روسیه: دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید په اړه د امنیت شورا د غونډې پر جوړولو هوکړه وشوه

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال دیمیتري پولیانسکي ويلي چې په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ د برید د غندلو لپاره، امنیت شورا کې د ایران له غوښتنې وروسته، مسکو په دې اړه له امنیت شورا د غونډې جوړولو غوښتنه وکړه او د دغې غونډې په جوړېدو هوکړه وشوه.