طالبان: له ۴۰ کلونو وروسته د پوهنتون د ۱۰۶ رشتو نصاب ته بیا کتنه وشوه

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ویاند وایي، د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د ۱۰۶ رشتو نصاب ته بیا کتنه شوې او له اسلامي اصولو، افغاني عنعناتو او نړیوالو معيارونو سره برابر شوی دی.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ویاند وایي، د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د ۱۰۶ رشتو نصاب ته بیا کتنه شوې او له اسلامي اصولو، افغاني عنعناتو او نړیوالو معيارونو سره برابر شوی دی.
ضیاالله هاشمي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، چې ۹۰ رشتې د لسانس، دیارلس د ماسټرۍ او درې نورې د دوکتورا دي چې بیا کتنه یې بشپړه شوې ده.د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د شمېرو پر بنسټ، په ټول هېواد کې په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۶۰ رشتې شته او د تحصیلي برخو د نصاب د بیا کتنې بهیر دوام لري.طالبانو په تحصیلي نصاب کې د بدلون د راوستو کارونه تر هغه وروسته پیل کړل، چې د دغې ډلې د پوهنې او لوړو زدکړو کمیسیون تر څېړنو وروسته وویل، چې په تحصیلي نصاب کې په مهارت سره د اسلامي او افغاني ارزښتونو د له منځه وړلو هڅه شوې.
طالبانو په ښوونځيو او پوهنتونو کې یو شمېر کتابونه او مضمونه په دې دلیل لېرې کړي چې د اسلامي اصولو او افغاني عنعناتو خلاف و.
د افغانستان د تحصیلي نظام بدلون له یو شمېر غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.
پوهان په دې باور دي، چې طالبان په دې برخه کې تخصصي او مسلکي نه دي او د دوی په دې بدلونونو سره به د هېواد د پوهنې نظام شاتګ وکړي.
خو د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ویاند بیا وایي، سره له دې چې د جمهوریت پرمهال میلیونونه ډالره د نصاب د جوړولو په برخه کې لګېدلې وې، خو دا ټول لګښتونه بې ځایه لکېدلي او تعلیمي نصاب سم جوړ شوی نه دی.
د نوموړي په وینا، طالبانو د نصاب د بدلولو په برخه کې په کم وخت کې تر اوسه پنځوس میلیونه افغانۍ لګولې دي او له نړیوالو معیارونو سره سم ښه بدلونونه پکې راغلي دي.
ښاغلی هاشمي همداراز وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نصاب امریت په ریاست بدل شو او له څلویښتو کلونو وروسته په تحصیلي نصاب کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.
نوموړی وایي، په هېواد کې د ماسترۍ او دوکتورا د پروګرامونو د زیاتېدو هڅې روانې دي.


د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، له ایران ۵۳ اېستل شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي. دغه وزارت په خپله خبرپانه کې ويلي، چې دغه ماشومان یې په هرات، فاریاب، غزني، کندز او کاپيسا ولایتونو کې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت نن په خپل اېکس کې ليکلي، چې له دې ۵۳ ماشومانو ۲۷ د هرات، ۲۱ د فاریاب، ۳ د غزني، یو د کندز او یو هم د کاپيسا اوسېدنکی و.
خبرپاڼه زياتوي، چې له ایران دغه ایستل شوي ماشومان د وارچایلډ ادارې په همکارۍ د هرات او نيمروز د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو څخه اړوند ولایتونو ته لېږدول شوي او خپلو کورنيو ته رسېدلي دي.
د طالبانو دغه وزارت خبر ورکړی، چې د ماشومانو په برخه کې مرستندویه ادارو له دې ماشومانو سره د خوراکي، غيري خورکي او پيسو مرسته هم کړې ده.
په هېواد کې د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او د وزګارتیا د کچې لوړیدل د دې لامل شوی چې هېوادوال له ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړي.

د طالبانو غورځنګ په ۱۹۹۴ کې د خپل تاسیس نه پس تل له پاکستان سره ډیرې نزدې اړیکې لرلې دي، ځکه چې د پاکستان پوځي استخباراتو د دوی په تشکیل، تمویل او تجهیز کې مهم نقش لوبولی دی.
د طالبانو وړومبی امارت تر ډیره حده دپاکستان پر پشتیبانۍ اتکا لرله او د هغه امارت د سقوط نه وروسته طالبان بیرته پاکستان کې خپلو پټنځیو ته لاړل، له هغه ځای نه یې په افغانستان کې جګړه وکړه او په اګست ۲۰۲۱ کې د طالبانو په بیا واکمنیدو کې هم پاکستان د هغوی اصلی پشتیبان وو.
خو تر بري وروسته ولې د طالبانو د واکمنۍ په درې کلونوکې د پاکستان او طالبانو تر منځ په ظاهره داسې اختلافات، تنشونه او شخړې را برسیره شولې چې دپاکستان الوتکو د مارچ په اتلسمه نیټه په افغانستان کې په دویم ځل بمبار وکړ او طالبانو هم د توپونو په وسیله د ډیورانډ کرښې نه پورې غاړه څو ځایه په پاکستان ډزې وکړلې ؟
په دې مسله د پوهیدلو لپاره باید په یاد ولرو چې افغانستان کې د تیرو څلویښتو کلو نه زیات وخت جګړو کې بین المللي عواملو اساسي حیثیت درلودلی دی او د داخلي عواملو نقش ثانوي پاته شوی دی، دا ځکه چې د نولسمې عیسوي پیړۍ نه افغانستان وړومبی د بریتانوي امپراتورۍ او د روس د څاري یا تزاري امپراتورۍ تر مینځه په یوه او بل باندې د غلبې تر لاسولو په شخړه کې بند پاته شوی دی او وروسته په شلمه پیړۍ کې د امریکا په مشرۍ د غربي کاپیتالزم او د شوروي سوسیالېزم تر منځه د ټکر ښکار شوی دی.
په دې حوادثو کې یې په جنوب او شرق کې په خپلو پراخو سیمو او نفوسو کنترول له لاسه ور کړی دی او په وار وار د دولتي نظامونود سقوط سره هم مخامخ شوی دی.
د دې وینا مطلب دا نه دی چې په هیواد کې اقتصادي او ټولنیز وروسته پاته والی د پورته ذکر شویو بحرانونو په پیدا کیدو او غټیدو کې اغیز نه درلود، په یقین سره ویلی شو چې په افغانستان کې د تجدد ګرايي او عنعنه ګرايي تر مینځه ورانوونکی کشمکش د افغانستان د داخلي اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي شرایطو زیږنده و، خو بیا د دغه بحران سیمه ییز او بین المللي کیدل د افغانستان د ستراتیجیک جغرافیايي موقیعت محصول دی.
که د افغانستان د تیرو ۴۵ کلونو سیاسي پرمختګونه مونږ د جنوبی اسیا د یوه بل وروسته پاتې هیواد نیپال له پرمختګونو سره مقایسه کړو نو دا خبره به جوته شي چې په دغو څلور نیمو لسیزو کې د نیپال داخلي ګډوډي له افغانستان نه کمه نه وه، خو چون د نیپال ګاونډیانو هند او چین د دغه هیواد په داخلي چارو کې په لاسوهنه کې دلچسپي نه درلوده او نه هم غرب کومه علاقه یا ګټه لرله نو د نیپال مسایل تر داخل پورې محدود پاتې شول.
که څه هم په افغانستان کې د روسي پوځ د اشغال په ضد د افغانانو د ازادۍ مبارزه برحقه او مشروع مبارزه وه، خو په دې جنګونو کې ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران او غربي هیوادونو خپلې اجنداوې لرلې او اوس یې هم لري، نو ځکه افغانستان کې جنګونه مرموز پاتې شوي او پاتې کیږي او اصلي اهداف یې ډیر وروسته ښکاره کیږي، په دې نویو جنګونو کې د پاکستان او ایران واکداران په افغانستان خپله غلبه تامینول غواړي او غرب هم ل روسیې او چین سره د نوي ساړه جنګ په ترڅ کې د هژمونۍ په جګړه کې له افغانستان یو ځل بیا ګټه پورته کول غواړي.
د دوحې د معاملې له لارې د یوې نیابتي ملیشې په توګه د طالبانو په افغانستان کې د پچکاري کیدلو هدف په دې سیمه کې یوه عظیمه بې ثباتي مینځ ته راوستل دي، تر څو چین د کمر بند او د لارې خپله لویه بین المللي پروژه پلې نه کړی شي، ځکه چې د چین دغه پروژه د امریکا په مشرۍ د غرب تر غلبې لاندې له نړیوال نظام سره د سیالۍ لپاره د یوه بل نړیوال نظام اساس تشکیلوي، نو ځکه غرب هرو مرو د دغې پروژې مخه نیول غواړی .
لکه چې موږ په تیرو یو څو کلونو کې وکتل، په سیمه کې د یوې نوې جګړې د پیلولو په لوبه کې تر ټولو فعال تروریستي لوبغاړي تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پياو داعش دي.
ټي ټي پي د افغان طالبانو د وجود برخه ده او په ۲۰۰۷ کې د دې بیل سازمان جوړیدل د پاکستان د استخباراتي لوبو د ضرورت په اساس شوي وو تر څو دوی ته پاکستان کې د ننه د ډیورانډ کرښې سره جوختې ځینې سیمې وسپارل شي او دوی هلته د افغان طالبانو کوربتوب وکړی شي.

پر کابل د طالبانوواکمنیدو سره د ټي ټي پي ځواکمنېدل یوه طبعی خبره وه، پاکستان که څه هم د ټي ټي پي په مورد کې افغان طالبانو ته ګوته نیسي، خو د دې خبرې وضاحت نه کوي چې سره د دې چې ټي ټي پي په څرګند ډول د ډیورانډ کرښې په شرق کې د سیمو د اشغال پلان درلود، نو پاکستاني جرنیلانو ولې د خبرو په نوم د ټي ټي پي زرګونو وسلوالو ته د پاکستان د ننه راتګ او مېشتېدو اجازه ورکړه ؟ د پاکستان اوه لکه پوځ څنګه د هغوی مخه ونه نیولی شوه ؟
په واقیعت کې د دغې نوې جګړې په لوبه کې پاکستاني جنرالان، طالبان او داعش درې واړه لوبغاړي دي او خپل خپل نقش تر سره کوي.
د ټي ټي پي پاکستان کې ځاې په ځاې کیدل د یوه نوي جنګ د پیل لپاره لازم و، چین او روس هم په دې لوبه پوهیږي او نه غواړي چې له طالبانو سره په پوځي توګه په تصادم کې راشي او خپلو رقیبانو ته د یوه بل جهاد د پیلولو جواز په لاس کې ورکړي.
په خاصه توګه چین خواري کوي چې له طالبانو سره اقتصادي اړیکې ټینګې کړي او دومره احتیاط کوي چې د مارچ په شپاړسمه نیټه د ټي ټي پي له خوا په وزیرستان کې د پاکستان په پوځ د حملې غندنه یې ونه کړه او نه یې په افغانستان کې د پاکستان د بمبار مرسته وکړه، خو که طالبان له چین سره نزدې کیږي نو داعش به ورباندې مرګوني ګوزارونه پیل کړي.
داعش پاکستان او افغانستان کې په چینایانو او روسانو حملې کوي، پاکستان او د طالبانو لپاره د یوه بل نه فاصله اختیارول د دواړو ضرورت دی، ځکه چې پاکستاني جنرالان تل دا خبره ردوي چې طالبان یې پاللي او روزلي دي.
له بلې خوا طالبان هم دې ته اړتیا لري چې خپل استقلالیت زباد کړي، خو داسې خبرونه هم شته چې د ځینې غربي هیوادونو نماینده ګانو او د پاکستاني استخباراتو صاحب منصبانو لږ وخت وړاندې په استانبول کې د ځینې افغان جنګ سالارانو سره خبرې کړې، چې هغوی ته د طالبانو په ضد فعالیت لپاره په پاکستان کې پټنځي ورکړي، که داسې وشي نو په هغه صورت کې به د پاکستان او افغانستان تر مینځه ترینګلتیا یوې نوې او خطرناکې مرحلې ته داخله شي .
یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، په تېر ۲۰۲۳ کال کې یو زر ۱۸۱ افغان کډوال خپل هدف ته تر رسېدو مخکې په لار کې مړه شوي وو. د ملګرو ملتونو اړوند دا اداره د تېر کال د مړه شویو افغان کډوالو شمېر تر وړم کال هم په ریکارډ کچه ډېر بولي او وايي، پر ۲۰۲۲ کال ۷۳۳ افغانان پر لار مړه شوي وو.
د کډوالو نړیواله اداره یا ای او اېم په خپل تازه راپور کې د کډوالۍ په لار د وتلو افغانانو د مړینې کچه تېره یوه لسیزه کې تر ټولو ډېره بولي.
ای او اېم وايي، افغان کډوالو ته ډېره مړینه د ایران له لارې پېښه شوې ده.
په تېر کال کې د کډوالۍ پر لار د مړه شویو افغانانو شمېر د اسیا د نورو هېوادونو دوکړو له نیمايي هم زیات دی.
د ملګرو ملتونو اداره وايي، په دغه کال د اسیا دوه زره ۱۳۸ کډوال مړه شوي، خو دا شمېر وړم کال دوه زره ۷۰ کسان و.
په دې راپور کې د مړه شویو کسانو جنسیت او عمر نه دی ډاګیز شوی، خو دا ویل شوي چې د ښځو او ماشومانو شمېر هم پکې خورا ډېر دی.
پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې د ایران له لارې اروپا ته د افغان کډوالو لړۍ بې سارې زیاته شوې او سږ کال چې درې میاشتې یې تېرې شوې تر تېر کال د کډوالېدونکو افغانانو شمېر لا ډېر شوی دی.

د بلوچستان د اطلاعاتو مخکنی وزیر جان اڅکزی وايي، «طالبان دوه مخي دي»، په افغانستان کې له چین سره ښې اړیکې لري او په پاکستان کې یې وژني. جان اڅکزی وايي، طالبان په پاکستان کې د چینایانو وژلو ته د هند په خولې له افغانستانه بریدګر را استوي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکني وزیر نن چهارشنبه د (وري اتمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې افغانستان کې طالبان له چین سره همکاري او ښې اړیکې لري او په پاکستان بیا بریدونه پرې کوي.
په اسلام اباد کې د چين سفارت تېره ورځ سه شنبه د (وري اوومه)، په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجنيران د خيبرپښتونخوا ايالت د شانګلې په بشام سيمه کې ماسپښين يوه بجه وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه چینايي انجنیران د پاکستان شمال ته د داسو بریښنا بند په لور روان و.
جان اڅکزی زیاتوي، چې په خیبرپښتونخوا کې تېره ورځ په نښه شوي چینايي انجنیران طالبانو د هند د اجنډا له مخې الوځولي او وژلي دي.
هغه وايي، «طالبانو خپل استازی په چین کې د افغانستان سفارت ته استولی او د چین استازی یې په کابل کې د چین د سفیر په توګه منلی خو په پاکستان کې د چین ګټې په نښه کوي.»
تر اوسه پورې لا د جان اڅکزي دغو څرګندونو ته طالبانو رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو په پاکستان کې د چینايي انجنیرانو د وژلو په اړه طالبانو تېره ورځ د خواخوږۍ اعلامیه خپره کړې وه.
تر اوسه پورې په خیبرپښتونخوا کې په چینايي انجنیرانو د ترسره شوي ځانمرګي برید مسووليت لا کومې ډلې نه دی منلی.
په اسلام اباد کې د چین سفارت د شهباز شریف له حکومته غوښتي چې په پاکستان کې د چینايي وګړو ساتنه وکړي.
د چین سفارت د پاکستان له حکومته غوښتي چې د دغې پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملانو ته دې «سخته سزا» ورکړي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف تېره ورځ په چینايي انجنیرانو له برید وروسته په اسلام اباد کې د چین سفارت ته د خواخوږۍ په پار ورغلی و.

د ګلبدین حکمتیار زوی وايي، چې د پلار دولتي استوګنځای یې «تر لانجې او دعوې» لاندې نه و او د طالبانو دفاع وزیر د اسلامي حزب د مشر له اېستلو سره مخالف و. حبیبالرحمان حکمتیار وایي، د طالبانو په حکومت کې د «پخواني فکر لرونکي څو تنه» کولای شي په هر کار کې کار ولري.
حبیبالرحمان حکمتیار دغه څرګندونې په ایکس پاڼه په ظاهره د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په غبرګون کې کړي چې ویلي یې و، د ښاغلي حکمتیار استوګنځای «تر دعوې» لاندې و او اوس بل استوګنځي ته کوچېدلی دی.
طالبانو ویلي و، چې د حکمتیار استوګنځای د دوی د دفاع وزارت اړوند ملکیت دی.
د حکمتیار زوی د طالبانو په منځ کې د نظر اختلاف او د واګو انحصارولو ته په اشارې لیکلي، په داسې حال کې چې د طالبانو «ټول مشران» د نجونو لپاره د ښوونځیو په پرانیستلو «راضي» دي، «یو کس» توانېدلی پر ټولو زورور شي او ټول باید د هغه اطاعت وکړي.
هغه ذبیح الله مجاهد ته په خطاب کې لیکلي، چې د توجیه کولو پر ځای دې چوپه خوله پاتې شي؛ ځکه د هغه مشورو ته ارزښت نه ورکول کېږي او د هغه څه په اړه چې «دین، عقل او منطق» یې مني له هغو څخه «عاجز دی.»
د حکمتیار زوی تر دې وړاندې ویلي و، چې طالبان د حزب اسلامي او پخواني حکومت تر منځ شوې پرېکړې ته ځان مسوول نه بولي او د څو میاشتو خبرو اترو وروسته ګلبدین حکمتیار اړ شو چې، «خپل استوګنځی بدل کړي.»
د اشرف غني حکومت د ۱۳۹۵ کال د تلې په میاشت کې له حزب اسلامي سره هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې یې دغه ګوند د نورو امتیازاتو او قضایي خوندیتوب په بدل کې به د افغانستان دولت سره له جګړې لاس اخلي.
خو هغه اطلاعات چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي دا ښيي، چې طآلبانو ګلبدین حکمتیار د ځمکې پر غصب تورن کړی او هغه یې له خپل استوګنځي او دفتره اېستی دی.
په خپله ګلبدین حکمتیار تر اوسه په رسمي بڼه په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د هغه زوی له استوګنځي څخه د خپل پلار اېستل «بې احترامي» ګڼلې.