• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان وايي، په خېبرپښتونخوا کې پر چینايي انجینرانو برید یوه افغان کړی

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مرکز ویلي، چې د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت کې پر چینايي وګړو د شوې چاودنې بریدګر افغان و. دغه مرکز ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه برید په تړاو ۱۰ کسان نیولي، چې ټول د تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري.

پر چینايي وګړو برید د پاکستاني چارواکو غوسه راپارولې او د دغه هېواد چارواکو ګواښ کړی چې د دغه برید له مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ کوونکو به غچ واخلي.

د وري میاشتې په اتمه نېټه د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځه چینايي انجینران له خپل پاکستاني موټر چلوونکي سره ووژل شول.

له دغه برید وروسته چینايي شرکتونو د دیامیر او داسو بندونو کار د لنډ وخت لپاره بند کړ. د دغو بندونو د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې شاوخوا زرو چینايي انجنیرانو په دغو بندونو کار کاوه.

چين تر اوسه پورې د پاکستان په بنسټيزو تاسيساتو کې د يو سړک او يو کمربند د يوې لويې پروژې په توګه له ۶۵ میليارډو ډالرو څخه زياته پانګونه کړې ده.

تر دې مخکې هم د داسو بند پر چینايي انجینرانو د ترهګرو لخوا برید شوی و.

په ۲۰۲۱ کال کې، د نهو چینایي انجینرانو په ګډون ۱۳ کسان په داسو بند کې د «ترهګریز برید»په پایله کې ووژل شول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په خوست کې شپږ کسان د «چل او فریب» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۳۶ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۲مه) یې شپږ تنه د «فریب کارۍ» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلي. خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تورنو کسانو ته دغه سزا د خوست د لومړۍ محکمې له خوا صادره شوې او د پلي کېدو پر مهال طالب چارواکي هم حاضر وو.

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د قتل، غلا، اخلاقي فساد، نامشروع اړیکو او نورو برخو په تورونو په عام محضر کې خلکو ته د جسمي سزاګانو لړۍ پیل کړې او وايي چې دا لړۍ به روانه وي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جسمي مجازاتو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د جسمي مجازاتو چې د انساني کرامت خلاف او ظالمانه عمل دی مخه ونیسي.

خو د طالبانو ډلې ویلي چې اسلامي شریعت پلي کوي او دا هېوادونه او سازمانونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د طالبانو سترې محکمې ويلي، چې د شریعت د پلي کولو لپاره د لوېديځ فشارونه نه مني

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۰۴ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې ويلي، چې په افغانستان کې د شریعت د بشپړ پلي کولو لپاره د لوېديځ فشارونو ته غاړه نه ږدي او شریعت به په ټوله معنا پلی کوي. د سترې محکمې وياند له رسنیو سره په خبرو کې ويلي چې په دې برخه کې د چا غبرګون ته پام نه کوي.

د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد تېره ورځ یکشنبه د (وري ۱۲مه) له رسنیو سره د خبرو پر مهال ويلي چې نړېواله ټولنه دې په افغانستان کې د شریعت د پلي کېدو په وړاندې «منفي تبلیغات» نه کوي.

هغه وايي، دوی به په افغانستان کې په «بشپړ ډول شریعت» پلی کوي او په دې برخه کې د نورو فشارونو ته پام نه کوي. نوموړی وړاندې وايي: «د اسلامي امارت ستره محکمه د الهي احکامو د پلي کولو په برخه کې د چا غبرګون ته پام نه کوي هغه که نړېوال وي یا نور، ستره محکمه د نورو فشارونو ته غاړه نه ږدي.»

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د قتل، غلا، اخلاقي فساد، نامشروع اړیکو او نورو برخو په تورونو په عام محضر کې خلکو ته د جسمي سزاګانو لړۍ پیل کړې او وايي چې دا لړۍ به روانه وي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جسمي مجازاتو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د جسمي مجازاتو چې د انساني کرامت خلاف او ظالمانه عمل دی مخه ونیسي.

خو د طالبانو ډلې ویلي چې اسلامي شریعت پلي کوي او دا هېوادونه او سازمانونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

په غزني کې د یوه ماین د چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۲۹ GMT+۱

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور مشر حمیدالله نثار وايي، یاده پېښه تېره ورځ د ګېرو ولسوالۍ په ځدراڼ سیمه کې شوې ده. ويل کیږي په وژل شویو ماشومانو کې نجونې هم شاملې دي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور مشر وايي، د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۲مه) ناوخته د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ په ځدراڼ سیمه کې د ماشومانو له لوري د یوه پخواني ماین له پیدا کېدو وروسته ماین چاودنه کړې چې له امله یې نهه ماشومان وژل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د غزني د اطلاعات او کلتور د مشر حمیدالله نثار له قوله ویلي چې یاد ماین د پخوانیو جګړو له وخته په سیمه کې پاتې و.

له غزني څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې په په وژل شویو ماشومانو کې پنځه نجونې وې چې عمرونه یې له پنځه تر لس کلو او څلور هلکان وو چې عمرونه له لس تر ۱۴ کلو پورېوو.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال به طالبانو د تېر حکومت او بهرنیو ځواکونو د امنیتي کتارونو ته پرته له کومې نقشې په لارو او پټیو کې ماینونه خښول چې بیا به یې ځای ترې هېرېده او هغه به وخت نا وخت پر خلکو الووتل او مرګ ژوبله به یې ور اړوله.

سرچینې: ګرشک کې د طالبانو د ښاروال ساتونکو پر هټېوالو ډزې کړې او پنځه تنه یې ټپیان کړي

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۱

په هلمند کې ځايي سرچینې وايي، د هلمند ګرشک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ښاروال ساتونکو وروسته له هغه پر هټېوالو ډزې وکړې چې د کندهارـ هرات عمومي سړک د پراخېدو اجازه یې نه ورکوله. سرچینې وايي، د طالبانو د ښاروال ساتونکو په ډزو پنځه کسان ټپیان کړي دي.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ځینې ویډیو ګاني استولې چې لیدل کیږي د هلمند د ګرشک ولسوالۍ لپاره د طالبانو وسله وال کسان پر هټېوالو ډزي کوي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لیږل شوي ویډیو کې لیدل کیږي چې پر یوه ډله هټېوالو په دوامداره توګه د طالبانو وسله وال کسان له لوري ډزې کیږي او خلک د مرمیو لګیدو له وېرې منډې وهي.

په یوه بله ویډیو کې لیدل کیږي چې یو شمېر هټېوال د طالب وسله والو له لوري ډبول شوي هم دي.

سرچیني وايي، د ګرشک د ښاروال طیب مولوي د ساتونکو له لوري په دزو کې پنځه هټېوال ټپیان شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو، د یادې ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي وايي، د ګرشک ښاروالۍ له لوري د کندهارـ هرات د عمومي سړک د پراخېدو په اړه یو شمېر هټېوالو ته خبر ورکړل شوی و چې د یاد سړک د پراخېدو د کارونو له پیل مخکې له دوکانونوخپل توکي وباسي.

د ګرشک ځايي اوسیدونکي وايي، د طالبانو له خبرتیا وروسته د ښاروالۍ کارکوونکو هڅه کوله چې یادې هټۍ ړنګې کړي خو دوکاندارانو د ښاروالۍ له کارکوونکو سره لاس اچولی او له شخړې وروسته د دغې ولسوالۍ د ښاروال طیب مولوي ساتونکو پر هټېوالو ډزي کړې دي.

جان اڅکزی: طالبانو په کندهار کې «امریکایي بې پيلوټه الوتکو ته د الوتنو لپاره ځای ورکړی»

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۰۴ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکني وزیر جان اڅکزي ادعا کړې چې کندهار کې د طالبانو استخباراتو «امریکایانو ته د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو لپاره اډه» ورکړې. هغه وايي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې له دغه ځایه د داعش په وړاندې هوايي عملیات کیږي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکني وزیر جان اڅکزي نن دوشنبه د (وري ۱۳مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو حکومت د «استخباراتو ادارې دغه اډه د امریکا بې پيلوټه الوتکو ته په سیمه کې د داعش وسله والې ډلې په وړاندې د عملیاتو لپاره په واک کې ورکړې.»

هغه د افغانستان په هوايي حریم کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د ګزمو پر ضد د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د غبرګون په تړاو ویلي چې «ریښتیا بل څه دي.»

تر هغه وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د افغانستان په هوايي حریم بې پیلوټه الوتکې د امریکا دي او له ځینې نږدې هیوادونو الوتنې کوي چې وايي دوی یې په اړه اعتراض کړی چې د افغانستان پر هوايي حریم تیری نور ودروي.

جان اڅکزی وړاندې وايي، «دغه اډه د طالبانو د استخباراتو له لوري له امریکايي قراردادیانو سره د همکارۍ په موخه ورکړل شوې ده.»

د طالبانو حکومت لا تر اوسه پورې د جان اڅکزي دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې وړاندې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړی مرستیال کریسټوفر کوسټا ویلي و، چې په افغانستان کې د داعش د ماتولو لپاره باید له طالبانو سره په ګډه کار وشي.

ښاغلي کوسټا د یکشنبې په ورځ په نیویارک ټایمز کې له کولن کلارک سره په یوه ګډه مقاله کې لیکلي چې «طالبان د باور وړ ځواک نه دی چې داعش ته ماتې ورکړي او یا په افغانستان کې نورې ترهګرې ډلې مهار کړي. خو دغه ډله باید وهڅول شي چې د داعش په وړاندې خپل فعالیتونه ګړندي کړي.»

د وري میاشتې په دویمه په کندهار کې او د وري درېیمه په مسکو کې د داعش له بریدونو وروسته د سیمې او نړۍ هيوادونو د دغې ډلې د بیا فعالېدو په اړه اندېښنې ښودلې دي. او داعش یې ټولو هیوادونو ته لوی ګواښ بللی.