د پاکستاني پولیسو چارواکی: حکومت لا تراوسه د افغان کډوالو د اېستلو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې

د خیبر پښتونخوا یو لوړ پوړي پولیس چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د اېستلو د نوي بهیر د نېټې په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده کړې. هغه وویل، چې د کډوالو د ثبتولو او د هغوی د ځایونو د مالومولو بهیر پیل شوی دی.