خواجه اصف: له ټي‌ټي‌پي څخه د طالبانو ملاتړ په پاکستان کې د نا امنیو لړۍ روانه ساتلې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یو ځلې بیا له افغانستانه د دوی د حکومت پر ضد د ګواښونو د ډېروالي خبره کړې او دا ځل یې په زغرده ویلي، چې نور د واکمنو طالبانو لپاره د پاکستان انتخابونه مخ په محدودېدو دي.