• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: یوټیوبر همایون افغان خوشی شو

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، لافغان یوټیوبر همایون افغان له بند خوشی شو. د خالد ځدراڼ په خبره، نوموړی ځکه نیول شوی و چې د یوې ښځې کورنۍ شکایت کړی چې د مرکې تر خپرېدو مخکې یې له دوی اجازه نه وه اخیستې.

همایون افغان او د هغه څلور ملګري پرون د کابل په شېرشاه مېنه کې ونیول شول،خو لامل یې مالوم نه و.

د ښاغلي افغان د نیول کېدو د خبر تر خپرېدو وروسته نن خالد ځدراڼ لیکلي هغه پیاوړی خبریال بللی، خو زیاتوي چې «خپل یو راپور کې د یوې سپین سرې مېرمن سره مرکه کوي چې تر خپرېدو وروسته د هغې مېرمنې کورنۍ له دې کبله چې ګواکې د ویډیو د خپرېدو دمخه ددوی اجازه نه ده اخیستل شوې شکایت کړی دی.»

د هغه په خبره د کورنۍ تر شکایت وروسته طالبان د مسوولیت له مخې اړ و چې نوموړی حوزې ته وبولي او اوس ځايي چارواکي د دواړو لورو ترمنځ د جوړجاړي هڅه کوي.

خالد ځدراڼ اوس وايي چې نوموړی خوشی شوی او خپل دفتر ته ستون شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د سوداګریزو مرکزونو او بنسټونو لیکدړې او لوحې باید په ملي او محلي ژبو ولیکل شي

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له هټیو، هستوګنځیو، سوداګریزو مرکزونو، بنسټونو او موسسو غوښتي، چې په خپلو نښو،لیکدړو او لوحو باندې د "ناقانونه انځورونو" لګولو او د بهرنیو ژبو له لیکولو ډډه وکړي. دغه وزارت ویلي، چې دغه لوحې باید په ملي او محلي ژبو ولیکل شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن په خپل اېکس کې لیکلي: «هغه اصطلاحات او کلمات چې په ملي او محلي ژبو کې نه وي هغه له دې څخه مستثنا دي».

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې هغه کلمات او اصطلاحات چې ویل کېږي بدیل نه لري، نه دي لیکل شوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بورډونو د اصلاح کمیسیون وايي، په کابل او نورو ولایتونو کې یې د "څارنې، اصلاح" او قانوني اقداماتو لړۍ پیل کړې ده.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې واک ته له رسیدو وروسته د ډیرو دفترونو او تعلیمي مرکزونو له لوحو څخه انکلیسي ژبه لیرې کړه.

طالبان وایي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به له پاکستان سره د هوا له لارې هم ترانزیټ پیل کړي

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۴۶ GMT+۰

د طالبانو له سوداګرۍ وزارته په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوکړه د طالبانو د سوداګرۍ وزیر او د پاکستاني پلاوي تر منځ چې کابل ته یې سفر لاره شوې ده.

په هغه سفر کې دواړو غاړو هوکړه کړې وه، چې نور به سوداګریزې چارې له سیاسته لرې ساتي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اپتا تړون به هم په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړتیايي پړاو ته ورسېږي.

دغه اعلامیه وايي، په بام کې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د دواړو خواوو تر منځ د هوا له لارې هم سوداګري پیل شي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د شوې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي ډګرونو له لارې صادراتي او وارداتي توکي ولېږدول شي.

د افغانستان یوشمېر سوداګر وايي، که چېرته د دواړو هېوادونو تر منځ د هوا له لارې سوداګري پیل شي؛ نو د دوی په سوداګریزو چارو کې به پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
له دې وړاندې ډېر ځله افغان سوداګرو شکایت کاوه، چې د میوو، دانو او سبزیو د حاصلاتو پر مهال د تورخم او سپین بولدک لارې د دوی د توکو پر مخ بندېږي چې له امله یې هره پلا مېلیونونه ډالره زیان ور رسېږي.

تېره اونۍ د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د دغه هېواد د سوداګرۍ د مرستیال وزیر خرم اغا په مشرۍ د طالبانو په بلنه کابل ته تللی و، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې د رامنځته شویو خنډونو جاج واخلي او هغو ته د حل لارې بیامومي.

ګڼو سیمه‌ییزو سرچینو په کندهار کې 'د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو' او هوایي ګزمو خبر ورکړی

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۰

ځینو سرچېنو له کندهاره افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پرون پنجشنبه هم د ورځې او هم د شپې له‌خوا د بې پیلوټه الوتکو غږونه یې اورېدلي دي. طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم روښانه نه ده، چې دغه «بې پیلوټه الوتکې» د کوم هېواد دي.

کندهار ښاریانو ویلي، دوی په خپله دغه غږونه اورېدلي چې هم د ورځې له‌خوا او هم د شپې پر مهال بې پیلوټه الوتکو د دغه ښار پر سر الوتنې کولې.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا په سرحدي ولایتونو کې د بې پیلوټه الوتکو غږونه اورېدل شوي او خلکو لیدلې هم دي.

امریکايي چارواکو له افغانستانه د وتو پر مهال ویلي وو، چې په افغانستان کې ټول ترهګریز خوځښتونه د دوی تر څار لاندې دي.

ځینو طالب چارواکو له هغې ډلې د دغې ډلې د دفاع وزیر او لوی درستیز هم نیوکه کړې وه، چې د دوی فضا لا هم د امریکا په «واک» کې ده.

‏مجاهد: د غور هغه چارواکي مو نیولي، چې یوه نجلۍ یې د پلار له کوره په زور بېوله

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۳۰ GMT+۰

طالب ویاند ومنله، چې په غور ولایت کې یوه نجلۍ په زوره د هغې د پلار له کوره بېول کېده؛ خو وایي هغه چارواکي چې په دغې پېښه کې ښکېل وو، نېول شوي دي. مجاهد په یوه غږیز پیغام کې ویلي، دغه لانجه د دوو کورنیو تر منځ د مهر پر سر پېښه شوې وه.

د غور له ولایته سرچېنو د پنجشنبې په ورځ د (وري نهمه) خبر ورکړ، چې د پساوند د ولسوالۍ سیمه‌ییزو چارواکو یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په زوره د پلار له کوره بیايي او په زوره یې د خپل کس لپاره نکاح کوي.

د مجاهد د هغه غږیز پیغام له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی دغه پېښه تاییدوي؛ خو ویلي یې دي چې جبري نکاح نه ده شوې، بلکې دا د دوو کورنیو تر منځ د مهر پر سر لانجه وه چې راپورته شوې.

هغه وايي، زوم ټول مهر نه و پر ې کړی؛ نو ځکه نجلۍ د پلار په کور کې اوسېده.

مجاهد وویل:« له څلور میاشتو وروسته کله چې نجلۍ غوښتل د خپل پلار کره تللې وه او د بېرته تګ پر مهال یې ورور هغه نه ده پرېښې، چې د خپل خاوند کور ته ستنه شي. په دې ترڅ کې د سیمې مشرانو درې ځلې پرېکړه کړې وه، چې نجلۍ باید د خپل خاوند کره ستنه شي؛ خو هغه ستنه شوې نه وه.»

د طالبانو ویاند په دې غږیز پیغام کې ویلي:« د مجاهدینو[طالبانو] دغه کار سم نه و، په کار دا وه چې محکمه یې خبره کړې وای او له زوره کار نه وای اخیستل شوی. [نو]، هغه وسله‌وال کسان چې هلته لیدل کېږي، پوځي محکمې ته سپارل شوي او موضوع تر څېړنو لاندې ده.»

له دې وړاندې څلورو سرچېنو په غور ولایت کې تایید کړې وه، چې سیمه‌ییزو طالبانو د غور په پسابند ولسوالۍ د نورک په کلي کې یوه نجلۍ په زوره له خپله کوره بېولې ده.

سرچینو د یوې ویډیو په استولو سره افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ولسوال خیرالله خیرخواه، د پولیسو قوماندان عبدالحمید خالد، د استخباراتو مرستیال محمد مشفق او د استخباراتو امر توحیدي په پساوند ولسوالۍ کې د دغې نجلۍ پر کور یرغل کړی.

په ویدیو کې لیدل کېږي، چې یوه ډله وسله‌وال یوه نجلۍ له ځانه سره بیايي.

سرچېنو ویلي چې سیمه ایزو طالب چارواکو دغه پیغله په زوره یو کس ته چې د دوی غړی دی او شاه ولی نومیږي په نکاح کوي.

یوې سرچېنې وویل، چې د دغې نجلۍ د بېولو پر مهال نجلۍ د طالبانو سره خپړې ولګولې او په دغه اخ و ډب کې د پساوند ولسوال خیرالله خیرخواه په سر ټپي شوی دی.

د سرچینو په وینا، له دغې پېښې وروسته طالبانو د دغې کورنۍ غړي وهلي ډبولي هم دي.

طالبانو په کابل کې د ښځو د حقونو درې فعالې خویندې او د هغوی ورور نیولي دي

۹ وری ۱۴۰۳ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۰۹ GMT+۰

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د کابل په لوېدیځ، د دشت برچي، سیمه کې د ښځو د حقونو درې فعالې خویندې او د هغوی ورور نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.

ویل کیږي، چې دغه درې خويندې د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو غورځنګ غړې دي.

د نیول شوو نجونو کورنیو ته نږدې سرچینو ویلي، چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ سهار شاوخوا شپږ بجې د دشت برچي په مرافات کوڅه کې د دغو نجونو پر کور عملیات کړي. د دغې ډلې ځواکونو ٢٥ کلنه آزاده رضايي، ١٧ کلنه ناديه رضايي، ١٤ کلنه الهه رضايي او د هغوی ٢٢ کلن ورور يحيا رضايي له ځانه وړي دي.

د دغو نجونو خپلوانو، د طالبانو ۱۳مې او ۱۸مې حوزې او د دغې ډلې کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې، خو لا یې د هغوی د ساتل کیدو د ځای په اړه کوم معلومات ندی ترلاسه کړی.

تر دې مخکې طالبانو د ښځو د حقونو د دغو دریو فعالانو خور، تمنا رضايي هم نیولې وه، چې له ۲۹ ورځو بند وروسته خوشې شوې وه.