فنلنډ له اوکراین سره په پوځي برخه کې د ۱۸۸ میلیونه یورو مرسته کوي

د فنلنډ ولسمشر الکساندر اشتوپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي سره د چهارشنبې په ورځ په لیدنه کې لس کلن امنیتي هوکړه لیک لاسلیک کړ. ددې هوکړې له مخې؛ فنلنډ اوکراین ته ۱۸۸ میلیونه یورو ورکوي.