د شهباز شریف شپږو مخالفو ګوندونو د محمودخان اڅکزي په مشرۍ نوې مخالفه ټلواله جوړه کړه

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند عمومي مشر عمر ایوب خان د شنبې په سهار د وري په ۲۵مه له یوې غونډې وروسته د شپږو ګوندونو په ګډون د شهباز شریف د مخالفې ټلوالې د جوړېدو خبر ورکړ.