ټرمپ په امریکا کې 'ناقانونه' کډوال د څارویو په نوم یاد کړل

ټرمپ په میشېګان کې د خپلې وینا پرمهال، په امریکا کې «ناقانونه» کډوالو ته د «څارويو» په نوم خطاب وکړ. هغه د یوه پناه غوښتونکي له‌خوا د یو زده‌کړیال وژنې ته په اشارې سره وویل:« ډیموکراټان وایي، چې هغوی ته حیوان مه وایه. هغوی انسانان دي. ما وویل، نه هغوی انسانان نه دي. حیوانات دي.»