د طالبانو حج او وقافو وزارت یوه اوونۍ وړاندې د کندهار حج او وفافو ریاست ته مکتوب کې ویلي، هغه کسان چې جهادي فورمه او یا هم جهادي سابقه ونه لري نشي کولی، چې په دغه پروسه کې شامل شي.
په افغانستان کې د تیرو پنځه څلویښت کلونو د جګړو په جریان کې تقریبا ټول وخت د پاکستان دوه صوبې پښتونخوا او بلوچستان د وسلوالو پټنځي او مرکزونه پاته شوي دي.
د دې دوه اساسی علتونه دي، وړومبی دا چې پاکستان د خپل تاسیس د ورځې نه له امریکا او بریتانیا سره د خپلو نږدې اړیکو په وجه په افغانستان کې د دغو هیوادونو د ستراتیجیو د پلي کولو لپاره د وړومبي خط د دولت نقش لوبولی دی او له دې سره د خپل جغرافیايي موقیعت په وجه پښتونخوا او بلوچستان پورته ذکر شوو جګړو ته د سازمان ورکولو په مرکزونو بدل شوي دي.
دویم علت دا دی چې د پاکستان پنجابي واکداران او په خاصه توګه جنرالان د پښتنو او بلوڅو ملتپال نهضتونه د پاکستان لپاره اصلي خطر بولي، د هغوی د دې خطر د مخ نیوي لپاره په دې دواړو صوبو کې په آګاهانه او په منظم ډول یې مذهبي افراط او جګړه ماري تشویق کړې ده.
په دې لړ کې پاکستاني جنرالانو پښتونخوا ته خاصه پاملرنه کړې ده، ځکه چې په شلمه پیړۍ کې دا سیمه د باچا خان په مشرۍ د پښتنو د ازادي بښونکي نهضت مرکز پاته شوې ده؛ لکه څنګه چې پاکستاني جنرالان او د هغوی بین المللي انډیوالان په افغانستان کې د مذهبي افراط او د جګړه مارۍ نه د تاریخي او سوچه افغان ملي هویت د تضعیف لپاره استفاده کوي، هم دغه رنګه هغوی په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو د ملي نهضت د ځپلو لپاره طالبي افراط په شا ټپوي.
تاوتریخوالي کې قبایل کارول
د سوېلي وزیرستان اوسېدونکي انګور اډه کې په پرلت له افغانستان سره د ویزې تګ نه مني
د په اصطلاح قبایلي علاقې په نوم د شمال نه جنوب ته، د باجوړ نه تر جنوبي وزیرستان پورې پرتې دغې پټارې ذکر ځکه پکار دی چې انګلیسي استعمار د افغانستان په اصطلاح«حایل دولت» شاته یوه بله حایله ستراتیجیکه کرښه جوړه کړې وه، چې دوی به یاغستان هم بلله.
دا په حقیقت کې د لر او بر افغان تر منځ پرته، عقب مانده ساتل شوې قبایلي سیمه وه چې د لر او بر د سیاسي نهضتونو اغیزې یې په منځ کې د یوې خوا نه بلې خوا ته نه شوې تیریدلی لکه چې د وچ لرګي په مينځ کې بریښنا سرایت نه کوي.
د انګلیسانو هدف دا وو چې د شاه امان الله خان د ریفورمونو اغیزې کوزې پښتونخوا ته ونه رسیږي او د باچا خان او خدايي خدمتګارانو ملي ازادي بښونکی نهضت افغانستان ته سرایت ونه کړي.
د انګلیسانو د تګ نه وروسته پاکستان هم دغه سیمه د پورته ذکر شویو اهدافو لپاره وکاروله او په افغانستان کې د جګړو زیاتره پټنځي هم په دغه سیمه کې جوړ شوي وو، ځکه په دغه سیمه کې مودرنې وسلې او افراطي فکرونه زیات موجود وو.
پاکستانی جنرالانو که له یوې خوا په دغه سیمه کې په افغانستان کې د جنګ اور د تود ساتلو لپاره ترهګري خوندي کړې وه، نو له بلې خوا به یېدد نمایش په توګه په اصطلاح د ترهګرۍ په ضد پوځي عملیات هم کول.
په دغو عملیاتو کی د پاکستان پوځ د الوتکو، ټانکونو او غټو توپو نه استفاده کړې ده.
په حقیقت کې د دغو پوځي عملیاتو اصلی موخه پر ډیورنډ کرښه پرتو ځواکمنو پښتنو قبیلو زور ماتول او د هغوی په سیمه کې د پرتو طبیعي زیرمو اشغالول وو.
وزیرستان د دغه نهضت مرکز وګرځید، ځکه چې وزیرستان د ترهګرو د فعالیتونواو د پاکستان په پوځي عملیاتو کې په لویه کچه مرګ ژوبله او تباهي لیدلی ده.
یو بل سازمان این ډي ایم هم په دغه سیمه کېد پښتنو د ولسي مقاومت د یوه بل متشکل سیاسي ګوند په توګه را برسیره شو، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو او دغو مقاومتونو د قبایلي سیمې کرښې په سیاسي کیفیت کې بدلون راوستو، دا سیمه نوره د وچ لرګي په شان حائل نه دی چې سیاسي بریښنا ترې تېرېدلی نه شي.
د ملتپالو د ځپلو لپاره طالبان کارول
پاکستانی جنرالان که له یوې خوا د پښتنو د ولسي مقاومت د ځپلو لپاره د ټوپک ، بندي خانو او شکنجو نه کار اخلي نو له بلې خوا یې په افغانستان کې تل طالبان حمایه کړي دي او په قبایلي سیمو کې یې د ټي ټي پي په لاس د پښتنو ملتپال ګوندونه ځپلي هم دي.
د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ تر مینځه ټي ټي پي د پښتنو د ملتپال فکر تر ټولو زوړ او ستر ګوند عوامي نیشنل پارټۍ د زرو نه زیات فعالان ووژل.
تر دې وخته د پاکستان او ټي ټي پي معامله سمه وچلیدله، خو په ۲۰۲۱ کې چې کله طالبانو د پاکستان په کومک په افغانستان کې واک ونیولو نو پاکستاني جنرالانو یو ځل بیا د ټي ټي پي سره خبرې اترې پیل کړې چې د پښتنو ملیتپالو او په خاصه توګه د پي ټي ایم او این ډي ایم په ضد د ټي ټي پي ټوپک او اوږه استعمال کړي، خو دا وار نوې او بدله خبره دا وشوله چې په کابل کې د طالبانو له بریالیتوب نه په الهام اخستلو سره ټي ټي پي پاکستان کې د سیاسي قدرت نیولو ته علاقه پیدا شوه.
د ټي ټي پي ستراتیژي بدلېدل
ټي ټي پي له دوو کلونو راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.
د دغه هدف تر لاسولو لپاره ټي ټي پي په خپله جنګي ستراتیژۍ کې دوه اساسي بدلونونه راوستي دي.
وړومبی بدلون دا دی چې ټي ټي پي اوس د ملکي افرادو په ځای په عمده ډول د پاکستان د دولتي دستګاه په پوځي او مصونیتي مراکزو حملې کوي چې په تیرو دوو کلونو کې یې د پاکستان پوځ، پولیسو او ملیشو ته سخت تلفات اړولي دي.
د ټي ټي پي په ستراتیژۍ کې دویم بدلون دا دی چې دوی اوس د هرې سیمې لپاره موازي حکومتي اجراییه ادارې او شبکې اعلان کړې دي.
دا عیني کار دی چې افغان طالبانو به افغانستان کې د خپلې جګړې په وخت کاوه.
د مقالې لیکوالې زیاته کړې، چې په ایران کې د جیش العدل له برید وروسته اسلامي جمهوریت په افغانستان کې پر اهدافو بریدونه نه دي کړي، بلکې پر پاکستان یې برید کړی دی.
دې امریکايي مجلې لیکلي، چې له طالبانو سره د اوبو او سرحدي شخړو پر سر له ستونزو سره سره ایران د طالبانو له مشر سره خپل ژورې اړیکې ساتلی دی.