د طالبانو د کانونو وزارت له قراردادي شرکته غوښتي، چې د مس عینک کان عملي چارې دې ژر پیل کړي

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دوی له قراردادي شرکته غوښتي چې د دغه کان د سپړلو عملي چارې دې ژر پیل کړي. له دغه وزارته په خپره شوې خبرباڼه کې ویل شوي، چې شهاب الدین دلاور د مس عینک کان د قراردادي شرکت له مشر «سانګ» سره په لیدنه کې د دغې پروژې د ژر پیلېدا غوښتنه کړې.