یوناما وايي، پښتو د نړۍ څلورمه رسمي ژبه ده چې په فضا کې پرې خبرې شوې دي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۴

یوناما فضا ته د انسان د ورتګ د نړۍوالې ورځې په درشل کې ویلي، پښتو څلورمه رسمی ژبه وه چې په فضا کې پرې خبرې شوې.

یوناما ویلي، افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸کال کې فضا ته سفر وکړ او له هغه ځایه یې خپلې مور او د وخت له ولسمشر ډاکتر نجیب سره په پښتو ژبې خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر په فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې توګه پښتو په نړۍ کې څلورمه رسمی ژبه ده چې په فضا کې پرې خبرې شوې.
عبدالاحد مومند لومړنی افغان و، چې په ۲۹ کلنۍ کې فضا ته ولاړ او نهه ورځې په فضا کې پاتې شو.
هغه له فضا نه ټولو نړۍوالو ته د سولې پیغام مخابره کړ او ټولو نړۍوالو ته یې د سولې او امن په ډکه فضا کې د ژوند تېرولو غوښتنه وکړه.
یوناما په فیسبوک پاڼه لیکلي، چې مومند له تش یال یا فضا څخه د افغانستان انځورونه اخیستي او د نجومي فزیک او د طبي برخو په ازمېښتونو کې یې برخه واخیسته.
لومړنی ستور مزلی د روسیې ستورمزلی یوري ګاګارین و، چې د اپرېل په دوولسمه نېټه یې فضا ته سفر کړی و او له همدې امله دغه ورځ فضا ته د انسان د ورتګ د نړۍوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.
په ۲۰۱۱ کال کې ملګرو ملتونو دغه ورځ فضا ته د انسان د ورتلو په نوم د نړۍوالې ورځې په توګه یاده کړه.

نور خبرونه

رادیو