د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: صیهونیستي رژیم د سیمې او نړۍ امنیت ته پر جدي ګواښ بدل شوی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید غندنه کړې او وايي، اسراییلي رژیم د ډیپلوماټیکو نورمونو څخه سرغړونه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید غندنه کړې او وايي، اسراییلي رژیم د ډیپلوماټیکو نورمونو څخه سرغړونه کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (وري ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د ایران د سفارت پر کونسلګرۍ برید غندلی او یاد برید د ډیپلوماټیکو نورمونو څخه سرغړونه بولي.
د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د نړۍ او سیمي له اغېز لرونکو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې، د اسراییلي رژیم له لوري پر غزې تړانګه کې د جنایتونو مخنیوی وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي:« د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت پر کونسلګرۍ څانګه شوی بريد له ډيپلوماټيکو نورمونو ښکاره سرغړونه او په سيمه کې د ناامنۍ د پراختيا پاروونکی اقدام دی او په کلکه يې غندنه کوو.»
همدارنګه طالبانو ویلي چې، د اسراییلي رژیم له لوري پر غزې د بریدونو دوام د سیمې او نړۍ امنیت ته په یوه جدي ګواښ بدل شوی.
د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران قونسلګري د دوشنبې په ورځ په یوه برید کې په بشپړه توګه ویجاړه شوې، چې د سوریې او ایران رسنۍ یې د اسراییل هوايي برید بولي.

د طالبانو د ریاست الوزا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په بهرنیو چارو وزارت کې د روژه ماتې په جوړې شوې مېلمستیا کې د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې دوی له ټولو هېوادونو سره د متقابل تعامل او درناوي پر بنسټ د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
د طالبانو ترکنټرول لاندې ارګ په اېکس پاڼه خبر ورکړی، دغه مېلمستیا چې تېر ماښام جوړه شوې وه پکې د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو مسوولینو، استازو، ډیپلوماتانو او د یوناما مسوولینو ګډون کړی و.
ښاغلي حنفي ویلي، د دوی له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، د نشهیي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او کارول منع شوي، اداري فساد له منځه تللی او د مطبوعاتو فعالیت دوام لري. په نشهیي توکو روږدي کسان راټول شوي او په دې وروستیو کې له یو مېلیونه زیات افغان کډوال چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور را اېستل شوي وو، په ښه توګه مدیریت شوي دي.
د ښاغلي حنفي په وینا، دوی د سیمې او له سیمې ور اخوا ټولو هېوادونو څخه غواړي چې نورو هېوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ د مخنیوي، د نشهیي توکو د ختمېدو او په افغانستان کې د ټیکاو د تضمین لپاره د افغان ټرانس، هرات - بولدک، چاه بهار بندر، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې امنیت نه یوازې د دغه هېواد د اوسېدونکو لپاره اړین دی؛ بلکې د سیمې او نورو هېوادونو په ګټه هم دی، له همدې امله په افغانستان کې د ټیکاو د پایېښت لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونه اړینه ده.
هغه د کاسا زر پروژې د عملي کېدو په برخه کې د نړۍوال بانک له اخیستل شوي ګامه مننه وکړه.
ښاغلي حنفي له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د جبري اېستنې منفي اغېزو ته په اشارې سره ویلي، په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي. دا کار دوه اړخیزه اړیکو او د ګاونډیتوب موضوع کې مرسته نه کوي.
هغه زیاته کړه:« موږ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو او غواړو، چې افغانستان یو اقتصاد محوره هېواد وي او د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او غواړو، چې نور هېوادونه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»
ښاغلي حنفي د خپلې وینا پرمهال د غزې په اړه ویلي، چې دوی په غزه کې د «صهیونیستانو» بې رحمانه بریدونه او د فلسطین ملت عام وژنه په ټوله مانا غندي او په غزه کې د ټولو بشري او نړۍوالو اصولو خلاف دغه ترسره کېدونکي بریدونه ټول نړۍوال نظم او قوانین تر پوښتنې لاندې راولي.
ښاغلي حنفي په ایران، روسیې او پاکستان کې وروستي ترسره شوي بریدونه غندلي او ویلي یې دي:« موږ دغه بریدونه چې د عامو خلکو د وژنې لامل کېږي غندو.»
که څه هم چې طالبانو تل په بېلابېلو ناستو کې له نړۍوالو غوښتي، چې د دوی غوښتنو ته دې پاملرنه وکړي؛ خو دوی د دوه نیم کاله واکمنۍ په ترڅ کې د هیڅ یوه هېواد غوښتنه نهده منلې او نه یې د هغو غوښتنو ته پاملرنه کړې، نړۍوالو هره پلا په افغانستان کې بشري حقونو ته د پاملرنې او په دغه هېواد کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په پار له طالبانو بیا، بیا غوښتنې کړې؛ خو دغې ډلې نه یوازې دا چې د نړۍوالو غوښتنې یې نه دي منلي، بلکې هغوی ته یې په خپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې نوم هم ورکړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال دیمیتري پولیانسکي ويلي چې په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ د برید د غندلو لپاره، امنیت شورا کې د ایران له غوښتنې وروسته، مسکو په دې اړه له امنیت شورا د غونډې جوړولو غوښتنه وکړه او د دغې غونډې په جوړېدو هوکړه وشوه.
هغه زياته کړه، چې دغه غونډه به د سه شنبې په ورځ د سلواغې په ۱۴مه، د نيويارک پر وخت د ماسپښين په درېيو بجو جوړه شي.
له دې مخکې په ملګرو ملتو کې د ایران استازي د دغه «جنایتکارانه عمل» د غندلو او د «اسراییل د رژیم له خوا د نړیوالو نورمونو او اصولو د ښکاره خلاف ورزۍ» په اړه د بیړنۍ غونډې جوړېدو غوښتنه کړې وه.
د دوشنبې په ورځ په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل په برید کې د سپاه پاسداران دوه قوماندانان او ورسره پنځه افسران ووژل شول.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یو ځلې بیا له افغانستانه د دوی د حکومت پر ضد د ګواښونو د ډېروالي خبره کړې او دا ځل یې په زغرده ویلي، چې نور د واکمنو طالبانو لپاره د پاکستان انتخابونه مخ په محدودېدو دي.
د پاکستان د دفاع وزیر چې پرون یې د خپل هېواد پارلمان ته وینا اوروله، د دغو انتخابونو د محدودېدو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ورسره هممهاله په ګاونډ پاکستان کې د پاکستاني طالبانو په بریدونو کې پام وړ زیاتوالی راغلی، چې په ډېرو دغو بریدونو کې ټيټيپي د خپلې ښکېلتیا منښته هم کړې.
خو پاکستاني چارواکو په وار، وار دا خبره تکرار کړې چې د دوی مخالفو وسلهوالو ته په افغانستان کې پټن ځایونه ورکړی شوي، په وسلو سمبالېږي او بیا په پاکستان کې د بریدونو لپاره استول کېږي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم څه موده مخکې تور پورې کړی و، چې د دغه تحریک شاوخوا ۷ زره جنګیالي په افغانستان کې فعال دي او د یو شمېر افغانانو په منځګړیتوب له هنده مرستې او پیسې ترلاسه کوي.
خو دا او دې ته ورته تورونه په هر ځل د طالبانو لهخوا رد شوي او هغه یې د نا امنیو په پېښو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د پاتې راتلو نښې بللې او دا یې هم ویلي، چې پاکستان د خپلو ناکامیو پړه پر نورو وراچوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران سفارت اړوند پر کونسلګرۍ برید په کلکه غندلی دی. دغه برید تېره ورځ دوشنبه، دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ شوی چې له امله یې د سپاه دوو قوماندانانو په ګډون اووه افسران وژل شوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه د (وري ۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې په دمشق کې د ایران سفارت اړوند د کونسلګرۍ پر ودانۍ برید د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې او دغه برید یې د نړېوالو او ډیپلوماتیکو قوانینو خلاف کړنه ګڼلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د ډیپلوماټانو یا ډیپلوماټیکو تاسیساتو په نښه کول د ۱۹۶۱ ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیون او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې غیر قانوني عمل دی.»
خبرپاڼه کاږي چې دا ډول بریدونه به د سیمې امنیت او ټیکاو ته لا زیان ورسوي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې باید مخه ونیسي، «د اسراييلي ځواکونو غير مسوولانه عمل په سوریې غوندې ناکراره سیمه کې د تاوتریخوالي بده پېښه ده. موږ د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کوو چې په سیمه کې د اسراییل له یرغل او پر ګاونډیانو د بریدونو او د بهرنیو ډیپلوماتیکو بنسټونو په نښه کول چې یو غیر قانوني عمل دی، مخه ونیسي.»
د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران کونسلګرۍ ودانۍ د دوشنبې په ورځ په یوه برید کې په بشپړه توګه ویجاړه شوې، چې د سوریې او ایران رسنۍ یې د اسراییل هوايي برید بولي.
د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر د دوشنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل په برید کې د سپاه پاسداران دوه قوماندانان او پنځه افسران وژل شوي دي.
د اکټوبر په اوومه د ایران په ملاتړ د فلسطیني ډلې حماس له خوا پر اسراییل له برید وروسته اسراییل په سوریه کې د لبنان د حزب الله ملېشې او د ایران د سپاه پاسداران د بهرنیو ګروپونو پر ضد چې دواړه د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي، هوايي بریدونه زیات کړي دي.
دغه پېښه په منځني ختیځ کې د نښتو او تاوتریخوالي د زیاتېدو روښانه نښه ده، چې اسراییل د ایران او د هغه د ملګرو پر وړاندې دروي.

د پاکستان تحریک طالبان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تېرې مارچ میاشتې په ترڅ کې یې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې ۶۵ بریدونه کړي او ۱۴۶ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا په بنو، شمالي وزیرستان، لکي مروت، ټانک، سویلي وزیرستان، پېښور، مردان، صوابۍ، کرک او د بلوچستان په کوټه کې ترسره کړي او په لیکنه یې چې پوځ او امنیتي ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې تر څنګ نور مالي زیانونه هم اړولي دي.
خبرپاڼې دا ډول د عملیاتو په ډولونو هم رڼا اچولې او کاږلي یې دي، چې په دغو عملیاتو کې یې لېزر بریدونه، ځوابي بریدونه، د خرپ او ترپ، تعارضي، هدفي، توغندیز او د لاسي بمونو بریدونه کړي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې په ټولو دغو عملیاتونو کې یې د دښمن ۵۶ کسه وژلي او ۹۰ نور یې ټپیان کړي دي.

خبرپاڼې دا راز لیکلي، چې د دغې مرګ ژوبلې تر څنګ یې د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو کمرې، پوځي موټر او یو شمېر وسلې ویجاړې کړې او یو شمېر نورې وسلې او مهمات یې تر ګوتو کړي هم دي.
د پاکستان تحریک طالبان چې تر ډېره د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په ځینو سیمو کې فعاله غړي لري وخت نا وخته له دغو سیمو څخه د بریدونو او تاوتریخوالي د پېښو راپورونه خپرېږي؛ خو د دغې تازه خبرپاڼې په اړه یې خپلواکو سرچېنو تر اوسه څه نه دي ویلي.
