه په یوه برید کې د ۹ چینايي انجینرانو په ګډون ۱۳ کسان ووژل شول.
دا برید د بلوچستان په ګوادر کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر هوايي اډه له برید څو ساعته وروسته و.
د پاکستان پوځ وايي، چې په دې پېښه کې یې یو سرتېری وژل شوی او د پاکستاني ځواکونو په ځوابي ډزو کې پنځه بریدګر وژل شوي دي.

مفتي منېر شاکر: طالبانو د نجونو زدکړې بندې کړې، خو د دین محمد په څېر ملایان ازاد دي

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۰

پښتونخوا کې وتلی دینپوه مفتي منېر شاکر وايي، طالبانو د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی، خو د ملا دین محمد په څېر خرافاتي ملایان ازاد دي. د طالبانو ملاتړي دین محمد ویلي، ښځه له ښځې مېندوارېدلی شي او یو پیر به یې چې مکه کې د ذکر په وخت له خوشالۍ احتلام ته نږدې شو، نو له جومات به ووت.

د ملا دین محمد وروستۍ ویډیووې خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي او تر مفتي منېر شاکر هم رسېدلې دي.

یوه ویډیو کې نوموړي ویلي، یو وخت روسیه کې داسې ماشوم پیدا شو چې هډوکي یې نه درلودل، هلته پرې ساینسپوهان نه پوهېدل بیا یې په افغانستان کې د دوی له پیر سره دا مسله شریکه کړه، هغه ورته وویل «چې ښځه ځان له ښځې سره وسولوي او مني یې داخل شي، نو دا ډول اولاد یې زېږي.»

مفتي منیر شاکر د ملا دین محمد د دې خبرې ردولو سره د قران هجر سورت کې د یوه ایت په ویلو سره وایي: «پاک الله په ښکاره وايي چې د ښځې او نر له یوځایېدو ماشوم زېږي، د ښځې او ښځې له یو ځایېدو نه کېږي.»

دغه طالب ملاتړی دین محمد د خپل پیر له قوله وايي: کله به مې چې حرم شریف کې ذکر شروع کړ، نو وبه وېرېدم چې احتلام به شم، نو ځکه به ووتلم.

د پښتونخوا نومیالی دیني عالم مفتي منیر شاکر د نوموړي د دې خبرې په ردولو سره وايي: پیر صیب که در سره ډله کې ښکلی هلک ناست دی هغه ته دې کوم چل کېږي یا کومه جمع کې دې پیر صیب ته ښځې راغلې دي. ته دا قوم کومې خوا ته بیایې.

مفتي منیر شاکر په اخر کې وايي، حیران دې ته دی چې طالبان ځان اسلامي حکومت بولي، د بې حیايي په پلمه یې د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی، خو د خلیفه دین محمد په څېر پر حرافاتي ملایانو بندیز نه لګوي.

ډان ورځپاڼه: پولیسو ته امر شوی، چې د افغان کارت لرونکو کډوالو اېستلو ته دې چمتوالی ونیسي

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۱۸ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپل پروني راپور کې لیکلي، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د دوی د پرېکړې له مخې به د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو هم پیل شي.

ډان ورځپاڼې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، پاکستاني پولیسو ته سپارښتنه شوې چې د کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو ځایونه دې په نښه کړي.

د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲.۱۸ مېلیونه افغان کډوال د کډوالۍ کارټونه لري چې له هغې ډلې ۱.۳ مېلیونه خلک (پي او ار) یا د کډوالو د راجسټرېشن کارټونه او ۸۸۰ زره نور کسان په پاکستان کې د لنډمهاله اوسېدنې (اې سي سي) کارټونه لري.

یو پاکستاني چارواکي چې نوم یې په راپور کې نه دی یاد شوی ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ښايي د اوړي په پیل یا نیمايی کې پیل شي.

دغه چارواکي دا هم ویلي، دوی به د کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې هم کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکوي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

پاکستان د تېر کال په نومبر میاشت کې د بې اسناده کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه او د بې اسناده کډوالو تر څنګ یې ډېر هغه کډوال هم له خپلې خاورې واېستل، چې د کډوالۍ کارټونه یې لرل.
تر اوسه د ځینو راپورونو له مخې تر پنځو لکو زیات افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي او د ننه په افغانستان کې د وزګارتیا او بې‌کورۍ له امله ستړې ستونزې ګالي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دوی له پاکستاني چارواکو سره په خبرو لګیا دي چې د دغې لړۍ د پیلېدا مخه ونیسي؛ خو داسې ښکاري چې پاکستان د تېر په څېر د نړۍوالې ټولنې پر دغو غوښتنو به هم غوږ و نه ګروي.

د طالبانو کډوالو وزارت: له پاکستانه څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۴۷ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه ۱۰۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، دغه کډوال پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د دوشنبې ورځ د (وري شپږمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۷ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

یاد وزارت ویلي دغه کډوال په دوو جوپو کې د وري میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه له پاکستانه په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.