د اوکراین ولسمشر وايي، چې د امریکا له مرستې پرته به یې سرتېري شاتګ ته اړ شي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ورځ وویل، که امریکا له دغه هېواد سره د پوځي مرستو په برخه کې خپله ژمنه عملي نه کړي؛ نو اوکرایني سرتېري به شاتګ ته اړ شي. د امریکا په کانګرس کې مخالفتونه د دې لامل شوي، چې اوکراین سره د ۶۰ ملیارد ډالرو مرسته تصویب نه شي.