• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د بېلا بېلو جرمونو په تور په ۹ ولايتونو کې د ۴۳ کسان نیول شوي دي

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۱

د طالبانو کورنيو چارو وزارت په ۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۴۳ کسانو د نیولو خبر ورکړی. یاد ورازت وايي؛ دغه کسان يې د غلا، جوارګرۍ، قاچاق او کوډو کولو په تړاو نيولي دي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت نن چهار شنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په « سرپل، خوست، سمنګان، ننګرهار، کندز، کندهار، تخار، هرات او غزني» ولایتونو کې يې دغه ۴۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيولي دي.

د وزارت د خبرپانې د معلوماتو له مخې؛ ۱۱ کسان په سرپل کې د جوارګرۍ، ۳ کسان په سمنګان کې د اخلاقي فساد، په کندز، کندهار او خوست کې يې ۱۱ کسان د غلا او یو شمېر يې د نورو جرمونو په تړاو نيولي دي.

وزارت ويلي، چې د نیول شويو کسانو څخه پوښتنې رواني دي.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د جنايي جرمونو کچه خورا لوړه شوې، چې خلک يې لامل په هېواد کې د کار نشتوالۍ او کمزوری اقتصادي وضعت یادوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د مسلکي زده کړو رییس وايي، د افغانستان متخصصین د امریکا په الوتکو پورې ځوړند وو

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو رییس ملا غلام حیدر شهامت وايي، چې د افغانستان هغه متخصصین د نورو له خوا روزل شوي وو، په الوتکو پورې "ځوړند" وو او ټول له افغانستانه تللي دي.

نوموړي نن چهارشنبه په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې غرب د دوی په اړه تبلیغات کوي او دوی د ایران او پنجاب "مزدوران" بولي خو په حقیقت کې داسې نه ده.

نوموړي د احمد مسعود وروستیو خبرو ته په اشارې وویل: "د هغه قهرمان زوی بیا وايي، چې پاکستان حق لري چې پر افغانستان برید وکړي، بل شاعر یې بیا وايي، چې د ایران له لرې سیمې پنجشېره راغلی یم، نو تاسو ووایئ چې مزدور څوک و؟"

مولوي غلام حیدر شهامت وايي، چې یو شمېر پخواني متخصصین یې پر دندو ګومارلي؛ خو د دوی په درد نه خوري.

هغه زیاته کړه: " له بده مرغه چې څوک چې متخصصین وو او دي دوی وطن ته خدمت نه کوي".

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو یو چارواکی د افغانستان د متخصصینو په اړه دا ډول څرګندونې کوي؛ بلکې له دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر هم ورته څرګندونې کړې وې.

هند: په افغانستان کې ټولګډونه حکومت د شانګهای سازمان بېړنی لومړیتوب دی

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د هند د ملي امنیت سلاکار د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځواو اقليتونو د حقونو ساتنه د دغه سازمان له لومړیتوبونو څخه دي.

اجیت دوال زیاته کړه، چې هېواد یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښمن دی.

د هند د ملي امنیت سلاکار په دې کتنه کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره شوه زیاته کړه، چې د بشري مرستو رسول، له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزه د دغه سازمان نور لومړیتوبونه دي.

هغه وویل، هند افغانستان ته د نږدې هېواد په توګه په دغه هېواد کې مشروع امنیتي او اقتصادي ګټې لري.

دغه لوړپوړي هندي چارواکي له افغانستان سره د خپل هېواد مرستو ته اشاره وکړه او زياته یې کړه، چې هند په افغانستان کې درې ميليارده ډالره پانګونه کړې او پر دې سربېره يې ٥٠ زره ټنه غنم، ٢٥٠ ټنه طبي مرسته او د ملخانو له ګواښ سره د مبارزې په موخه ٤٠ زره لېتره مالتيون افت وژونکي مرسته ترسره کړې ده.

د ترهګرو ډلو ګواښ

اجیت دوال د شانګهای په غونډه کې د ترهګرو ډلو له خوا د ډېورنډ پورې غاړې بریدونو ته اشاره وکړه او زياته یې کړه، چې د هرې ډلې له خوا په هر هدف او هر ځای کې دا بریدونه د توجیه وړ نه دي.

د هند دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د دوه ګوني لوبې د مخنیوي او د ترهګرۍ د تمویل کوونکو او د ترورېزم تسهیل کوونکو د حساب ورکولو په اړتیا باندې په ټینګار سره وویل: «د ترهګرۍ له عاملینو سره باید په اغیزناکه او چټکه توګه چلند وشي، په شمول د هغو کسانو سره چې د ډيورنډ هاخوا په ترهګرۍ کې ښکیل دي.»

هند تل پاکستان د هغو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي، چې د هند په خاوره کې د ګڼو چاودنو او بریدونو مسوولیت لري؛ خو پاکستان دا تورونه ردوي او برعکس ډيلي د ترهګرو ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورنوي.

هغه په ​​مسکو کې خونړي برید ته په اشارې سره د شانګهای د همکارۍ سازمان په سیمه کې د القاعدې او له هغې سره تړلې ډلې، داعش او د هغې د څانګو، لشکر طیبه او جیش محمد په ګډون د مختلفو ترهګرو ډلو د پرله پسې ګواښونو موضوع مطرح کړه.

د هند د ملي امنیت سلاکار هم د ترهګرو له خوا د بې پیلوټه الوتکو په شمول د پولو په اوږدو کې د وسلو او مخدره توکو قاچاق کولو لپاره د ټېکنالوژۍ کارولو سره د مبارزې په اړتیا ټینګار وکړ.

جورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ: ځینې هېوادونه او شرکتونه د طالبانو له مالي فساده ګټه اخلي

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱

په امریکا کې د چورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ په خپل تازه راپور کې وايي؛ د طالب چارواکو له خوا د افغانستان د شتمنۍ له لوټلو د ایران، چین او روسیې په څېر هېوادونه او څو ملیتي شرکتونه ګټه اخلي.

دغه اداره په خپله څېړنه کې طالب چارواکي د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره د افغانستان د شتمنۍ په لوټلو تورنوي.

د دې راپور له مخې؛ د ایران، چین او روسیې په څېر هېواونه او د مالي برخې او خصوصي سکتور څو ملیتي بنسټونه د طالبانو له غلا او فساده ګټه اخلي.

په راپور کې له چینایانو سره د تېلو د تړون لاسلیکېدو ته په اشاره ویل شوي؛ داسې دوه شرکتونه غوره شوي چې د طالبانو له مشرانو سره نږدې اړیکې لري.

دغه اداره زیاتوي، چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال د ۲.۲ میلیارد ډالره عایدو د ټولولو خبره وکړه؛ خو د مصرف یې هیڅ رپوټ وړاندې نه کړ.

د بوش انسټیټیوټ یوه غړې او د بهرني سیاست مدیره جسیکا لوډویک وايي: «افغانستان نږې یو ټریلیون طبیعي زېرمې لري، چې اوس د طالبانو په لاس کې دي، ځکه پکار ده د طالبانو مافیا ډوله فساد محدود او ډاډ ترلاسه شي چې د خپل ځواک د لا پیاوړتیا لپاره دغو سرچینو ته د طالبانو لاسرسی ختم شي.»

په دې راپور کې چې نن خپور شو د طالبانو په واکمنېدو پسې د افغانستان ډېرېدونکو اقتصادي او بشري ستونزو ته په اشاره ویل شوي، چې د دې ډلې مشران او غړي په داسې حال د افغانستان له طبیعي زېرمو خپل خوند اخلي چې ۹۰ سلنه افغانان بې وزله او خوارځواکي دي او څلور میلیونه ښځې او ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي.

دې انسټیټیوټ خپله څېړنه کې له لسګونو افغان وکیلانو او پوهانو سره په دې خبرې کړې، چې څنګه له طالبانو د افغانستان شتمني وژغورل شي.

دوی په دې باور دي، چې د طالبانو د عایداتو لېږد لارې پر دې ډله د فشار اچولو لپاره هغه وسیلې دي، چې لا هم کارول شوې نه دي او امریکا او ملګري دې د دوی د بې قانونه او فاسدو نغدو پیسو د لېږد مخه ونیسي.

د طالبانو د کانونو وزارت وايي؛ تر دوو سوو کوچني او ۱۵ لوی کانونه یې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د استخراج لپاره ور کړي دي.

خو پر جورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ سربېره تر دې مخکې نورو بنسټونو او افغانانو هم د دې کانونو پر استخراج اندېښنه ښودلې ده.

پخواني افغان ولسمشر اشرف غني هم د تېرې فېبرورۍ په لومړۍ نېټه ویلي، چې د طالبانو له خوا د کانونو قراردادونه په پټه ورکول کیږي او دا روښانه نه ده، چې د افغانستان شتمنۍ په څه اصولو پلورل کیږي او عواید یې چیرې ځي.

ښاغلي غني ویلي، چې دا هم معلومه نه چې طالبان دغه کانونه د کومې مودې لپاره په قرارداد ورکوي او عواید یې په کومه برخه کې لګول کیږي.‌

د جورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ نورې څرګندونې

د جورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په هکله د خپلې څېړنې لړۍ په درېیو څپرکو کې خپره کړې.

په دې څېړنه کې دې ته هم کتنه شوې، چې طالبان په افغانستان کې د خپل واک ټینګولو لپاره څنګه توندلارې نظریه پلې کوي او د بشري حقونو خلاف ورزي کوي.

د دې انسټیټیوټ مشر او د راپور لیکواله نتالي ګوناله پلاټس وايي؛ طالبان د خپلې واکمنۍ د ټینګولو او د افغانانو د وېرولو لپاره د بندي کولو، جنسي تېري او نورو سزاو په ګډون له ډول - ډول فزیکي سزاو کار اخلي.

دا انستیتوت وايي؛ له طالبانو د سمون را وستو تمه بې ځایه ده او نړۍوال باید د دوی ځوابګو کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.

روسي چارواکي: اوکراین او ناټو هڅه کوي چې د مسکو برید په افغانستان کې له داعش سره وتړي

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د روسيې د ملي امنيت د شورا منشي ویلي، چې د اوکراين پوځ او ناټو د جګړې په ډګر کې د خپلې بې کفايتۍ له امله له ترهګريزو لارو چارو کار اخلي. نیکلای پاتروشیف وویل؛ اوکراین او ناټو هڅه کوي څو روسیې ته ووایي، چې پر مسکو برید ښايي په افغانستان کې د داعش - خراسان څانګې کار وي.

د مسکو په څنډه کې د کنسرت پر یوه تالار له وسله وال برید وروسته، چې لسګونه کسان په کې ووژل شول داعش یې پړه پر غاړه واخیسته.

امریکايي چارواکو ویلي، چې دا برید په افغانستان کې د داعش - خراسان څانګې کار و.

وروسته تر دې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو په څنډه کې د کروکس په تالار کې د برید پړه پر «توندلارو اسلام پالو» واچوله.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په قزاقستان کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د ۱۹مې غونډې په څنډه کې وویل، چې د کروکس ښار ترهګريزه حمله په ښه توګه تنظیم شوې وه.

هغه ټینګار وکړ، چې دا برید د «لویدیځو رسنیو له خوا پراخ او دمخه تنظیم شوی پوښښ» سره يو ځای و.

دغه روسي چارواکي زیاته کړه، چې دا ډېره مهمه ده چې ژر تر ژره د کراکس په ښار کې د ترهګريزې حملې د « د امر ورکوونکو او ملاتړو» پېژندنه وشي.

هغه په ​​کروکس تالار باندې د حملې په اړه د داعش د ادعا په اړه وویل: «مونږ باید په یاد ولرو، چې دغه ډله او نورې ترهګرې ډلې دواړه د امریکا له خوا رامنځته شوي دي.»

مخکي ولادیمیر پوتین ويلي وو: «موږ پوهیږو، چې دا جنایت د سخت دریځو اسلامپالو له خوا ترسره شوی او په خپله اسلامي نړۍ د پېړیو راهیسې د دوی ایډیالوژۍ سره مبارزه کوي.»

هغه دا هم وویل، چې امریکا هڅه کوي د مختلفو چینلونو له لارې ټول قانع کړي، چې اوکراین په دې «خونړي ترهګریز» برید کې هېڅ رول نه درلود او دا برید «د اسلام د پیروانو او په روسیه کې د منع شوې داعش ډلې غړو له خوا ترسره شوی.»

سرچینې: د غزني په ګېرو کې ناچاودې مرمۍ نه، بلکې ډرون برید کې ۱۲ کسان وژل شوي وو

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۱

سرچنې وايي، تېره یکشنبه د غزني ګېرو کې د ناچاودې مرمۍ له امله نه، بلکې په ډرون برید کې د طالبانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي. له افغانستان انټرنشنل سره داسې مکتوب هم شریک شوی چې پکې د طالبانو مشر په ګیرو کې د ډرون برید او د بې پیلوټه الوتکو د څار په هکله د بېړنۍ غونډې غوښتنه شوې.

د غزني لپاره د طالبانو د والي دفتر تېره یکشنبه وویل، چې د ګیرو ولسوالۍ په ځدراڼو کلي کې د روسیې د خت پاتې مرمۍ چاودلې او له امله یې پنځه ښځې او څلور ماشومان وژل شوي دي.

خو له افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې سرچینې د ځايي چارواکو دا خبرې ردوي او وايي، دا ډرون برید و چې د کانونو او پټرولیم وزارت درې کسان، دوه طالب سرتېري، څلور د کور مېرمنې او درې ماشومان پکې ووژل شول

د سرچینو په خبره، په دغه برید کې د کانونو او پټرولیم وزارت د ارزونې غړی مولوي مطیع الله د بخت میر زوی هم دی او د پاتې دوو کسانو هوویت مالوم نه دی.

دا سرچینې وايي، دغو کسانو غوښتل چې په سیمه کې د لیتیمو کان په هکله پلټنې وکړي او که باوري شي چې دلته کان شته، نو د نورو څېړنو لپاره چینايي کانپوهان سیمې ته ور وبولي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته داسې مکتوب هم رسېدلی چې ښيي، تر دې پېښې یوه ورځ وروسته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په سپارښتنه د کندهار د والي ملا شیرین اخوند په مشرۍ بېړنۍ پوځي غونډه جوړه شوې، چې پر دغه موضوع سربېره د ډرون الوتکو پر ګرځېدو هم سره وغږېږي.

په دې غونډه کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد، د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال ملا حیات الله اخوند، د کندهار مرستیال والي حیات الله مبارک د ملا هبت الله د ځانګړي ځواک مشر عبدالاحد طالب او نورو مشرانو هم ګډون درلود.

په غونډه کې د دې پېښې د څېړلو لپاره د تاجمیر جواد په مشرۍ پلاوی ټاکل شوی دی.