په بلوچستان کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ناپېژاندو وسلهوالو د بلوچستان په نوشکي سیمه کې ۱۱ کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. دغه پېښه تېره ورځ د نوشکي په سلطاني چړهايي سیمه کې شوې ده.

ناپېژاندو وسلهوالو د بلوچستان په نوشکي سیمه کې ۱۱ کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. دغه پېښه تېره ورځ د نوشکي په سلطاني چړهايي سیمه کې شوې ده.
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۹ یې د پنجاب اوسېدونکي دي.
ویل کېږي، دغه کسان په یو بس موټر کې د بلوچستان له مرکز کوېټې څخه د ایران تفتان په لور روان وو چې ناپېژاندو کسانو له ګاډي ښکته کړي او بیا یې پرې ډزې کړې دي.ورته مهال پاکستاني پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.لاتراوسه د دغې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

دوو جګپوړو امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ امریکايي رسنیو ته ویلي، چې هېواد یې منځني ختیځ ته نور سرتیري لیږي ترڅو په اسراییل یا لویدیځ باندې د ایران د احتمالي برید لپاره چمتووالی ونیسي.
دغو چارواکو ویلي دي، چې امریکا په عراق او سوریه کې د دې هېواد په اډو د ایران د برید د احتمال په اړه اندیښمنه ده.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي د جمعې په ورځ (د وري ۲۴مه) وویل، چې په سیمه کې د دغه هېواد د ځواکونو او ګټو د خوندیتوب لپاره دغه اقدامات ترسره کېږي.
په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل له برید او د ایران د اوو پوځي سلاکارانو له وژل کېدو وروسته، ایراني چارواکو پرله پسې توګه اسراییل ته د غچ اخیستنې ګواښونه کړي دي.
ایران اسراییل د دغه برید مسوول ګڼي، که څه هم تر اوسه اسراییل د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو اسراییلي مشرانو خبرداری ورکړی، چې د ایران له لوري هر ډول پوځي اقدام ته به ځواب ورکړي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پنجشنبې په شپه خبرداری ورکړ چې « هر هغه چا ته به سزا ورکو چې موږ ته زیان ورسوي او یا هم موږ ته د زیان رسولو اراده ولري.»
نتانیاهو خپلې امنیتي کابینې ته وویل: «ایران له کلونو راهیسې زموږ پر ضد هم په مستقیم او هم د خپلو نیابتي ډلو له لارې فعالیت کوي؛ له همدې امله اسراييل د ايران او د هغه د نیابتي ډلو په وړاندې دفاعي او يرغليز فعالیت کوي.»

زلمي خلیلزاد ویلي، چې د ایران د مخنیوي لپاره د ایران پر نیابتي ځواکونو یوازې د امریکا بریدونه بسنه نه کوي.
د نشنل انټرسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي سپارښتنه کړې چې امریکا دې پر سیاسي فشارونو تمرکز وکړي او پر تهران دې ګران بندیزونه ولګوي.
ښاغلي خلیلزاد په غزه کې د شخړو او په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید په اړه لیکلي چې امریکا او اسراییل په سوریه کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ د برید په اړه د ایران ځواب ته په تمه دي، خو دا یوازې د یوې لویې ننګونې یوه برخه ده.
هغه لیکلي چې په سیمه کې د جګړې په اوږدولو سره ایران د سیمه ییزې واکمنۍ لپاره د فشار راوړلو لپاره خپل اوږدمهاله هدف ګړندی کوي.
دغه پخواني امریکايي دیپلومات زیاته کړې، چې ایران د خپلو نیابتي ملېشو له مشرانو او د اسلام پلوه ګوندونو په کارولو سره غواړي د عراق لومړی وزیر محمد شیعه السوداني دې ته اړ کړي چې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره د مهال ویش لپاره پر واشنګټن فشار راوړي.
ښاغلي خلیلزاد په خپله لیکنه کې استدلال کړی چې ایران چې غواړي مدیترانې ته د سیمه ییزې واکمنۍ او د جګړې په پراخولو سره ځمکني دهلیز پرانیزي او یوازې د خپلو نیابتي ځواکونو په نښه کولو باندې بسنه نه کوي. خلیلزاد ویلي، د تهران لپاره د عراقي، سوریې، لبناني او یمني ملېشو ژوند بې ارزښته او کم مصرفه دی.
د دغه پخواني امریکايي ډیپلوماټ په وینا، "ایران باید پوه شي چې په سیمه کې د سمندري اډو او کښتیو په ګډون د امریکا پر ضد د نیابتي ځواکونو د بریدونو بیا پیلول به په سیمه او د دغه هېواد دننه د تهران د ارزښتناکو اهدافو د خنثی کولو لامل شي."
نوموړي هغو بندیزونو ته په اشارې سره چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وخت کې پر ایران لګول شوي وو، لیکلي چې دغه مهم بندیزونه د تېلو او غیر نفتي سکتورونو په ګډون له ۷۰۰ډېر اشخاص او بنسټونه اغېزمن کړي وو او تهران یې د بیرته راګرځیدو څخه ویره لري.
زلمي خلیلزاد د تهران له اهدافو سره د مقابلې لپاره د سیمې د هېوادونو هڅونه او د اسراییل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو هڅې د نورو مسایلو په توګه چې کولای شي د ایران پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي، یاد کړي دي.
ښاغلي خلیلزاد په خپله لیکنه کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام د ایراني رژیم د سیمه ییزو ستراتیژیکو موخو او پر سیمه د تسلط لپاره یو ستر خنډ ګڼلی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام پخوانۍ قوماندان وايي، د طالبانو واک ته رسېدو سره داعش-خراسان د پرمختګ لپاره مناسب چاپېریال موندلی دی.
جوزف ووټل ویلي، چې د امریکا د پوځي فشارونو کموالي او د طالبانو بې کفایتي داعش په یو ستر ګواښ بدل کړی.
د بزنس انسایډر رسنۍ په وینا، کابل ته د طالبانو تر راتګ مخکې، د داعش خراسان فعالیت یوازې په افغانستان کې محدود و او د دغه هېواد دننه یې هم محدود نفوذ درلود، خو له هغه وروسته یې فعالیتونه پراخ شوي. د دغه رسنۍ په وینا، داعاش په دې وروستیو کې په ایران کې د قاسم سلیماني د تلین په مراسمو او د مسکو د کنسرت پر تالار د برید په ګډون د افغانستان په خاوره د سترو ځانمرګي بریدیدونو مسوولیت هم اخیستی دی.
جوزف ووټل، چې په ۲۰۱۰کال کې یې په منځني ختیځ کې د پوځي عملیاتو څارنه کوله، بزنس انسایډر ته وویل، "دا به ډېر وخت ونه نیسي چې دا سازمانونه خپل فعالیتونه ډېر او ځواکمن کړي.»
د ویلسن څړنیز مرکز د سویلي اسیا د انسټیټیوټ مشر، مایکل کوګلمن، د بزنس انسایډر سره په مرکه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل او د طالبانو کنټرول د داعش-خراسان د ودې دوه مهم عوامل دي.
بزنس انسایډر په خپل راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور پرته له داعش سره د مبارزې شونتیا محدوده ده. دغه راپور زیاتوي چې په داسې حال کې چې سپینې ماڼۍ په تېرو وختونو کې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه په بهر کې د ترهګرو په نښه کول د یوې ستراتیژۍ په توګه کارولي، خو داسې هېڅ شواهد شتون نه لري چې دا ډول تګلاره دې اغیزمنه کړي.
بزنس انسایډر لیکي، چې امریکا د پخواني افغان حکومت له نسکوریدو مخکې په افغانستان کې د پام وړ استخباراتي وړتیاوې درلودې او کولی شول د ترهګرو ډلو پر ضد پوځي بریدونه وکړي او همدا راز د مهمو عملیاتو په ترسره کولو کې یې افغان ځواکونو سره مرستې او مشورې هم کولې.
د دې امریکايي رسنۍ د راپور له مخې،متقاعد جنرال جوزف ووټل ویلي؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د «اوسني لید لوري» دغه کړنلاره په نهایت د داعش-خراسان د پیاوړتیا او انعطاف لامل شوې او دغه ډله اوس په نورو سیمو کې د خپل نفوذ پر پراخولو تمرکز کوي.

کاترینا ویلنیچوک د ماسپښین خوب کاوه چې یوې چاودنې د هغې د لومړي پوړ اپارتمان کړکۍ ماتې کړې، او د بم چرو یې دیوالونه او المارۍ سوری کړي.
د روسیې توغندي د شوروي د واکمنۍ پر مهال جوړې شوې پنځه پوړیزې ودانۍ په انګړ کې ولګیده، هلته یې د یوې پوستې ساتونکی وواژه. د چاودنې له امله د کاترینا کور له دوړو او لوګي ډک شو، د دغې ۲۲ کلنې نجلۍ ملګری ولادیسلاو پر سر ټپي شوی و او وینې ترې روانې وې.
اغلې ویلنیچوک وویل: "موږ د جګړې په حالت کې ژوند کوو، او د ویرې احساس شته دی. زمونږ یوازینی هیله دا ده چې له دغو چاودنو ژوندي پاتې شو".
روسیې په تیره میاشت کې د اوکرایین په وړاندې خپل هوایی بریدونه ډیر کړي او د انرژی زیربناوې او ښاري ساحې یې زیانمنې کړې. په دغو بریدونو کې خارکیف د نورو ښارونو په پرتله سخت ځپل شوی دی.
د اوکراین په شمال ختیځ کې د روسیې له پولې څخه یوازې ۳۰ کیلومتره لیرې پروت، خارکیف، لا دمخه د روسیې د توغندیو بریدونو او بمباریو موخه وه.
خو په وروستیو میاشتو کې د اوکراین سره د لویدیځ د پوځي ملاتړ د کمیدو له امله – لکه څنګه چې د متحده ایالاتو د پوځي مرستو یوه مهمه بسته د جمهوري غوښتونکو د مقاومت له امله په کانګرس کې بنده پاتې ده – خارکیف لا نور هم له ستونزمن حالت سره مخامخ شوی دی.
د خارکیف والي اولیه سینهوبوف رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "موږ د هوایی دفاع سیسټمونو له پراخ کموالي سره مخامخ یو. دا ستونزه نه یوازې د خارکیف په سیمه کې، بلکې په ټول هیواد کې شته دی."
دغه ښار پولې ته دومره نږدې دی چې روسي توغندي کولای شي په یوه دقیقه کې خپل هدف په نښه کړي. چارواکي وايي، د اوکراین قیمتي هوایي دفاع سیسټمونه، لکه د متحده ایالاتو له خوا جوړ شوي پیټریوټ دفاعي سیسټم چې له ځمکې څخه هوا ته د توغندیو د لیږد وړتیا لري، او د روسیې د هوایي بریدونو لپاره مهمې موخې دي، باید په ډیر احتیاط سره د دښمن لیکو ته نږدې ځای پر ځای شي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، په عاجله توګه له لویدیځ څخه د نورو هوايي دفاعي اکمالاتو غوښتنه کړې، او ویلي یې دي، چې د روسیې د بریدونو له امله د خارکیف شاوخوا څلورمه برخه ویجاړه شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر ویلي، چې د هېواد چارواکو یې د سیمې هېوادونه او هغه هېوادونه چې د سوډان په جګړه کې په مستقیمه توګه ښکیل دي، هڅولي چې پر ایران فشار راوړيچې د سوډان په جګړه کې لاسوهنه ونه کړي.
لینډا توماس ګرینفیلډ د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې خبریالانو ته وویل: «موږ د سیمې له هېوادونو سره خبرې اترې کړې دي او په دغو خبرو اترو کې موږ هغوی وهڅول چې نور هېوادونه لکه ایران په سوډان کې له مداخلې منع کړي.»
هغې هغو هېوادونو ته اشاره وکړه چې په سوډان کې د جګړې اور ته لمن وهي او ویې ویل، واشنګټن د متحده عربي اماراتو او مصر په ګډون له هغو هېوادونو سره چې د سوډان د جګړې په اړه یې خبرونو کې یادونه کیږي، دوامداره تماس لری.
د سوډان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام پریلو وویل: "موږ په سیمه کې خپلو ټولو شریکانو ته ویلي، چې په دې وخت کې د جګړې زیاتوالی نه یوازې د وژنو سبب کیږي، بلکې د سیمي د بې ثباتي خطر هم له ځان سره لري.»
هغه زیاته کړه: "اوس د دې وخت دی چې د وسلو هره بسته او هر هغه ذره یې دغې جګړې ته پراختیا ورکوي او سوډان د قحطۍ او بې ثباتۍ ته ټېل وهي."
د سوډان د پوځ یوې جګپوړې سرچینې د چهارشنبې په ورځ ویلي و، چې د سوډان له کورنۍ جګړې یو کال وروسته د ایران له خوا جوړې شوې پوځي بې پیلوټه الوتکې له پوځ سره مرسته وکړه چې د جګړې بهیر په خپله ګټه بدله کړي.
سوډان د سره سمندرګي په څنډو کې پروت هېواد دی چې د منځني ختیځ په جګړه کې د ایران په ګډون د نړۍ د قدرتونو د سیالۍ مهم ځای ګڼل کېږي.
د سوډان پوځ ته نږدې یوې سرچینې چې نوم یې نه ده اخیستل شوی رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې دغه بې پیلوټه الوتکو د سوډان اردو ته دا توان ورکړ چې د خپلو سیالو ملېشو د پرمختګ مخه ونیسي او د پلازمینې شاوخوا سیمې بیرته تر کنټرول لاندې راوړي.
دې جګړې په ملیونونو خلک د لوږې سره مخامخ کړي او په نړۍ کې یې د بې ځایه کیدو ترټولو لوی بحران رامینځ ته کړی.
د سوډان شخړې د دغه هېواد په لوېديځ کې د دارفور په سيمه کې د توکميزو وژنو او جنسي تاوتريخوالي څپې هم راپورته کړې دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي، چې د غوځ ملاتړ ځواکونو محاربوي هڅې د چاد، لیبیا او سویلي سوډان په ګډون د ګاونډیو افریقایي هېوادونو په ملاتړ ترسره شوي اود غوڅ ملاتړ ځواکونو څخه د متحده عربي اماراتو ملاتړ معتبر دی.
متحده عربي اماراتو ویلي، چې په سوډان کې یې رول په بشري مرستو متمرکز دی او د تاوتریخوالي د کمولو غوښتونکی دی.
د خرطوم او تهران تر منځ همکاري د سوډان د پخواني ولسمشر عمر البشیر په وخت کې په ښه کچه کې وه، تر هغې چې هغه د خپلې درې لسیزې واکمنۍ په پای کې د اقتصادي ملاتړ لپاره په فارس خلیج کې د ایران سیالانو ته مخه کړه او له ایران سره یې اړیکې پرې کړې.
ایراني او ځایي سرچینو ویلي دي، چې د سوډان له پوځ څخه د ایران ملاتړ له دغه هېواد سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه دي.
د ایران له ملاتړ څخه برخمن حوثي یاغیان، د سره سمندرګي له بلې غاړې څخه د تهران له خوا چمتو شوو وسلو پر مټ پر سوداګریزو بیړیو بریدونه کوي.
یوه لویدیځ ډیپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته وویل: «ایران د دې مرستو په بدل کې څه ترلاسه کوي؟ دوی اوس د سره سمندرګي په دواړو غاړو کې اډې لري."
