• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون د "جنسیتي توپیر" په رسمیت پیژندلو کمپاین سره یوځای شو

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۰ GMT+۰

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون، چې د نړۍ له ګوټ ګوټه د بشري حقونو له مدافعیو څخه جوړ شوی دی، د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره د "جنسیتي توپیر" په رسمیت پیژندلو کمپاین سره یوځای شوی دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د ښځو غورځنګ د جنسیتي توپیر د پېژندلو غوښتنه کړې وه.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ د - وري د میاشتې په نهمه نېټه - اعلان وکړ چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فیمینستانو، څیړونکو او کارپوهانو له خوا په تیرو کلونو کې د نه ستړي کیدونکو هلوځلو ته د درناوي په موخه، دغه فدراسیون پوره باور لري چې د دې وخت رارسیدلی چې د «توکمپالنې» تعریف ته پراختیا ورکړل شي.

دغه فدراسېون په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د "توکمپالنې" په تعریف کې باید ظلم او ستم هم شامل شي چې د یو ځانګړې جنسیتي ډلې په وړاندې ترسره کیږي. په اعلامیه کې د افغان نجونو او ښځو وضعیت د جنسیتي توپیر د بېلګې په توګه یاد شوی دی.

دغه فدراسیون په خپله اعلامیه کې لیکلي چې چیرې چې تبعیض بنسټیز او سیستماتیک وي هلته د "جنسیتي توپیر" اصطلاح کارول ، غوره انتخاب دی.

دغې اعلامیې زیاته کړې، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ناقانونه راستنیدو راهیسي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخ ظلم او تبعیض روان دی چې دغه فدراسیون پام یې دې حقیقت ته راړولې چې د افغانستان حالت ته د رسیدنې لپاره کافي نړیوال قوانین شتون نه لري.

د بشری حقونو د نړیوال فدراسیون مرستیال، ګیسو جهانګیری ویلي، چې د یوه جرم په توګه د توکم پالنې په رسمیت پیژندل به د نړیوالو قوانینو تشه ډکه کړي او له عاملینو سره به د حساب کولو برخه کې مرسته وکړي.

دغه فدراسیون په خپلې اعلامیه کې ویلي، چې جنسیتي توپیر باید د جرم په توګه وپیژندل شي ترڅو قربانیانو ته د عدالت د ترلاسه کولو لپاره فرصت ورکړل شي او عاملین یې مجازات شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سرچینې د کابل په لوېدیځ کې د دوو چاودنو خبر ور کوي

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د کابل اوسېدونکي د دغه ښار په دریمه او شپږمه ناحیه کې د دوو چاودنو د غږ اوریدلو خبر ور کوي. ځینو سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته وویل، چې یوه چاودنه نسبتاً زوروره وه او په میرویس میدان یا کوټې سنګي کې شوې ده.

طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د چاودنو د نوعیت په اړه لا معلومات نشته.

له طالبانو څخه د وېرې له امله ځیني کابل ښاریان د امنیتي پېښو په اړه له معلومات ورکولو ډډه کوي.

د جمهوریت د وخت والي: د هغه ځانمرګي له کورنۍ سره مې مرسته وکړه چې پر ما یې برید کړی و

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۳۱ GMT+۰

د جمهوریت د وخت د لغمان والي د افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې د ځانګړی څېړنیز راپور خپریدو په غبرګون ویلي چې د هغه ځانمرګي له کورنۍ سره یې مرسته وکړه چې پر ده یې برید کړی و. په دغه راپور کې پر رحمت الله یارمل د برید جزیات هم خپاره شوي دي.

رحمت الله یارمل په اېکس د افغانستان انټرنشنل پښتو ځانګړي څړنیز راپور په بیاځلي خپرولو سره لیکلي: « دپېښي وروسته چي کله دبریدګر دکورنۍ دغربت او وضعیت په اړه پوه سولو د خپلو شهیدانو او زخمیانو د کورنۍ ترڅنګ دبریدګر کورنۍ سره مو هم مرسته وکړه.»

افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې د پنجشنبې په ورځ یو ځانګړی څړنیز راپور «د افغانستان ځانمرګي بریدګر او تر شا یې پرتې کیسې» خپور کړ.

راپور په افغانستان کې د ځانمرګي بریدګرو او تر شایې پرتې کیسو په اړه دی.

راپور کې راغلي چې د ۲۰ کلن قاري اسحاق سنګري «مستعار نوم» د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۱۴مه نېټه د لغمان ولایت سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د دې وخت پر والي رحمت الله یارمل برید وکړ، چې په پایله کې یې د ملکي وګړو په ګډون ۸ تنه ووژل شول او د لغمان د والي په ګډون ۳۶ تنه ټپیان شول.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو راپور کې په افغانسان کې د ځانمرګو بریدونو د پیلېدو، د ځانمرګو د روزنځیو او د دوی له کورنیو سره خبرې شوې دي.

د طالبانو شرط: د حجیانو لارښوونې ته به هغه ښوونکي ځي، چې د تصفیې کمېسون او جهاد فورمې لري

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د طالبانو حج او وقافو وزارت یوه مکتوب کې وايي، سږکال به د حجیانو د لارښوونې لپاره هغه ښوونکي ځي، چې د دوی د تصفیې او جهاد فورمې ولري. د دغه مکتوب یوه کاپي افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلې. ځینې دیني عالمان نیوکه کوي، چې په ازموینه کې بریالي شوي؛ خو د طالبانو کومه فورمه نه لري.

د طالبانو حج او وقافو وزارت یوه اوونۍ وړاندې د کندهار حج او وفافو ریاست ته مکتوب کې ویلي، هغه کسان چې جهادي فورمه او یا هم جهادي سابقه ونه لري نشي کولی، چې په دغه پروسه کې شامل شي.

همداراز؛ په دغه مکتوب کې لیکل شوي، د حجیانو د لارښوونې لپاره بریالي شويو ښوونکو ظاهر بڼې ته دې وکتل شي او د جهادي سابقې له پلوه دې لازمې او کیدونکي کړنې ترسره کړي.

دوی زیاتوی د ولایتون رییسان داسې کسان د دې ورازت پلاوي ته معرفي کړي.

د معلوماتو له مخې تېر کال د روژې میاشت کې له شاوخوا ۱۱ سوه دیني عالمانو د حجیانو لپاره د ښوونکو ټاکلو ازموینه واخیستل شوه.

تېر کال ټولو بریالیو کډونوالو کولی شول، چې د طالبانو د تصفیې کمېسون او د جهادي سابقې له فرمو پرته په دغه پروسه او د حج په مراسمو کې د ښوونکو په توکه کډون وکړي.

یو شمیر دیني عالمان چې تېر کال په دغه پروسه کې بریالي شوي، وايي سږکال طالبانو واسطه لرونکي او نیمچه ملایان د حج د ښوونکو په نامه اعلان کړي، چې دغږ کسانو خپله حج نه دی زده؛ نو نورو ته به څنګه لارښونه وکړي.

دغه دیني عالمان زیاتوي چې په دې اړه یې په کندهار کې د حج او وقافو وزارت له چارواکو سره ناستې وکړې، خو د هغوی ځواب دا و، چې وزارت ورته ویلي، چې څوک تېر شل کلنه جګړه کې د جهاد سابقه او تصفیې کمېسون فورمه ونه لري؛ نو هغه د حج د ښوونکي په صفت مه معرفي کوئ.

طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره په دولتي ادارو یوازې هغه کسان په ندو وګمارل، چې ددې ډلې غړیتوب ولري.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت: کابل کې د دریو معترضو خویندو د نیولو په اړه څېړنې کوو

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۲۳ GMT+۰

د کابل په لوېديځ دشت برچي کې د ۳ معترضو خویندو او د هغوى د ورور د نيول کېدو په اړه د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې، د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، په دې اړه به څېړنې وکړي. د دوى په وينا، معلومه نه ده، چې د يوې کورنۍ دغه څلور غړي چا نيولي.

باخبرو سرچينو د پنجشنبې په شپه د حمل په ۹ مه نېټه د افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړ، چې طالبانو د کابل په دشت برچي کې د ښځو د حقونو درې فعالې خويندې او ورور يې نيولي او نامعلوم ځای ته يې وړي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه درې خويندې د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ غړې دي.

د نیول شویو نجونو کورنیو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ سهار شاوخوا شپږ بجې د دشت برچي په معرفت کوڅه کې د دوی پر کور برید وکړ.

د دې ډلې ځواکونو د ٢٥ کلنې ازاده رضايي، ١٧ کلنې ناديه رضايي، ١٤ کلنې الهه رضايي او د هغوى ٢٢ کلن ورور يحيا رضايي ونيول.

د دغو نجونو خپلوانو په دې اړه د طالبانو ۱۳مې او اتلسمې ناحیې او کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې، خو تر اوسه یې د نیول شویو نجونو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې طالبانو د ښځو د حقونو د دغو دریو فعالانو خور تمنا رضايي نیولې وه او ۲۹ ورځې وروسته یې خوشې کړې وه.

پښتونخوا کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ عوامل او د پاکستاني طالبانو ستراتیژۍ کې بدلون

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۱ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

په افغانستان کې د تیرو پنځه څلویښت کلونو د جګړو په جریان کې تقریبا ټول وخت د پاکستان دوه صوبې پښتونخوا او بلوچستان د وسلوالو پټنځي او مرکزونه پاته شوي دي.

د دې دوه اساسی علتونه دي، وړومبی دا چې پاکستان د خپل تاسیس د ورځې نه له امریکا او بریتانیا سره د خپلو نږدې اړیکو په وجه په افغانستان کې د دغو هیوادونو د ستراتیجیو د پلي کولو لپاره د وړومبي خط د دولت نقش لوبولی دی او له دې سره د خپل جغرافیايي موقیعت په وجه پښتونخوا او بلوچستان پورته ذکر شوو جګړو ته د سازمان ورکولو په مرکزونو بدل شوي دي.

دویم علت دا دی چې د پاکستان پنجابي واکداران او په خاصه توګه جنرالان د پښتنو او بلوڅو ملتپال نهضتونه د پاکستان لپاره اصلي خطر بولي، د هغوی د دې خطر د مخ نیوي لپاره په دې دواړو صوبو کې په آګاهانه او په منظم ډول یې مذهبي افراط او جګړه ماري تشویق کړې ده.

په دې لړ کې پاکستاني جنرالانو پښتونخوا ته خاصه پاملرنه کړې ده، ځکه چې په شلمه پیړۍ کې دا سیمه د باچا خان په مشرۍ د پښتنو د ازادي بښونکي نهضت مرکز پاته شوې ده؛ لکه څنګه چې پاکستاني جنرالان او د هغوی بین المللي انډیوالان په افغانستان کې د مذهبي افراط او د جګړه مارۍ نه د تاریخي او سوچه افغان ملي هویت د تضعیف لپاره استفاده کوي، هم دغه رنګه هغوی په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو د ملي نهضت د ځپلو لپاره طالبي افراط په شا ټپوي.

تاوتریخوالي کې قبایل کارول

د سوېلي وزیرستان اوسېدونکي انګور اډه کې په پرلت له افغانستان سره د ویزې تګ نه مني
100%
د سوېلي وزیرستان اوسېدونکي انګور اډه کې په پرلت له افغانستان سره د ویزې تګ نه مني

په دې لړ کې د پښتونخوا د ډیورنډ کرښې سرې نزدې پرتو د اوو قبایلي ضلعو او له هغو سره نښتې سیمې ذکر ضروري دی.

د په اصطلاح قبایلي علاقې په نوم د شمال نه جنوب ته، د باجوړ نه تر جنوبي وزیرستان پورې پرتې دغې پټارې ذکر ځکه پکار دی چې انګلیسي استعمار د افغانستان په اصطلاح«حایل دولت» شاته یوه بله حایله ستراتیجیکه کرښه جوړه کړې وه، چې دوی به یاغستان هم بلله.

دا په حقیقت کې د لر او بر افغان تر منځ پرته، عقب مانده ساتل شوې قبایلي سیمه وه چې د لر او بر د سیاسي نهضتونو اغیزې یې په منځ کې د یوې خوا نه بلې خوا ته نه شوې تیریدلی لکه چې د وچ لرګي په مينځ کې بریښنا سرایت نه کوي.

د انګلیسانو هدف دا وو چې د شاه امان الله خان د ریفورمونو اغیزې کوزې پښتونخوا ته ونه رسیږي او د باچا خان او خدايي خدمتګارانو ملي ازادي بښونکی نهضت افغانستان ته سرایت ونه کړي.

د انګلیسانو د تګ نه وروسته پاکستان هم دغه سیمه د پورته ذکر شویو اهدافو لپاره وکاروله او په افغانستان کې د جګړو زیاتره پټنځي هم په دغه سیمه کې جوړ شوي وو، ځکه په دغه سیمه کې مودرنې وسلې او افراطي فکرونه زیات موجود وو.

پاکستانی جنرالانو که له یوې خوا په دغه سیمه کې په افغانستان کې د جنګ اور د تود ساتلو لپاره ترهګري خوندي کړې وه، نو له بلې خوا به یېدد نمایش په توګه په اصطلاح د ترهګرۍ په ضد پوځي عملیات هم کول.

په دغو عملیاتو کی د پاکستان پوځ د الوتکو، ټانکونو او غټو توپو نه استفاده کړې ده.

په حقیقت کې د دغو پوځي عملیاتو اصلی موخه پر ډیورنډ کرښه پرتو ځواکمنو پښتنو قبیلو زور ماتول او د هغوی په سیمه کې د پرتو طبیعي زیرمو اشغالول وو.

بالاخره د پاکستان د څلویښتو کلونو داستثماري زورواکۍ په ضد په دغو سیمو کې په ۲۰۱۸ کې د ځوانانو په منځ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نامه د سیاسي مقاومت یو قوي نهضت جوړ شو.

وزیرستان د دغه نهضت مرکز وګرځید، ځکه چې وزیرستان د ترهګرو د فعالیتونواو د پاکستان په پوځي عملیاتو کې په لویه کچه مرګ ژوبله او تباهي لیدلی ده.

یو بل سازمان این ډي ایم هم په دغه سیمه کېد پښتنو د ولسي مقاومت د یوه بل متشکل سیاسي ګوند په توګه را برسیره شو، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو او دغو مقاومتونو د قبایلي سیمې کرښې په سیاسي کیفیت کې بدلون راوستو، دا سیمه نوره د وچ لرګي په شان حائل نه دی چې سیاسي بریښنا ترې تېرېدلی نه شي.

د ملتپالو د ځپلو لپاره طالبان کارول

پاکستانی جنرالان که له یوې خوا د پښتنو د ولسي مقاومت د ځپلو لپاره د ټوپک ، بندي خانو او شکنجو نه کار اخلي نو له بلې خوا یې په افغانستان کې تل طالبان حمایه کړي دي او په قبایلي سیمو کې یې د ټي ټي پي په لاس د پښتنو ملتپال ګوندونه ځپلي هم دي.

د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ تر مینځه ټي ټي پي د پښتنو د ملتپال فکر تر ټولو زوړ او ستر ګوند عوامي نیشنل پارټۍ د زرو نه زیات فعالان ووژل.

تر دې وخته د پاکستان او ټي ټي پي معامله سمه وچلیدله، خو په ۲۰۲۱ کې چې کله طالبانو د پاکستان په کومک په افغانستان کې واک ونیولو نو پاکستاني جنرالانو یو ځل بیا د ټي ټي پي سره خبرې اترې پیل کړې چې د پښتنو ملیتپالو او په خاصه توګه د پي ټي ایم او این ډي ایم په ضد د ټي ټي پي ټوپک او اوږه استعمال کړي، خو دا وار نوې او بدله خبره دا وشوله چې په کابل کې د طالبانو له بریالیتوب نه په الهام اخستلو سره ټي ټي پي پاکستان کې د سیاسي قدرت نیولو ته علاقه پیدا شوه.

د ټي ټي پي ستراتیژي بدلېدل

ټي ټي پي له دوو  کلونو راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.
100%
ټي ټي پي له دوو کلونو راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

د دغه هدف تر لاسولو لپاره ټي ټي پي په خپله جنګي ستراتیژۍ کې دوه اساسي بدلونونه راوستي دي.

وړومبی بدلون دا دی چې ټي ټي پي اوس د ملکي افرادو په ځای په عمده ډول د پاکستان د دولتي دستګاه په پوځي او مصونیتي مراکزو حملې کوي چې په تیرو دوو کلونو کې یې د پاکستان پوځ، پولیسو او ملیشو ته سخت تلفات اړولي دي.

د ټي ټي پي په ستراتیژۍ کې دویم بدلون دا دی چې دوی اوس د هرې سیمې لپاره موازي حکومتي اجراییه ادارې او شبکې اعلان کړې دي.

دا عیني کار دی چې افغان طالبانو به افغانستان کې د خپلې جګړې په وخت کاوه.

د ټي ټي پي دغې نوې ستراتیژۍ پښتونخوا کې جګړې او خشونت ته یوه نوې بڼه ورکړې ده.

که څه هم پاکستاني جنرالان په ډاګه دا خبره نه کوي، خو هغوی له افغان طالبانو دا غوښتنه لري چې ټي ټي پي دې هغو پخوانیو محدودو فعالیتونو ته را وګرځي چې د پاکستاني پوځ په داخلي ستراتیژۍ کې ځاییدل.

ځینې سیاسي څیړونکي په دې عقیده دي، چې د ټي ټي پي دغه نوې ستراتیژي د هغې نوې نړیوالې لوبې برخه ده، چې د چین، مرکزي اسیا ، روس او ایران ته ورڅیرمه سیمو کې د یوې پراخې او عظیمې بې ثباتۍ او هرج مرج د منځ ته راوستلو لپاره جوړه شوې ده، چې هر څه وي خو لکه د تیرو څلورو لسیزو غوندې یو ځل بیا د افغان نه د جنګ خاشاک جوړول کیږي.

د پښتو د تکړه طنز لیکونکي شاعر ډاکټر اسرار خبره چې

زه ورته جوړ چا په ګوته کړی یم

کاڼی چې راځي زما په سر لګي