• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کورنیو چارو وزارت: کابل کې د دریو معترضو خویندو د نیولو په اړه څېړنې کوو

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۰

د کابل په لوېديځ دشت برچي کې د ۳ معترضو خویندو او د هغوى د ورور د نيول کېدو په اړه د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې، د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، په دې اړه به څېړنې وکړي. د دوى په وينا، معلومه نه ده، چې د يوې کورنۍ دغه څلور غړي چا نيولي.

باخبرو سرچينو د پنجشنبې په شپه د حمل په ۹ مه نېټه د افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړ، چې طالبانو د کابل په دشت برچي کې د ښځو د حقونو درې فعالې خويندې او ورور يې نيولي او نامعلوم ځای ته يې وړي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه درې خويندې د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ غړې دي.

د نیول شویو نجونو کورنیو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ سهار شاوخوا شپږ بجې د دشت برچي په معرفت کوڅه کې د دوی پر کور برید وکړ.

د دې ډلې ځواکونو د ٢٥ کلنې ازاده رضايي، ١٧ کلنې ناديه رضايي، ١٤ کلنې الهه رضايي او د هغوى ٢٢ کلن ورور يحيا رضايي ونيول.

د دغو نجونو خپلوانو په دې اړه د طالبانو ۱۳مې او اتلسمې ناحیې او کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې، خو تر اوسه یې د نیول شویو نجونو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې طالبانو د ښځو د حقونو د دغو دریو فعالانو خور تمنا رضايي نیولې وه او ۲۹ ورځې وروسته یې خوشې کړې وه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پښتونخوا کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ عوامل او د پاکستاني طالبانو ستراتیژۍ کې بدلون

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۱ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

په افغانستان کې د تیرو پنځه څلویښت کلونو د جګړو په جریان کې تقریبا ټول وخت د پاکستان دوه صوبې پښتونخوا او بلوچستان د وسلوالو پټنځي او مرکزونه پاته شوي دي.

د دې دوه اساسی علتونه دي، وړومبی دا چې پاکستان د خپل تاسیس د ورځې نه له امریکا او بریتانیا سره د خپلو نږدې اړیکو په وجه په افغانستان کې د دغو هیوادونو د ستراتیجیو د پلي کولو لپاره د وړومبي خط د دولت نقش لوبولی دی او له دې سره د خپل جغرافیايي موقیعت په وجه پښتونخوا او بلوچستان پورته ذکر شوو جګړو ته د سازمان ورکولو په مرکزونو بدل شوي دي.

دویم علت دا دی چې د پاکستان پنجابي واکداران او په خاصه توګه جنرالان د پښتنو او بلوڅو ملتپال نهضتونه د پاکستان لپاره اصلي خطر بولي، د هغوی د دې خطر د مخ نیوي لپاره په دې دواړو صوبو کې په آګاهانه او په منظم ډول یې مذهبي افراط او جګړه ماري تشویق کړې ده.

په دې لړ کې پاکستاني جنرالانو پښتونخوا ته خاصه پاملرنه کړې ده، ځکه چې په شلمه پیړۍ کې دا سیمه د باچا خان په مشرۍ د پښتنو د ازادي بښونکي نهضت مرکز پاته شوې ده؛ لکه څنګه چې پاکستاني جنرالان او د هغوی بین المللي انډیوالان په افغانستان کې د مذهبي افراط او د جګړه مارۍ نه د تاریخي او سوچه افغان ملي هویت د تضعیف لپاره استفاده کوي، هم دغه رنګه هغوی په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو د ملي نهضت د ځپلو لپاره طالبي افراط په شا ټپوي.

تاوتریخوالي کې قبایل کارول

د سوېلي وزیرستان اوسېدونکي انګور اډه کې په پرلت له افغانستان سره د ویزې تګ نه مني
100%
د سوېلي وزیرستان اوسېدونکي انګور اډه کې په پرلت له افغانستان سره د ویزې تګ نه مني

په دې لړ کې د پښتونخوا د ډیورنډ کرښې سرې نزدې پرتو د اوو قبایلي ضلعو او له هغو سره نښتې سیمې ذکر ضروري دی.

د په اصطلاح قبایلي علاقې په نوم د شمال نه جنوب ته، د باجوړ نه تر جنوبي وزیرستان پورې پرتې دغې پټارې ذکر ځکه پکار دی چې انګلیسي استعمار د افغانستان په اصطلاح«حایل دولت» شاته یوه بله حایله ستراتیجیکه کرښه جوړه کړې وه، چې دوی به یاغستان هم بلله.

دا په حقیقت کې د لر او بر افغان تر منځ پرته، عقب مانده ساتل شوې قبایلي سیمه وه چې د لر او بر د سیاسي نهضتونو اغیزې یې په منځ کې د یوې خوا نه بلې خوا ته نه شوې تیریدلی لکه چې د وچ لرګي په مينځ کې بریښنا سرایت نه کوي.

د انګلیسانو هدف دا وو چې د شاه امان الله خان د ریفورمونو اغیزې کوزې پښتونخوا ته ونه رسیږي او د باچا خان او خدايي خدمتګارانو ملي ازادي بښونکی نهضت افغانستان ته سرایت ونه کړي.

د انګلیسانو د تګ نه وروسته پاکستان هم دغه سیمه د پورته ذکر شویو اهدافو لپاره وکاروله او په افغانستان کې د جګړو زیاتره پټنځي هم په دغه سیمه کې جوړ شوي وو، ځکه په دغه سیمه کې مودرنې وسلې او افراطي فکرونه زیات موجود وو.

پاکستانی جنرالانو که له یوې خوا په دغه سیمه کې په افغانستان کې د جنګ اور د تود ساتلو لپاره ترهګري خوندي کړې وه، نو له بلې خوا به یېدد نمایش په توګه په اصطلاح د ترهګرۍ په ضد پوځي عملیات هم کول.

په دغو عملیاتو کی د پاکستان پوځ د الوتکو، ټانکونو او غټو توپو نه استفاده کړې ده.

په حقیقت کې د دغو پوځي عملیاتو اصلی موخه پر ډیورنډ کرښه پرتو ځواکمنو پښتنو قبیلو زور ماتول او د هغوی په سیمه کې د پرتو طبیعي زیرمو اشغالول وو.

بالاخره د پاکستان د څلویښتو کلونو داستثماري زورواکۍ په ضد په دغو سیمو کې په ۲۰۱۸ کې د ځوانانو په منځ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نامه د سیاسي مقاومت یو قوي نهضت جوړ شو.

وزیرستان د دغه نهضت مرکز وګرځید، ځکه چې وزیرستان د ترهګرو د فعالیتونواو د پاکستان په پوځي عملیاتو کې په لویه کچه مرګ ژوبله او تباهي لیدلی ده.

یو بل سازمان این ډي ایم هم په دغه سیمه کېد پښتنو د ولسي مقاومت د یوه بل متشکل سیاسي ګوند په توګه را برسیره شو، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو او دغو مقاومتونو د قبایلي سیمې کرښې په سیاسي کیفیت کې بدلون راوستو، دا سیمه نوره د وچ لرګي په شان حائل نه دی چې سیاسي بریښنا ترې تېرېدلی نه شي.

د ملتپالو د ځپلو لپاره طالبان کارول

پاکستانی جنرالان که له یوې خوا د پښتنو د ولسي مقاومت د ځپلو لپاره د ټوپک ، بندي خانو او شکنجو نه کار اخلي نو له بلې خوا یې په افغانستان کې تل طالبان حمایه کړي دي او په قبایلي سیمو کې یې د ټي ټي پي په لاس د پښتنو ملتپال ګوندونه ځپلي هم دي.

د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ تر مینځه ټي ټي پي د پښتنو د ملتپال فکر تر ټولو زوړ او ستر ګوند عوامي نیشنل پارټۍ د زرو نه زیات فعالان ووژل.

تر دې وخته د پاکستان او ټي ټي پي معامله سمه وچلیدله، خو په ۲۰۲۱ کې چې کله طالبانو د پاکستان په کومک په افغانستان کې واک ونیولو نو پاکستاني جنرالانو یو ځل بیا د ټي ټي پي سره خبرې اترې پیل کړې چې د پښتنو ملیتپالو او په خاصه توګه د پي ټي ایم او این ډي ایم په ضد د ټي ټي پي ټوپک او اوږه استعمال کړي، خو دا وار نوې او بدله خبره دا وشوله چې په کابل کې د طالبانو له بریالیتوب نه په الهام اخستلو سره ټي ټي پي پاکستان کې د سیاسي قدرت نیولو ته علاقه پیدا شوه.

د ټي ټي پي ستراتیژي بدلېدل

ټي ټي پي له دوو  کلونو راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.
100%
ټي ټي پي له دوو کلونو راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

د دغه هدف تر لاسولو لپاره ټي ټي پي په خپله جنګي ستراتیژۍ کې دوه اساسي بدلونونه راوستي دي.

وړومبی بدلون دا دی چې ټي ټي پي اوس د ملکي افرادو په ځای په عمده ډول د پاکستان د دولتي دستګاه په پوځي او مصونیتي مراکزو حملې کوي چې په تیرو دوو کلونو کې یې د پاکستان پوځ، پولیسو او ملیشو ته سخت تلفات اړولي دي.

د ټي ټي پي په ستراتیژۍ کې دویم بدلون دا دی چې دوی اوس د هرې سیمې لپاره موازي حکومتي اجراییه ادارې او شبکې اعلان کړې دي.

دا عیني کار دی چې افغان طالبانو به افغانستان کې د خپلې جګړې په وخت کاوه.

د ټي ټي پي دغې نوې ستراتیژۍ پښتونخوا کې جګړې او خشونت ته یوه نوې بڼه ورکړې ده.

که څه هم پاکستاني جنرالان په ډاګه دا خبره نه کوي، خو هغوی له افغان طالبانو دا غوښتنه لري چې ټي ټي پي دې هغو پخوانیو محدودو فعالیتونو ته را وګرځي چې د پاکستاني پوځ په داخلي ستراتیژۍ کې ځاییدل.

ځینې سیاسي څیړونکي په دې عقیده دي، چې د ټي ټي پي دغه نوې ستراتیژي د هغې نوې نړیوالې لوبې برخه ده، چې د چین، مرکزي اسیا ، روس او ایران ته ورڅیرمه سیمو کې د یوې پراخې او عظیمې بې ثباتۍ او هرج مرج د منځ ته راوستلو لپاره جوړه شوې ده، چې هر څه وي خو لکه د تیرو څلورو لسیزو غوندې یو ځل بیا د افغان نه د جنګ خاشاک جوړول کیږي.

د پښتو د تکړه طنز لیکونکي شاعر ډاکټر اسرار خبره چې

زه ورته جوړ چا په ګوته کړی یم

کاڼی چې راځي زما په سر لګي

امریکايي انستیتیوت: طالبانو ایران ته اجازه ور کړې چې د فاطمیون استخدام ته دوام ور کړي

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د بروکینګز انسټیټیوټ په نوم د امریکا یو څېړنیز مرکز په کابل او کندهار کې د سرچینو په حواله وايي، طالبانو ایران ته اجازه ورکړې، چې په افغانستان کې د فاطمیون لېوا لپاره د کسانو استخدام ته دوام ور کړي او بیا له دې کسانو په منځني ختیځ کې د مقاومت په نوم عملیاتو کې کار واخلي.

دغه امریکايي انسټیټیوټ لیکلي چې تهران په حیرانونکي ډول هبت الله اخوندزاده ته لاس رسی لري.

په یوه مقاله کې چې په بروکینګز انسټیټیوټ کې د سازمان شویو جرمونو د کارپوهې ونډا فلباب براون له خوا لیکل شوې، ویل شوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو مشر او د هغه نږدې کړۍ ته ژور لاسرسی لري.

د مقالې لیکوالې زیاته کړې، چې په ایران کې د جیش العدل له برید وروسته اسلامي جمهوریت په افغانستان کې پر اهدافو بریدونه نه دي کړي، بلکې پر پاکستان یې برید کړی دی.

دې امریکايي مجلې لیکلي، چې له طالبانو سره د اوبو او سرحدي شخړو پر سر له ستونزو سره سره ایران د طالبانو له مشر سره خپل ژورې اړیکې ساتلی دی.

طالبان: یوټیوبر همایون افغان خوشی شو

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۱ GMT+۰

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، لافغان یوټیوبر همایون افغان له بند خوشی شو. د خالد ځدراڼ په خبره، نوموړی ځکه نیول شوی و چې د یوې ښځې کورنۍ شکایت کړی چې د مرکې تر خپرېدو مخکې یې له دوی اجازه نه وه اخیستې.

همایون افغان او د هغه څلور ملګري پرون د کابل په شېرشاه مېنه کې ونیول شول،خو لامل یې مالوم نه و.

د ښاغلي افغان د نیول کېدو د خبر تر خپرېدو وروسته نن خالد ځدراڼ لیکلي هغه پیاوړی خبریال بللی، خو زیاتوي چې «خپل یو راپور کې د یوې سپین سرې مېرمن سره مرکه کوي چې تر خپرېدو وروسته د هغې مېرمنې کورنۍ له دې کبله چې ګواکې د ویډیو د خپرېدو دمخه ددوی اجازه نه ده اخیستل شوې شکایت کړی دی.»

د هغه په خبره د کورنۍ تر شکایت وروسته طالبان د مسوولیت له مخې اړ و چې نوموړی حوزې ته وبولي او اوس ځايي چارواکي د دواړو لورو ترمنځ د جوړجاړي هڅه کوي.

خالد ځدراڼ اوس وايي چې نوموړی خوشی شوی او خپل دفتر ته ستون شوی دی.

طالبان: د سوداګریزو مرکزونو او بنسټونو لیکدړې او لوحې باید په ملي او محلي ژبو ولیکل شي

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له هټیو، هستوګنځیو، سوداګریزو مرکزونو، بنسټونو او موسسو غوښتي، چې په خپلو نښو،لیکدړو او لوحو باندې د "ناقانونه انځورونو" لګولو او د بهرنیو ژبو له لیکولو ډډه وکړي. دغه وزارت ویلي، چې دغه لوحې باید په ملي او محلي ژبو ولیکل شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن په خپل اېکس کې لیکلي: «هغه اصطلاحات او کلمات چې په ملي او محلي ژبو کې نه وي هغه له دې څخه مستثنا دي».

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې هغه کلمات او اصطلاحات چې ویل کېږي بدیل نه لري، نه دي لیکل شوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بورډونو د اصلاح کمیسیون وايي، په کابل او نورو ولایتونو کې یې د "څارنې، اصلاح" او قانوني اقداماتو لړۍ پیل کړې ده.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې واک ته له رسیدو وروسته د ډیرو دفترونو او تعلیمي مرکزونو له لوحو څخه انکلیسي ژبه لیرې کړه.

طالبان وایي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به له پاکستان سره د هوا له لارې هم ترانزیټ پیل کړي

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۴۶ GMT+۰

د طالبانو له سوداګرۍ وزارته په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوکړه د طالبانو د سوداګرۍ وزیر او د پاکستاني پلاوي تر منځ چې کابل ته یې سفر لاره شوې ده.

په هغه سفر کې دواړو غاړو هوکړه کړې وه، چې نور به سوداګریزې چارې له سیاسته لرې ساتي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اپتا تړون به هم په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړتیايي پړاو ته ورسېږي.

دغه اعلامیه وايي، په بام کې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د دواړو خواوو تر منځ د هوا له لارې هم سوداګري پیل شي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د شوې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي ډګرونو له لارې صادراتي او وارداتي توکي ولېږدول شي.

د افغانستان یوشمېر سوداګر وايي، که چېرته د دواړو هېوادونو تر منځ د هوا له لارې سوداګري پیل شي؛ نو د دوی په سوداګریزو چارو کې به پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
له دې وړاندې ډېر ځله افغان سوداګرو شکایت کاوه، چې د میوو، دانو او سبزیو د حاصلاتو پر مهال د تورخم او سپین بولدک لارې د دوی د توکو پر مخ بندېږي چې له امله یې هره پلا مېلیونونه ډالره زیان ور رسېږي.

تېره اونۍ د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د دغه هېواد د سوداګرۍ د مرستیال وزیر خرم اغا په مشرۍ د طالبانو په بلنه کابل ته تللی و، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې د رامنځته شویو خنډونو جاج واخلي او هغو ته د حل لارې بیامومي.