د ټایوان زلزله؛ تر دې دمه پکې نهه کسان مړه او ۷۷ لادرکه دي

نن سهار د ریښتر په کچه ۷.۴ درجې زلزلې د ټایوان ختیځې سیمې ولړزولې. دغه زلزله چې په نږدې ۲۵ کلونو کې بې‌سارې یاده شوې تر دې دمه پکې نهه کسان مړه شوي او ۷۷ نور لادرکه دي. د دغې زلزلې مرکز د ټایوان د هوالین ښار سویلي سیمه ښودل شوې ده.