شنبه‌های ارغواني غورځنګ: موږ د طالبانو پر زندانونو د څارنې غوښتونکې یو

شنبه‌های ارغواني غورځنګ د منیژې صدیقي د وروستي اعتراف په غبرګون کې ویلي، چې دوی د طالبانو پر زندانونو د څارنې غوښتونکې دي. دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې له‌خوا له منیژې صدیقي څخه د جبري اعتراف اخیستل په خپله د دغو مېرمنو رواني او اروایي ربړونه ده.