په هرات ولایت کې طالبانو ته د تبلیغ لپاره دریو راډيو ګانو خپل فعالیتونه پیل کړل

په هرات ولایت کې طالبانو ته د تبلیغاتو په موخه شریعت غږ، امید غږ او حریت غږ راډیوګانو خپل فعالیتونه پیل کړل. د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) راپور ورکړ، چې دغه راډیوګانې به په دې ولایت کې په ملي ټلویزیون کې فعالیتونه وکړي.







