بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان باید د کډوالو په اېستلو کې د نړۍوالو غوښتنې له پامه ونه غورځوي

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، پاکستان باید د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د نړۍوالو غوښتنې له پامه و نه غورځوي. دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، له کوچني اختر وروسته په ناقانونه توګه له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړې ده.






