د طالبانو د سټنډرډ اداره: ۱۰ ټانکره بې کیفیته تېل بیرته ایران ته وګرځول شول

دغه ادارې په تېرو درېیو ورځو کې ۴۴ ټانکره بې کیفیته تېل د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې بېرته ایران ته ورګرځولي دي. د طالبانو د سټنډرډ ادارې د سه شنبې په ورځ د (وري ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۱۰ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته وګرځول شول.